Add new comment

Senators see no need for early PC polls

کابل (پژواک ١٠ غويى ٩٢): د مشرانو جرګې ځينې غړي وايي، ولسمشر حامد کرزى بايد له "سى اى اې" څخه د پيسو اخيستو په اړه ملي شورا او خلکو ته معلومات ورکړي.
د مشرانو جرګې يو شمېر غړي دغه څرګندونې د نيويارک ټايمز د هغه راپور تر څپرېدو وروسته کوي، چې د امريکا استخباراتي ادارې"سى اى اې" د ولسمشر کرزي دفتر ته په تېرو لسو کلونو کې ميليونونه ډالر ورکړي دي.
حامد کرزي په دې اړه پرون په فنلنډ کې د يوې خبري غونډې پر مهال ويلي، چې د افغانستان له ملي امنيت شورا سره امريکا مرستې کړې، خو دومره نه دي، لکه څومره چې نيويارک ټايمز په خپل راپور کې ويلي دي.
 کرزي ويلي: ((دا مرستې د ځينو موخو، د بېلګې په توګه عملياتي، د ناروغانو او ټپيانو درملنه، د دفترونو کرايې او د ځينو نورو کارونو لپاره لګول شوې دي.))
خو د مشرانو جرګې په نننۍ عمومي غونډه کې د ډايکندي استازي علي اکبر جمشيدي وويل، چې د بهرنيو هېوادونو له استخباراتي ادارو څخه پيسې ترلاسه کول غيرقانوني کار دى.
د هغه په وينا، حکومت چې له هرې بهرنۍ سرچينې پيسې ترلاسه کوي، بايد ملي شورا يې په اړه معلومات ولري.
د جمشيدي په وينا، ولسمشرۍ ماڼۍ چې کومې پيسې د امريکا له استخباراتي ادارې ترلاسه کړې، په اړه يې بايد ملي شورا ته ځواب ورکړي.
په ياده جرګه کې د پنجشېر استازې ليلما احمدي هم وايي، چې له يادې استخباراتي ادارې څخه د پيسو د اخيستو په اړه بايد ولسمشر ملت او د ملت استازو ته معلومات ورکړي.
دې زياته کړه، چې حکومت بايد د هغو کسانو نومونه هم افشا کړي، چې له بهرنيو هېوادونو، اشخاصو او يا هم ډلو څخه يې پيسې ترلاسه کړې دي.
په ياده جرګه کې د باميانو استازي هدايت الله رهايي وويل: ((د دغه شان پيسو لاسته راوړل د افغانستان لپاره لوى توهين دى او چا چې دا پيسې ترلاسه کړې لوى خيانت يې کړى دى.))
رهايي او په ياده جرګه کې د کندهار استازي بسم الله افغانمل هم ټينګار کاوه، چې ولسمشر بايد د يادو پيسو په اړه ملت ته ځواب ورکړي.
خو د غونډې په پاى کې د مشرانو جرګې مشر فضل هادي مسلميار وويل، چې يواځې ولسمشرۍ ماڼې نه بلکې نورو اشخاصو او ډلو هم له بهرنيو هېوادونو په بېلابېلو نومونو پيسې ترلاسه کړې دي.
ده ونه ويل، چې نورې پيسې کومو سرچينو ترلاسه کړې دي.
خو دى د نيويارک ټايمز د راپور په اړه وايي: ((اوس مهال د افغانستان او امريکا ترمنځ امنيتي تړون تر بحث لاندې دى او د دغه تړون د چارو د ژر ترسره کېدو په خاطر دغه مسئله راپورته شوې ده.))
د ده په وينا، امريکا او يا هم نور هېوادونه په ځينو وختونو کې خپلو موخو ته د رسېدو لپاره ځيني هغه موضوعات راپورته کوي، چې د ملت اذهان بلې خوا ته واړوي.
هغه د مشرانو جرګې له غړو غوښتنه وکړه، چې په دې موضوع کې ډېر جدي ونه اوسي ځکه چې د افغانستان شاوخوا نيمايي عادي بوديجه او ټوله پراختيايي بودجه له بهرنيو مرستو تمويليږي.
هغه وايي: ((دا زموږ او ستاسو معاشونه له کومه راځي، دا ټول له بيرون نه راځي.))
خو د هغه په وينا، دا د ولسمشر دنده ده، چې د يادو پيسو په اړه وضاحت ورکړي.

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.