کابل (پژواک ١۵سلواغه ٩٢ ) : له  ميدان وردګو ولايت څخه د ترلاسه شويو معلوماتو په اساس ، تراوسه پورې په دغه ولايت کې٥٣کاني او ظواهري  نقطې  تثبيت شوي ، چې له دې  ډلې  يې ٢٤کانونه او پاتې نورې ظواهري  نقطې دي .
د معلوماتو په اساس ، چې دغه کانونه او ظواهري نقطې د جيولوجي عمومي رياست د مخکنيو کړنو، د کانونو رياست  او ځينې نور  يې  د سيمه ييزو خلکو  په مرسته کشف شوي دي.
ميدان وردګ ولايت ، چې د کابل په ګاونډ کې سوېل لوېديځ لورته په شاوخوا ٣٠کيلومترۍ کې پروت  غرنى ولايت دى ، چې په زياترو برخو کې يې پراخه کاني زېرمې شتون لري .
١-د کروميټ ډبرو کانونه :
په ميدان وردګو ولايت کې څو ځايه د کروميټ ډبرو کانونه شتون لري ، چې د نرخ ولسوالۍ د  بادام د سرخ بيدک د کروميټو کان ، د نرخ ولسوالۍ د ابدرې د کروميټو کان ، د نرخ د چغرې سيمې د کروميټو کان ،دنرخ دده پاک د کروميټو کان ، د نرخ د لويې ابدرې د کرميټو کان ، دميدان ښار د تيتمور د کروميټو کان ، د سيداباد ولسوالۍ د منګليو سيمې د کروميټو کان ، د سيداباد د هفت اسياب د کروميټو کان د سيداباد د نوريو د کروميټو کان،د بهسودو ولسوالۍ د کروميټو کان ،د سيداباد  د تنګي د چلپيکام کروميټو کان او د بهسودو ددوست قول د کروميټو کانونه د يادولو وړ دي.

٢-په ميدان وردګو ولايت کې د مرمرو کانونه :
دغه ولايت د نورو کانونو ترڅنګ زيات شمېر د مرمرو  کانونه هم لري ، چې له دې ډلې د ميدان ښار اړوند د قول سليمان د مرمرو کان ، د ميدان ښار اړوند د خروټو د مرمرو کان ، د بهسودو د لومړۍ برخې د دوست قول د مرمرو کان ،د بهسودو دلومړۍ برخې اړوندد  ديوردبالاد مرمرو کان ،د سيداباد ولسوالۍ اړوند د کامران خېلو سيمې د مرمرو کان ، د سيداباد ولسوالۍ اړوند د منګليو د مرمرو کان، دسيداباد اړوند د لويې ابدرې او وړې ابدرې او سپين ورسک د مرمرو کانونونه،د نرخ ولسوالۍ  د جوقول د مرمرو کان ،د بهسودو  ولسوالۍ اړوند ددشت مرمرو کان او  د سيداباد ولسوالۍ د ټوپ د مرمرو کان يې تراوسه تثبيت شوي او مشهور کانونه دي .
٣- د رخامو کانونه :
د رخامو دغه ظواهري کانونه د ميدان وردګو ولايت د مرکز ميدان ښار غرب لور ته په لرې پرته د بهسودو دويمې برخه ولسوالۍ کې شتون لري .
دغه کانونه د يادې ولسوالۍ د سموچ او سرخ اباد په سيمو کې په زياته اندازه ښودل شوي دي.
٤- د شاه مقصود کاني ظواهر:
د شاه مقصود په نامه د  مشهورو قيمتي دانو کان د ميدان وردګو ولايت د مرکز (ميدان ښار)  غرب لورته د ميدان – باميانو پر لويه لار په لرې  پرتې ولسوالۍ  لومړۍ حصه بهسودو کې شتون لري .
 تراوسه ددغه کان د اندازې په اړه څه نه دي ويل شوي .
٥-د ابرکو کان :
د ابرکو د ظواهرو کان د ميدان وردګو د مرکز (ميدان ښار) شمال غرب لور ته د ميدان –باميانو پر لويه لار په پرتې ولسوالۍ جلريز کې موجود دى.
دغه کان د جلريز په تکانې سيمه کې موقعيت لري، د ياد کان د اندازې په اړه څه نه دي ويل شوي .
٦-د ياقوت کان :
د ياقوتو کان د ميدان وردګو ولايت د مرکز ميدان ښار اړوند د شاه کابل په سيمه کې موقعيت لري .
د ياقوتو ياد کان ته د شاه کابل د سوځېدلو ياقوتو نوم ورکړل شوى او ددغو ظواهرو اندازه نه ده ښودل شوې .
٧-د فيروزې کان:
د فيروزې کان د ميدان وردګو ولايت د مرکز (ميدان ښار ) غرب لورته پرتې ولسوالۍ نرخ کې موقعيت لري.
دغه کان بيا د نرخ ولسوالۍ د اندړو په سيمه کې پروت دى ، چې د اندړو  سيمه بيا د کابل – کندهار پرلويه لاره غرب لورته موقعيت لري.
تراوسه ددغه کان د زېرمې د کچې  په اړه معلومات نه دي په ډاګه شوي .
٨-د زمرودو کان :
د زمرودو کان د نرخ  د بادم په غرنۍ سيمه کې موقعيت لري، دغه سيمه هم د کابل – کندهار پر لويه لاره غرب لور ته پرته ده .
د زمرودو  د ياد ظواهري کان  د زېرمې د کچې او  کيفيت په اړه تر دې مهال څه نه دي ويل شوي.
د بادم غرونه په نرخ کې ترټولو لوړ او  پراخه سلسه لري .
٩-د ګچو کانونه :
د ګچو کانونه د ميدان وردګو ولايت د مرکز (ميدان ښار) سوېل غرب لور ته په لرې پرتې ولسوالۍ دايميردادو کې موقعيت لري .
ياد کانونه  د دايميردادو  اړوند په فولادى پاين او  فولادى بالا سيمو کې موجود دي او په  همدې نومونو هم ياديږي . دغه راز د دايميردادو په په دوو ګاونډيو  ولسواليو لومړي او دويم بهسودو کې  څو ځايه پرېمانه ډبرين ګچ پيدا کيږي.
١٠-د تالک کان :
 ياد کان د ميدان وردګو ولايت د مرکز  (ميدان ښار) سوېل لورته د سيداباد  ولسوالۍ په کامران خېلو سيمه  کې موقعيت لري .
سيداباد ولسوالۍ د کابل – کندهار پر لويه لار پرته ده ، خو تراوسه د تالک د کان د زېرمې د کچې په اړه دقيق معلومات نه دي په ډاګه شوي .
١١-د ساختماني ډبرو کانونه :
د ميدان وردګو ولايت د مرکز ميدان ښار په يو شمېر اړوندو سيمو کې د ساختماني ډبرو کانونه شتون لري .
ددغو کانونو له ډبرو نه يواځې په ميدان وردګو ترې ګټه اخيستل کيږي ، بلکې زياتره يې کابل ته هم راوړل کيږي او تعميراتو کې ترې استفاده کيږي .
ددغه ولايت ساختماني ډبرې د کيفيت او رنګونو له اړخه ښې بلل شوې دي.
١٢-د اوسپنې کانونه :
 د ميدان وردګو ولايت د مرکز ميدان ښار غرب لور ته په لرې پرته ولسوالۍ د بهسودو دويمې برخه کې د اوسپنې کان  شتون لري.
دغه کان د يادې ولسوالۍ د دراش د غره په ساحه کې موجود دى ، دغه راز ددې ولايت  منګسک په سيمه کې د اوسپنې يو کان  موجود دى .
د حاجيګک د اوسپنې د مشهور کان يوه غوښنه برخه د ميدان وردګو ولايت اړوند ده .
١٣-د مسو کان :
په ميدان وردګو ولايت کې د مسو کان شتون هم ثابت شوى ، اسناد ښيي ، چې د مسو کان ددغه ولايت په منګسک سيمه کې موقعيت لري ، خو دا نه دي ويل شوي ، چې د منګسک سيمه ددغه ولايت په کوم اداري تشکيل پورې اړه لرياو ددې کان په اړه هم نور زيات معلومات نه دي ليکل شوي .
١٤-د قلعي کانونه :
د ميدان وردګو ولايت په درې ولسواليو ( نرخ ،د بهسودو لومړۍ برخه او دويمه برخه ) کې د قلعي کانونه موجود دي .
د قلعي يو کان د لومړۍ برخې بهسودو په دارپکماتيت کې ، بل د قلعي کان د بهسودو د دويمې برخې ايلاق  په ساحه کې د نرخ ولسوالۍ په تيتمور سيمه کې او دغه راز د ولايت په دردنګ سيمه کې شتون لري .
ددغو کانونو د کچې په اړه څه نه دي ويل شوي .
١٥- د ډبرو سکرو کان :
د ميدان وردګو ولايت د مرکز ميدان ښار غرب لور ته په لرې پرته ولسوالۍ د بهسودو دويمې برخه کې د ډبرو سکرو کان  شتون لري.
دغه کان د يادې ولسوالۍ  د کمرک په نوم سيمه کې واقع دى .
١٦-د کوارتسيت کان  :
د کوارتسيت ظواهرو کان  د ميدان وردګو ولايت د مرکز (ميدان ښار) سوېل غرب لور ته په چک ولسوالۍ کې موقعيت لري.
دغه کان د يادې ولسوالۍ د بيکسمند په سيمه کې موجود ده . ددغه کان د زېرمې د کچې په اړه معلومات نه دي په ډاګه شوي .
١٧-د چونې کان :
د چونې کان  د ميدان وردګو ولايت د مرکز (ميدان ښار) سوېل غرب لور ته په لرې پرتې ولسوالۍ دايميردادو کې موقعيت لري .
په ترلاسه شويو اسنادو کې ددغه کان په اړه نور معلومات نه دي ورکړل شوي .
دغه راز د ميدان وردګو ولايت د بهسودو په لومړۍ او دويمې برخو ولسواليو کې د پلاجيو کلاز،پيروکسين ، کاربناتو، د پګماتيت، مسکوويت،سرب، پيروکسين ، د تزيني ډبرو او ځينې نور کانونه لري .
ددغو کانونو په اړه معلومات د ( ميدان وردګو ولايت په کچه د ١٣٩٢کال د اجرااتو رپوټ) نومي کتاب کې شته.دغه کتاب د ميدان وردګو ولايت د مقام له خوا چاپ شوى دى .
حکيم بشارت