Add new comment

په ګردېز کې د ښاروالۍ کارونکي د يو نوماند عکسونه لګوي

 
ګردېز(پژواک،٢٣کب٩٢):دپکتيا ښاروالۍ رياست کارکونکي ددې ولايت په بيلابيلو سيمو کې دولسمشرۍ کاندي زلمي رسول پوسټرې او عکسونه لګوي .
پژواک خبري اژانس د کب په ٢٣مه داسې عکسونه او ويډيي فلم ترلاسه کړى، چې ښيي ، ددغه ولايت د ښاروالۍ دکثافاتو دلېږد موټر،چې ټول دزلمي رسول له عکسونو څخه ډک دی  ددې رياست د کارکونکو  له خوا دکابل ګردېز په لويه لار دتېرې په کنډو کې عکسونه لګوي .
دښاروالۍ کارکونکي وايي ،چې دوی ته دنده ورکړل شوې ،چې په لويو لارو کې دغه عکسونه ولګوي خو نور ترې نه دي خبر .
ددې کارکونکو له ډلې څخه ېې يو تن ،چې نه غواړي نوم ېې واخيستل شي وايي ،چې په ښاروالۍ کې دځينو مامورينو له خوا دوی ته دنده ورکړل شوه ،چې دزلمي رسول عکسونه يوسي او په لويو لارو کې ېې ولګوي .
د تېرې کنډودپوستې  پوليس وايي، د ښاروالۍ کارکوونکي، چې دولتي موټر هم دی ورسره د زلمي رسول تصويرونه په عامه ځايونو او ښار په منځ کې لګوي خو په اړه يي څوک اقدام نشي کولي.
خو د ګردېز ښاروال، انجنير اغامحمد سيدي له دې څخه ناخبري ښي او وايي چې په دې اړه به وروسته معلومه شي، چې د چا له لوري د ښاروالي کارکوونکو ته لارښوونه شوي، چې د زلمي رسول عکسونه ولګوي .
نوموړی وايي اوس مهال دی په کابل کې دی کيدای شي ،چې دکثافاتو موټر له ښاره چاپه زوره بيولی وي او په کارکونکو ېې عکسونه لګولي وي .
له بلې خوا په پکتيا کې دټاکنو کميسون دشکاياتو کميسون استازی محمد بشيربهرام وايي څو ورځې وړاندې هم دخلکو له خو دشاروال په اړه دوی ته شکايت ورغلی وو ،چې په ولايت کې دزلمي رسول عکسونه لګوي خو دوی ېې دکره معلوماتو غوښتنه کړې وه.
دی وايي ،چې که چيرې داوسنی موضوع کره اسناد دوی ته ورکړل، شي نودوی به ېې ډير ژر دمرکزي کمېسيون اړوندې څانګې ته ورسوي .
خو د زلمي رسول د انتخاباتي ټيم د دفتر رييس ډاکټر سهاک پژواک ته وويل، چې په دې تړاو معلومات نلري، چې په پکتيا کې دې د دوى لپاره په دولتي امکانانو کمپاين شوى وى.
هغه وايي: ((موږ نه يو خبر، چې ښاروالۍ يا بل چا دې زموږ عکسونه لګولي وي.))
داپه داسې حال کې ده ،چې څو ورځې وړاندې په پکتيا کې دولسمشرۍ يو  شمير کانديدانو استازو په يوه غونډه کې دورته موضوع په اړه خبرې ناسته کړې وه.
 

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.