کابل (پژواک ٢٠غبرګولى ٩٢) : په ميدان وردګو کې که څه هم د پوهنې بهير د مخکې په پرتله په بې ساري توګه پرمختګ کړى ، خو د ښوونکو او ښوونځيو د ودانيو کموالى او په ځينو سيمو کې ناامنۍ اوس هم ددغه بهير پروړاندې ستر خنډونه دي.
ددغه ولايت د والي وياند عطاالله خوږياڼى وايي ، په ميدان وردګو کې ټول ٤٥٠ښوونځي او تعليمي مرکزونه فعال دي ، چې ١٧٢٨٩٢ تنه په کې په زده کړو بوخت دي او د ٤٧٢٩ ښوونکو له خوا ورته زده کړې ورکول کيږ ي ،چې ٣٤٥ښوونکې يې ښځينه دي.
د نوموړي په خبره ، چې په دې ښوونځيو کې  ١٩٢لومړني ، ١٠٦منځني ،١٠٩ لېسې ، ٢٧ديني مدرسې ، دارلحفاظونه،  ٩تخنيکي او مسلکي ښوونځي او ٧دارالمعلمينونه  شامل دي ، دغه راز په يو شمېر سيمو کې ١٢٢کليوالي ښوونځي  هم شتون لري، چې د سويډن او يونيسف ادارو له خوا حمايه کيږي .
دده د معلوماتو په اساس ، په دغه ولايت کې ١٣٩٥١٤ هلکان او ٤٤٧٩١نجونې په زده کړو بوخت دي ،خو اوس هم په دغه ولايت کې ٢٣١ ښوونځي لا ودانۍ نلري .
د خوږياڼي په وينا ، چې  په ميدان وردګو کې  يواځې د نجونو ٦٩ځانګړي ښوونځي شتون، چې د ښځينه ښوونکو له لوري ورته زده کړې ورکول کيږي .
دده په خبره ، چې په دغه ولايت کې يواځې په چک ولسوالۍ يو دارالعلوم د وسله والو له خوا بند دى ، نور ټول ښوونځي د زده کوونکو پروړاندې خلاص دي .
هغه وايي ، چې په دغه ولايت کې د تابش په نامه يو خصوصي پوهنتون وجود لري ، ٨٠محصلين په کې په زده کړو بوخت دي او دغه راز درې خصوصي ښوونځي هم په کې فعال دي ، چې ١٣٠٠ زده کوونکي په کې زده کړې کوي .
ستونزې :
د والي وياند عطالله خوږياڼى په ځينو سيمو کې ناامني او د ښوونکو کموالى ددغه ولايت د پوهنې د روان بهير پروړاندې خنډ بولي، خو له پوهنې سره ددغه ولايت د خلکو مينه او همکاري ستايي .
دده په خبره ، چې اوس هم ددغه ولايت پوهنيز بهير ٧٠٠ښوونکو په ځانګړې توګه ښځينه مسلکي ښوونکو ته اړتيا لري او دغه راز د يو شمېر ښوونځيو د ودانيو نشتوالى، د پوهنې رياست په بېلابېلو برخو کې د ظرفيتونو کمښت ، د کافي بوديجې نشتون او د پاکو اوبو ستونزې ، د پوهنې روان بهير ننګوي .
 
 ده وويل ، چې ددغه ولايت له ټولو ښوونځيو څخه وخت په وخت دولتي پلاوي نظارت کوي او په دې اړه چې ويل کيږي په ځينو سيمو کې ددولت وسله وال مخالفين د ښوونځيو نظارت کوي ؟ دغه ډول خبرې بې اساسه وبللې .
خلک :
 د سيداباد ولسوالۍ يوتن اوسېدونکى عبدالبصير وايي، چې ددغه ولايت خلک له ډير پخوا راهيسې له پوهنې سره ډيره مينه لري او همدا ددوى مينه ده ، چې ددغه ولايت خلکو تر يوه حده ځانونه رسولي او د ددولت په ګډون په زياترو موسيسو کې په ښو څوکيو دندې اجرا کوي.
دده وويل ، چې ددغه ولايت د خلکو ځمکې او جادېدونه ډير کم او وګړي يې زيات دي، چې د زده کړو له لارې خپل ژوند او اقتصاد تامين نکړي، نو په موجودو ځمکو يې ګوزاره نه کيږي.
نوموړى زياتوي، چې له اقتصادي پلوه پرته د علم زده کړه د لوى خداى او پيغمبر امر دى ، چې له امله يې د انسان ژوند خوشبخته کيږي او د ژوند ټول سهولتونه په علم رامنځته کيږي.
ده وويل ، چې ناامنيو ددوى او د پوهنې روان بهير ټکنى کړى او حتى دغه بهير يې بې کيفيته کړى دى. 
د داوود په نامه د دايميرداد ولسوالۍ يو اوسېدونکى وايي ، چې په دغه ولسوالۍ کې اوس هم ددوى يو شمېر ښوونځي ودانۍ نلري او د ډيرى ښوونکو تعليمي سويه هم ډيره ټيته ده او بله دا چې دغه ولسوالۍ د ياد ولايت لرې پرته ولسوالي ده او دولت له ښوونځيو څخه نظارت نلري .
د صبور په نامه د ميدان ښار يوتن اوسېدونکي وويل، چې کله کله ځينې ناپېژاند وسله وال د نجونو ښوونځيو ته د بنديدو ګواښ کوي او نجونې له وېرې سره مخ کوي ، خو بيا هم نجونې ښوونځيو ته ځي . 
زده کوونکي او ښوونکي :
محمدخالد دچک ولسوالۍ دالجهاد لېسې د لسم ټولګى زده کوونکى : زموږ دساينسي مضامينو ښوونکي کم دي ، يوه ښوونکي دکوم ساينسي مضمون په ساعت کې زده کوونکي يوه ټولګي ته راغونډوي او درس ورته وايي ، څه موده وړاندې يې دا غوښتنه هم کړې وه ،چې درياضياتو ښوونکي په کم معاش کار نه کړي ، تاسې بايد هر يو دمياشتې سل سل افغانۍ راټولې کړئ ، بيا دسيمې مشران ميدان ته لاړل ، چې دپوهنې رياست سره دغه ستونزه شريکه کړه ، خو نه يم خبر چې نتيجه يې څه شوه
عبدالرحمن دچک ولسوالۍ دجليل منځني ښوونځي ښوونکى وايي ، چې الحمدالله په چک ولسوالۍ کې دنا امنۍ سره سره يو تړلى ښوونځى هم نه شته ، کتابونه او نور درسي مواد يې هم په وخت ورسېږي ، خو يوه ستونزه د ودانيو په برخه کې ده ، چې ځينې ښوونځي يې نه لري او ځينې يې که لري ، خو احاطوي دېوالونه يې نه شته ، د څښلو داوبو اسانتيا نه لري ، چې شاګردانو ته ستونزه وي او هم د ښوونځي ودانۍ  خوندي نه وي .
د ايمل په نامه ددغه ولايت يو ښوونکى وايي ، چې له مخکې کلونو په دغه ولايت کې پوهنې ښه وده کړې ، خو ناامنۍ يواځنۍ ستونزه ده ، چې ددغه ولايت ښوونکي او زده کوونکي ورسره مخ دي ، که دغه ستونزه هواره شي ، نو ددغه ولايت خلکو ته به د پوهنې ښه زمينه برابره شي .
ددې ولايت يو زده کوونکى چې نه غواړي نوم يې واخيستل شي وايي ، چې په دغه ولايت کې ناامنيو او د وسله والو شتون د ښوونځيو پر بهير ناوړه اغېزه کړې ده .
ده وويل ، چې د ناامنو سيمو د ځينو ښوونځيو زده کوونکي وسله والو په خپلو ليکو کې ځاى کړي او په جګړو او ناامنيو کې ترې ګټه اخلي .
ده وويل ، چې کورنۍ بايد خپلو اولادونو ته ځېر وي ، داسې نه چې د ښوونځي د زده کوونکي پرځاى جګړه مار ترې جوړ شي .
روڼ اندي :
د عبدالقدير په نامه ددغه ولايت يو مخور وايي ، چې که نامنۍ نه واى نو ددغه ولايت د پوهنې روان بهير به تر خپل حده زيات پرمختګ کړى واى .
دى زياتوي ، چې ددغه ولايت خلک له زده کړو سره ډيره زياته مينه لري او په ډيرو سختو شرايطو کې هم له زده کړې مخ نه اړوي .
هغه زياتوي ، چې په تېرو لسو کلونو کې ددغه ولايت د پوهنې بهير د پام وړ وده کړې ، خو موجودو ناامنيو ددغه بهير پر کيفيت سيورى غوړولى او بې خونده کړى يې دي.
هغه له دولت څخه غواړي ، چې تر ټولو ډيره پاملرنه دې د نامنيو د له منځه وړلو لپاره وکړي ، ځکه ناامني د پوهنې په ګډون ټول پرمختګونه له خنډ او ځنډ سره مخ کوي .
د فاروق په نامه د پوهنې يو پخوانى تجربه کار ښوونکى وايي ، چې ددغه ولايت د پوهنې کميت د پام وړ وده کړې او ښوونځي د خلکو له غوښتنې سره سم زيات شوي ، خو کيفيت يې ځکه تر سوال لاندۍ دى ، چې يو  خو ناامني ده ، چې له ښوونځيو څخه په خپل وخت سم نظارت نه کيږي او بله دا چې يو شمېر مسلکي ښوونکو د لوړو معاشونو په موخه انجوګانو او موسيسو ته  مخه کړې ، چې له امله يې د ښوونې پر روان بهير اغېز کړى دى.
نوموړى وايي، چې ناامني نه وي ، نو د نورو سيمو تجربه لرونکي ښوونکي به هم زړه ښه کړي ، چې د منطقوي معاش په منلو سره ددغه ولايت په بېلابېلو ښوونځيو کې دندې واخلي او د پوهنې کيفيت ورسره ښه شي ، چې دغه کار شرايطو او وخت ته اړتيا لري .