"جمعه خان همدرد امکانات دولتی را به نفع یک نامزد مشخص استفاده میکند"

 
ګردېز ( پژواک، ١٧ کب ٩٢ ) : په پکتيا د ولسمشرۍ د يو شمېر کانديدانو استازو د دې ولايت په والي جمعه خان همدرد نيوکه وکړه ، چې له خپل موقف او  دولتي امکاناتو ناوړه ګټه پورته کوي او د يو مشخص کانديد زلمي رسول په ګټه يې کاروي.
په دغه خبرې غونډه کې چې نن د کب په ١٧مه، په  ګردېز ښار کې جوړه شوې وه ، د ډاکټر اشرف غني احمدزي، ډاکټر عبدالله عبدالله ، عبدرب الرسول سياف ،قطب الدين هلال او د ولايتي شورا يو شمېراستازو او د دې ولايت قومي مخورواوځوانانو پکې  برخه اخيستې وه.
دوى په خپلو خبرو کې ادعا کوله، چې والي جمعه خان همدرد په ښکاره ډول د ولسمشرۍ له کانديد ډاکټر زلمي رسول څخه ملاتړ کوي او د دې ولايت په ولايتي اداره او ولسواليو کې د نوموړي په ګټه غونډې جوړوي.
د ډاکټر اشرف غني دکمپاين د دفتر استازي حاجي خواني جهاني وويل :((جمعه خان همدرد له دولتي څوکۍ څخه ناوړه ګټه اخلي او که چيرته زلمي رسول ته کمپاين کوي نوله دندې دې استعفا وکړي او د پکتيا ولس دې نور د شخصي ګټو نه قرباني کوي.))
نوموړي زياته کړه ، چې د ولسمشرۍ د ټاکنيزو کمپاينونو استازو له ولسمشر حامد کرزي څخه غوښتنه وکړه، چې په لوی لاس دې ټاکنو کې درغليو ته زمينه سازي نه کوي .
ضياالدين دلدار ،چې په دې خبري غونډه کې يې د ډاکټر عبدالله په استازيتوب خبرې کولې ، وويل چې که  دولتي چارواکي دا ډول کړنو ته دوام ورکړي، نو د ټاکنو شفافيت به له پوښتنې سره مخامخ شي او هم به دخلکو رايو ته بې احترامي وشي .
د هغه په وينا، که جمعه خان همدرد د زلمي رسول له ملاتړ څخه لاس ونه خلي او يا استعفا ورنکړي په لاريونونو به لاس پورې کړي.
خو د والي وياند روح الله سمون د ټېلېفون په ليکه پژواک اژانس ته وويل،چې دوی د هېڅ يوه کانديد څخه ملاتړ نه دی کړی او نه هم داسې شوي ،چې د ولايت له دولتي امکاناتو څخه دې کار اخيستل شوی وي .
د پکتيا پر والي جمعه خان همدرد دغه نيوکې وروسته له هغې زياتې شوې ،چې د کانديدانو داستازو په خبره وړمه ورځ يې د ولايت په مقام کې د زلمي رسول په پلوۍ غونډه جوړه کړې وه او هم يې له ولسوالانو سره په همدې اړه خبرې کړې وې .
تېره ورځ هم دګردېز په ښار کې په يوه غونډه کې ،چې دټاکنو دعامه پوهاوي په موخه جوړه شوې وه دټاکنو پر کمېسيون خلکو نيوکه وکړه ،چې دپکتيا والي جمعه خان همدرد په ښکاره ډول زلمي رسول ته کار کوي .
ټاکل شوې ده، چې د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو ټاکنې د ١٣٩٣ لمريز کال د وري په ١٦مه، ترسره شي.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.