Afghan forces can ensure poll security: Dunford

کابل (پژواک ١٢ غويى ٩٢): د ايساف ځواکونو عمومي قوماندان اعلان وکړ، چې اوسمهال افغان ځواکونه پياوړي شوي او د راتلونکو ټولټاکنو امنيت په خپلواکه او ښه توګه ساتلى شي.
 په افغانستان کې د ايساف ځواکونو عمومي قوماندان جنرال جوزف ډنفورډ، چې نن په کابل کې د ايساف د ګډې قوماندانۍ مشرتابه بدلولو په مراسمو کې خبرې کولې وويل، چې څو کاله وړاندې د افغانستان امنيت خراب و، خو اوس شرايطو بدلون کړى او امنيت د ښه والي پر لور روان دى.
هغه زياته کړه: داسې پوښتنې مطرح کېږي، چې ايا افغان ځواکونه به په خپلواکه توګه امنيت ټينګ کړي او يا به په خپلواکه توګه خپل عمليات تر سره او راتلونکو ټاکنو ته به د ارامه فضا برابره کړي؟
د ايساف عمومي قوماندان څرګنده کړه، چې افغان ځواکونه له ښې وړتيا څخه برخمن دي او د خپلواکو ټاکنو د تر سره کولو په ګډون په دې ټولو برخو کې ښه ځلېدلى شي.
ټاکل شوې، چې د ولايتي شوراګانو او ولسمشريزې ټاکنې د ١٣٩٣ کال په وري مياشت کې تر سره شي.
 له بهرنيو ځواکونو څخه افغان ځواکونو ته د امنيت لېږد پروسه، د ١٣٩٠ کال په چنګاښ مياشت کې پيل شوې، چې تر اوسه يې په څو پړاونو کې د هيواد د ٨٠ سلنې خاورې د امنيت مسووليت پر غاړه اخيستى او هيله ده، چې دغه لړۍ د روان زيږديز کال په نيمايي کې بشپړه شي.
د ايساف عمومي قوماندان وويل، چې د پنځوسو هيوادونو سرتيرو له ټولو شته ستونزو او خنډونو سره سره له افغان ځواکونو سره يو ځاى د دوښمن پر وړاندې مبارزه کړې او ډېرې لاس ته راوړنې او برياوې يې هم تر لاسه کړې، چې د دغو برياوو يواځينى لامل د ګډو هڅو او زحمتونو پايله ده.
جنرال ډانفورډ په خپلو خبرو کې افغان ځواکونو ته وويل: " موږ په دې باور لرو، چې تاسو سوله او امن ټينګولى شى او خلک له طالبانو ژغورلى شى."
هغه د لا ډېرو برياوو غوښتنه وکړه او د افغانستان باثباته راتلونکي ته يې هيله وښوده.
د افغان او ايساف ګډو مراسمو په ترڅ کې د ايساف د ګډې قوماندانۍ مشرتوب ) international Security Assistance Force Joint Commande (  له جنرال جيمزتيري (James Terry) څخه جنرال مارک ميلي (Mark A .Malley) ته وسپارل شو.
جنرال جيمزتيري د خپلې دندې سپارلو په مراسمو کې وويل، چې په افغانستان کې امنيتي حالت مخ په ښه کېدو روان دى او دغه هيواد به بيا د ١٩٩٠ کلونو جګړو ته ستون نه شي.
هغه، افغان ځواکونه د خلکو يواځيني ساتونکي وبلل او زياته يې کړه: " افغان ځواکونه به په دغه مبارزه کې له لږ ستونزو سره مخ شي او له هغو سره بايد مبارزه وکړي او په دغه کار کې به موږ له تاسو سره يو."
د ايساف دغه پخواني قوماندان وويل، چې ايساف به له افغان ځواکونو سره د سياسي پروسې په لېږد کې همکاري وکړي.
جنرال ميلي هم وويل، چې افغانستان د پرمختګ او پراختيا پر لور روان دى او په دغه هيواد کې د تېرو دولسو کلونو په موده کې په بېلابېلو برخو کې ډېر پرمختګ شوى دى.
هغه په دې ټينګار وکړ، چې افغانان به په اوسنۍ مبارزه کې بريالي شي او ايساف به د دغې مبارزې تر پايه له افغان ځواکونو سره څنګ پر څنګ ولاړ وي او له دوى سره به مرسته کوي.
دغه نوي قوماندان وويل، افغانستان د تېرو کلونو په جګړو کې په يوه کنډواله بدل شوى، پوليس، پوځ، روغتيايي خدمتونه نه تر سترګو کېدل سړکونه، کلي او هر څه ويجاړ وو، خو د جګړو له کلونو او د طالبانو د پنځه کلنې ديکتاتورۍ وروسته، افغانانو يو ځل بيا په ٢٠٠١ کال کې د بيارغونې او د هيواد تدريجي جوړونې هوډ وکړ.
هغه زياته کړه: " دغه ورانى د طالبانو، القاعده، ګلبدين حکمتيار او نورو ډلو ميراث و، چې د هيواد له ړنګولو پرته د پرمختيا او ابادلو په اړه هيڅ فکر نشي کولى."
 جنرال مارک ميلي ګواښ وکړ، چې د دغو ډلو برخليک له ناکامۍ او ماتې سره مخ دى او افغانان به هيڅکله دوى ته د بيا راتلو اجازه ورنکړي.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.