By: عزيز الله همدرد , Date:25/02/2020
کابل (پژواک،۶ کب ۹۸): د چارو شنونکي د ولسمشر غني د لوړې مراسمو ترسره کول بیړني او د هېواد د نافذه قانون خلاف ګڼي. ټاکنو کمېسیون د روان کال د سلواغې په ۲۹ مه محمد اشرف غني د ۵۰،۶۴ سلنه رایو په ترلاسه کولو د تېرو ولس... پاتی برخه
By: جاويد هميم کاکر , Date:25/02/2020
کابل (پژواک، ۶ کب ۹۸) : دامریکا د بهرنیو چارو وزارت له افغان حکومت څخه مننه کړې چې د ولسمشر غني د لوړې مراسم یې ځنډولي دي. د بهرنیو چارو وزارت لخوا د افغان ولسمشریزو ټاکنو په اړه له هیلو بر خلاف په ځنډ سره نن د کب... پاتی برخه
By: عزيز الله همدرد , Date:24/02/2020
کابل (پژواک، ۵ کب ۹۸): استاد عبدرب الرسول سیاف او مخکيني ولسمشر حامد کرزي د ارګ او سپېدار ماڼۍ ترمنځ د ټاکنیزو جنجالونو د حل لپاره له غني او عبدالله سره خبرې کړې دي. له ارګ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمش... پاتی برخه

کابل (پژواک ١٤ غويى ٩٢): ولسي جرګې پرېکړه وکړه ، چې افغانستان د کوچيانو لپاره په لسو ټاکنيزو حوزو ووېشل شي  ، خو د جرګې ځينې غړي دغه پرېکړه عادلانه نه بولي.
د ټاکنو قانون په طرحه کې د ولسي جرګې له خوا د دې موضوع تصويب وروستۍ پرېکړه نه ده، ځکه چې  د اساسي قانون له مخې، د قانون مسوده د ولسي جرګې تر تصويب وروسته د تاييد لپاره مشرانو جرګې ته استول کيږي او د ولسمشر تر توشېح وروسته د قانون بڼه غوره کوي.
په تېره شاوخوا يوه لسيزه کې د ملي شورا دوه ځله ټاکنې د تقنيني فرمان له مخې تر سره شوې او په دې ټاکنو کې د کوچيانو لپاره ټول افغانستان يوه ټاکنيزه حوزه و.

کابل (پژواک ١٢ غويى ٩٢): د ايساف ځواکونو عمومي قوماندان اعلان وکړ، چې اوسمهال افغان ځواکونه پياوړي شوي او د راتلونکو ټولټاکنو امنيت په خپلواکه او ښه توګه ساتلى شي.
 په افغانستان کې د ايساف ځواکونو عمومي قوماندان جنرال جوزف ډنفورډ، چې نن په کابل کې د ايساف د ګډې قوماندانۍ مشرتابه بدلولو په مراسمو کې خبرې کولې وويل، چې څو کاله وړاندې د افغانستان امنيت خراب و، خو اوس شرايطو بدلون کړى او امنيت د ښه والي پر لور روان دى.

کابل (پژواک ١٠ غويى ٩٢): د مشرانو جرګې ځينې غړي وايي، ولسمشر حامد کرزى بايد له "سى اى اې" څخه د پيسو اخيستو په اړه ملي شورا او خلکو ته معلومات ورکړي.
د مشرانو جرګې يو شمېر غړي دغه څرګندونې د نيويارک ټايمز د هغه راپور تر څپرېدو وروسته کوي، چې د امريکا استخباراتي ادارې"سى اى اې" د ولسمشر کرزي دفتر ته په تېرو لسو کلونو کې ميليونونه ډالر ورکړي دي.
حامد کرزي په دې اړه پرون په فنلنډ کې د يوې خبري غونډې پر مهال ويلي، چې د افغانستان له ملي امنيت شورا سره امريکا مرستې کړې، خو دومره نه دي، لکه څومره چې نيويارک ټايمز په خپل راپور کې ويلي دي.

کابل (پژواک ١٠ غويى ٩٢): د سياسي ګوندونو او اېتلافونو د همکارۍ شورا وايي، چې د ټاکنو کمېسيون د واکونو او تشکيلاتو قانون ولسمشر کرزى نه توشېح کوي او غواړي، چې دا ځل هم ټاکنې د تقنيني فرمان له مخې ترسره شي.

کابل (پژواک ١١ غويى ٩٢): ولسي جرګې د کورنيو چارو د وزير غلام مجتبى پتنګ د استيضاح کولو پرېکړه وکړه.
د ولسي جرګې غړو ځکه نن د وزير د استيضاح پرېکړه وکړه، چې پتنګ د استجواب لپاره جرګې ته نه دى حاضر شوى.
د ولسي جرګې غړو د غويي په ٤مه پرېکړه کړې وه، چې د کورنيو چارو وزير غلام مجتبى پتنګ بايد د دوشنبې په ورځ جرګې ته د استجواب لپاره حاضر شي.
ولسي جرګې وروسته له هغه پتنګ ته د استجواب بلنه ورکړه، چې د ملي امنيت شورا په ناسته کې يې ويلي وو، چې د تېر کال د مرغومي مياشتې له پيله تر اوسه ٣٢ ځلې ولسي جرګې او ١٤ ځلې مشرانو جرګې ته ورغوښتل شوى دى.

کابل (پژواک ٩ غويى ٩٢): ولسي جرګې د ټاکنو د وروستيو پايلو داعلان واک د ټاکنو خپلواک کمېسيون ته ورکړ او پرېکړه يې وکړه ، چې هر ولايت بايد يوه ټاکنيزه حوزه و. د ټاکنو قانون دغه طرحه د ١٧ فصلونو او ٦٧ مادو درلودونکې ده، چې د تېر کال په مرغومي مياشت کې د حکومت له خوا ولسي جرګې ته وړاندې شوه. د يادې مسودې د څلورمې مادې شلمه فقره او د اوومې مادې لسمه فقره نن د بحث او تصويب لپاره د يادې جرګې د تقنين کمېسيون له لوري د جرګې عمومي غونډې ته وړاندې شوه.

کابل (پژواک ٤ غويى ٩٢): ولسي جرګې د ټاکنوقانون په مسوده کې د محکمې له لوري د ټاکنيزو شکايتونو څېړل رد او دغه واک يې د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون ته ورکړ. د ټاکنو قانون دغه طرحه د ١٧ فصلونو او ٦٧ مادو درلودونکې ده، چې د تېر کال په مرغومي مياشت کې د حکومت له خوا ولسي جرګې ته وړاندې شوه. د يادې مسودې د څلورمې مادې درې فقرې نن د بحث او تصويب لپاره د يادې جرګې د تقنين کمېسيون له لوري د جرګې عمومې غونډې ته وړاندې شوه. د ولسي جرګې د تقنين د کمېسيون رييس قاضي نذير احمد حنفي وويل، د دې طرحې په څلورمه ماده کې حکومت د ټاکنيزو شکايتونو د څېړلو واک د ټاکنيزو شکايتونو محکمې ته ورکړى دى.

Pages

ټاکنیز خبرونه

By: جاويد هميم... , Date:25/02/2020

امریکا: په افغانستان کې د موازي بنسټونو له جوړولو دې...

کابل (پژواک، ۶ کب ۹۸) : دامریکا د بهرنیو چارو وزارت له افغان حکومت څخه مننه کړ... پاتی برخه

سرغړونې

By: عزيز الله... , Date:19/02/2020

ډاکټر عبدالله د ټاکنیزو کمېسیونونو کمېشنران ممنوع الخ...

کابل (پژواک، ۳۰ سلواغه ۹۸): د ملي یووالي حکومت اجرایه رییس ډاکتر عبدالله عبدال... پاتی برخه

ګوندونه

By: عزيز الله... , Date:19/02/2019

سیاسي ګوندونو د ټاکنیزو کمېسیونونو د تخنیکي برخې د مس...

کابل (پژواک، ۳۰ سلواغه ۹۷): سیاسي ګوندونه او جریانونه د ټاکنیزو کمېسیونونو د غ... پاتی برخه

د ولايتي شوراګانو

معطلى در تذکرۀ الکترونيکى به ضرر مردم و انتخابات است
By: گل محمد تن... , Date:17/09/2015

د برېښنايي تذکرو ځ...

کابل (پژواک، ٢٦ سنبله ٩٤): د بدخشان ولايتي شورا، د برېښنايي تذکرو په وېش که ځن... پاتی برخه

ملي شورا

By: خواجه بصير... , Date:29/04/2019

«د شورا د پرانیستې په ورځ د ولسي جرګې د څلورو ټاکنیزو...

  کابل (پژواک،۹ غویی ۹۸): فیفا د ملي شورا په مراسمو کې له باور لیکونو پرت... پاتی برخه

مرکې

By: عزيز الله... , Date:01/09/2019
کابل(پژواک،۱۰ وږی ۹۸): د ټاکنو خپلواک کمېسیون په بریالي ډول د هېواد پنځو ولایت... پاتی برخه

ټاکنيزې مبارزې

By: د اشرف غني او فرامرز... , Date:08/12/2019

د اشرف غني او فرامرز تمنا ټاکنیزو ټېمونو ايتلاف وکړ

کابل (پژواک، ١٧ لېندۍ ٩٨): د محمد اشرف غني په مشرۍ دولت جوړوونکي ټېم او د فرام... پاتی برخه