ميدان ښار (پژواک ٧ زمرى ٩٢) :  د ميدان وردګو يو شمېر اوسېدونکي په دغه ولايت کې نا امني د ژوند د ټولو اړخونو د پرمختګ پر وړاندې تر ټولو ستر خنډبولي .
چارواکي هم په ځينو ولسواليو کې ناامني مني ، خو وايي ، چې ددغې ستونزې د له منځه وړلو لپاره امنيتي پلانونه لري او  شپه او ورځ  هڅې کوي .
 
دغه ولايت، چې د مرکز ميدان ښار په ګډون له نهو اداري واحدونو جوړدى ، د پلازمينې کابل په لوېديځ ګاونډ کې په ٣٥کيلومترۍ کې موقعيت لري او په دې وروستيو کې يې اوسېدونکو دبهرنيو ځواکونو په ځانګړي ډول د امريکا د ځانګړو ځواکونو د خپلسرو عملياتو او ځورونو پر ضد لاريونونه هم کړي دي .
 
سره  له دې چې دغه ولايت ، کابل ته نږدې موقعيت لري، خو د هېواد له نا امنو ولايتونو څخه شمېر کېږي  هره ورځ ترې د سړک غاړې د ماينونو دچاودنو، بريدونو، کمينونو او دولتي مامورينو دتښتونې راپورونه ورکول کېږي .
 
 ددغه ولايت اوسېدونکي وايي ، چې که  تر راتلونکو ټاکنو پورې په ولسواليو کې امنيت خوندي او وضعيت د اوس په پرتله ښه نه شي، نو په ټاکنو کې به دخلکو ګډون ډير ستونزمن وي .
 
د دې  ولايت يو اوسېدونکى ٤٠کلن ګل رحيم وايي، چې ددې ولايت ډيرې لارې له ماينونو ډکې دي . وسله والو په ډېرو فرعي او اصلي لارو ماينونه اېښي .
هغه زياته کړه ، چې په يوه ورځ عملياتو د ولايت امنيت نه ښه کيږي ، ترڅو پورې ، چې په لرې او نږدې مهمو ځايونو کې تل پاتې پوستې او مرکزونه جوړ نه شي .
د نوموړي په وينا، ددوى ولايت د خپلو طالبانو پرځاى له پرديو وسله والو ډک دى ، چې زياتره وخت د خلکو په ځورولو هم لاس پورې کوي .
 
 د يوسف په نامه د جغتو ولسوالۍ يو اوسېدونکى وايي ، چې په دې ولسوالۍ کې يواځې د ولسوالۍ له ودانۍ پرته نوره ټوله ولسوالي شپه او ورځ د وسله والو په لاس کې ده  او په ښکاره توګه پکې ډلې ډلې ګرځي .
 
ده وويل ، چې څه موده مخکې په جغتو ولسوالۍ کې يو پوليس د وسله والو په بريد کې ټپي شو ، د هغه درملنه دلته نه کېده ، نو له ميدان ښار څخه يې د هوايي ځواک د مرستې غوښتنه وکړه ، خو ټوله ورځ چا ورته هوايي ځواک را ونه ليږه او د ځمکې له لارې د ماينونو او دوسله والو د بريدونو له وېرې يې دغه ټپي پوليس نشواى انتقالولى .
 
د نوموړي په وينا، د ورځې په پاى کې له ميدان ښار څخه د ځمکې له لارې  نظامي کاروان  را وخوځېد ، خو دغه کارون ترڅو چې  ترجغتو ولسوالۍ رارسېده په کاروان د بريد او ماين په چاودنه کې دوه درې نورو سرتېرو ته مرګ ژوبله واوښته او په ولسوالۍ کې ټپي پوليس هم د زياتې وينې د ضايع کېدو له امله ساه ورکړه .
 
ده وويل ،چې اوس څنګه دوى ووايي، چې دلته امنيت ښه دى او که څوک د ښه امنيت ادعا کوي ، نو يوځل دې ددغې ولسوالۍ پر سړک يادې ولسوالۍ ته سفر وکړي .
 
د شفيق په نامه د سيداباد ولسوالۍ د شيخ اباد يو تن اوسېدونکى وايي ، چې  دا ولسوالۍ خو د وسله والو او ناامنيو ځاله ده ، هر ورځ د سيداباد پرلويه لاره پر اکمالاتي کاروانونو ، د امنيتي ځواکونو په موټرو او عامو خلکو چاودنې کيږي  ، بريدونه کيږي او د وسله والو له لوري دولتي مامورين او د موسيسو کارمندان تښتول کيږي .
هغه زياته کړه ، چې له کابل څخه تر هرات پورې دا ټوله لويه لار دومره ناامنه نه ده ، لکه له سيداباد ولسوالۍ څخه تېرېدونکې دغه لار .
نوموړى وايي، چې وسله وال  په رڼا ورځ په دغه لويه لار کې موټر تلاشي کوي او هر ډول يې چې زړه وي هغسې کوي .
 
ده زياته کړه ، چې ددغې لارې ناامني له يادې لارې تېرېدونکو مسافروته ښه معلومه ده .
د چک ولسوالۍ  يو اسېدونکى امين وايي ، چې په دغې ولسوالۍ کې د ولسوالۍ له ودانۍ پرته نور دولت په يو کيلومتره ساحه حاکميت نلري او په کليو او بانډو کې ټول واک د وسله والو دى.
 
هغه وويل ، چې دا لس کاله د ناامنيو له امله د چک د برېښنا د بند او د چک ولسوالۍ سړک چارې په ټپه ولاړې دي او دولت په دې نه دى توانېدلى ، چې دغلته امنيت ټينګ کړي او د يادو سترو پروژو کارونه پيل کړي .
 
امين د خپل ځان په ګډون د ولسوالۍ پر خلکو هم نيوکه وکړه ، چې د امنيت په ټينګښت کې له زړه کار نه کوي او ځانونه يې د وسله والو هر ډول فرمايشونو ته غلي نيولي دي.
 
 د قيوم په نامه د نرخ ولسوالۍ يو اوسېدونکى وايي ، چې له درې کلونو راهيسې په نرخ کې د طالبانو او د حزب اسلامي د وسله والو ترمنځ کلي په کلي جنګ دى ، خو حکومت دواړه ويني ، فقط سيل يې کوي او د دواړو پروړاندې اقدام نه کوي .
 
ده وويل ، چې ددغو دواړو لوريو په خپلمنځي جګړو کې په لسګونو ځوانان له دواړو لوريو وژل شوي ، او لا وژل کيږي ، خو هيڅوک نشته چې د انساني خواږۍ له مخې دغه اور مړ کړي ، دولت خو يې هسې هم په قيصه کې نه دى .
 
 ده وويل ، چې په دغه ولايت کې مېشتو خلکو ته د لمر په څېر معلوميږي، چې دولت څومره واک او حاکميت لري  او  په کومه کچه کمزورى دى.
 
  د دايميرداد ولسوالۍ اوسېدونکي هم  په دغې ولسوالۍ کې امنيت د نشت برابر بولي او وايي ، چې په دغې لرې پرتې ولسوالۍ کې  د ناامنيو او د حکومتي حاکميت د نشتوالي له امله په دا لسو  کلونو داسې کار نه دى شوى ، چې د خلکو او دولت ترمنځ فاصله لنډه کړي .
 
 د جلريز اوسېدونکي هم ورته شکايتونه لري او دغه راز د بهسود مرکز ولسوالۍ اوسېدونکو د روان کال د غبرګولي په ٣١مه د ناامنيو په غبرګون کې لاريون وکړ . په داسې حال کې  ، چې د بهسود ولسوالۍ مخکې ددغه ولايت په ټولو ولسواليو کې امن لرونکې ولسوالي بلل کېده .
 
د ميدان وردګو ولايت د ولايتي شورا مرستيال حضرت محمد جانان وايي ، چې ناامنۍ په دغه ولايت کې ورځ تر بلې زياتيږي .
ده زياته کړه ، د بهرنيو ځانګړو ځواکونو په خپلسرو عملياتو کې ددغه ولايت ولسونه ډير وځورول ، چې له امله يې ددولت او ولسونو ترمنځ فاصله زياته شوه .
 
د هغه په وينا، دغه راز د جنګ جګړو پرمهال امنيتي سرتېري او وسله والو هم عام خلک په بېلابېلو نومونو ځوروي ، وهي يې ، بندي کوي يې او ان وژني يې .
 
ده زياته کړه ، چې په دغه ولايت کې ناامنۍ داخلي او خارجي لاملونه لري ، خو په دې اړه يې نور معلومات ورنکړل .
 
د جانان په خبره ، هر ورځ دوى ته د سيمو خلک د بېلابېلو ناامنيو ، خپلسريو او پېښو په اړه شکايتونه ورته کوي .
 
نوموړي له ولسونو څخه وغوښتل ،چې د امنيتي ځواکونو ترڅنګ دوى هم بايد د امنيت په ښه والي کې خپل رغنده رول ولوبوي او يواځې د ناامنيو ننداره ونکړي .
 
 د ميدان وردګو والي عبدالمجيد خوګياڼي که څه هم چې ددغه ولايت په يو شمېر سيمو کې ناامني مني ، خو وايي ، چې دده په ګډون ټول امنيتي ځواکونه شپه او ورځ په دغه ولايت  کې د امنيت په ټينګښت بوخت دي .
 
 ده وويل ، چې د ميدان  وردګو ولايت په  جلريز او نرخ ولسواليو کې د تېرو کلونو په پرتله اويا سلنه  امن شتون لري، خو دهغه ديرش فيصده نا امنۍ له امله چې خلک ترې
شکايت لري د امنيتي ځواکونو جدي هلې ځلې روانې دي ، ترڅو په دغو سيمو کې  امنيت په بشپړ ډول ټينګ شي .
خو هغه وايي چې په جغتو،دايميرداد او چک ولسواليو کې يوه اندازه مشکل شتون لري،چې په دې وروستيو کې د نا امنۍ د له منځه وړلو په موخه د ملي اردو،نظم عامه،محافظت عامه او نورو قواو له لورې بېلابېل عمليات روان دي، ترڅو په سيمه کې امنيت رامنځته شي.

خوګياڼي له سيداباد ولسوالۍ څخه د تېرېدونکې کابل – کندهار د لارې په اړه وويل : ((  په دغه لويه لاره کې موده وړاندې نا امنۍ خپله د خصوصي امنيتي کمپنيو،تېلو کمپنېو او نورو هغو ډلو څخه چې دوی وړاندې د دغو تېلو د لېږد او انتقال مسوليت په غاړه درلود ،رامنځته کولې،چې له دغو ډلو سره يو شمېر امنيتي کسانو چې دوی هم په فساد کې ښکيل وو،لاس درلود،چې وخت په وخت به  په دغه لويه لاره ټانکرونه سوځول کېدل،د محافظت عامه پوليس به ټپيان او  وژل  خو په دې وروستيو کې ديادو کسانو مخنيوی شوی  دى.
د والي په وينا، اوس مهال پر لويه لاره د نظم عامه لسګونه پوستې ځای پرځای  شوي او ملي اردو پر هغو کليو چې ترې بريدونه کيدل عمليات پيل کړي .

د خوګياڼي په خبره ، چې ددغو ناامنيو د له منځه وړلو په موخه يې  وخت په وخت اړوند وزاراتونو او په خاص ډول امنيت شورا ته  د دغو نا امنيو د رامنځته کېدو لاملونه او د حل لارې وړاندې کړي،چې په دې وروستيو کې به پرې عملي کارونه پيل شي او هيله مند دى ، چې ژر ميدان وردګ يو با امنه ولايت شي .