By: عزيز الله همدرد , Date:25/02/2020
کابل (پژواک،۶ کب ۹۸): د چارو شنونکي د ولسمشر غني د لوړې مراسمو ترسره کول بیړني او د هېواد د نافذه قانون خلاف ګڼي. ټاکنو کمېسیون د روان کال د سلواغې په ۲۹ مه محمد اشرف غني د ۵۰،۶۴ سلنه رایو په ترلاسه کولو د تېرو ولس... پاتی برخه
By: جاويد هميم کاکر , Date:25/02/2020
کابل (پژواک، ۶ کب ۹۸) : دامریکا د بهرنیو چارو وزارت له افغان حکومت څخه مننه کړې چې د ولسمشر غني د لوړې مراسم یې ځنډولي دي. د بهرنیو چارو وزارت لخوا د افغان ولسمشریزو ټاکنو په اړه له هیلو بر خلاف په ځنډ سره نن د کب... پاتی برخه
By: عزيز الله همدرد , Date:24/02/2020
کابل (پژواک، ۵ کب ۹۸): استاد عبدرب الرسول سیاف او مخکيني ولسمشر حامد کرزي د ارګ او سپېدار ماڼۍ ترمنځ د ټاکنیزو جنجالونو د حل لپاره له غني او عبدالله سره خبرې کړې دي. له ارګ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمش... پاتی برخه

کابل (پژواک ٦ غبرګولى ٩٢): د ولسي جرګې غړو د بندو دروازو تر شا د هېواد پر امنيتي حالاتو او د دې جرګې او ولسمشرۍ ترمنځ پر اړيکو خبرې وکړې.
د ولسي جرګې د نننۍ غونډې په علني برخه کې په دې جرګه کې د کندهار استازي حميدزي لالي وويل، چې په دې وروستيو کې په هېواد کې امنيتي حالات خراب شوي دي.
د هغه په وينا، تر هغو چې له ارګ څخه د پاکستان او ايران جاسوسان نه وي لري شوي په هېواد کې امنيتي حالات کابو کېداى نه شي.

کابل (پژواک ٥غويى ٩٢) : د ټاکنو خپلواک کمېسيون اعلان وکړ، چې د راتلونکو ولسمشريزو او ولايتي شوراګانو د ټاکنو لپاره د رايې ورکوونکو د نوم ليکنې پروسه نن د هېواد په کچه په رسمي ډول پيل شوه.
د ټاکنو د خپلواک کمېسيون وياند نورمحمد نور په نننۍ خبري غونډه کې وويل، چې دغه پروسه نن سهار اته بجې په کابل او د ولايتونو په مرکزونو کې پيل شوې ده.
هغه زياته کړه، ټاکل شوې په ټوله کې په شرايط برابرو څلور ميليون وګړو ته د رايې ورکونې کارتونه ووېشل شي.

کابل (پژواک ٥ غبرګولى ٩٢): د ښاري پراختيا وزير وايي، چې د ټولو ولايتونو مرکزونو او ځينو ولسواليو ته ماسټرپلانونه جوړ شوي، خو د ځمکو غصب يې د پلي کولو په برخه کې خنډونه جوړوي.
خو د هغه په وينا، دغه وزارت د ځمکو د غصب د مخنيوي لپاره يوه تګلاره جوړه کړې، چې په تصويب سره به يې د ځمکو د غصب پر وړاندې د دغه وزارت د مبارزې څرنګوالى څرګند شي.
د ښاري پراختيا وزير حسن عبداللهي او د کابل ښاروال محمديونس نواندېش نن د مشرانو جرګې غونډې ته وربلل شوي وو، تر څو د ښاري ماسټر پلانونو په اړه معلومات ورکړي.

کابل (پژواک ٤ غبرګولى ٩٢): په قانون کې د "پوهنتون او دانشګاه او پوهنځي او دانشکدې" کلمو د کارولو په اړه نن بيا په ولسي جرګه کې بې پايلې بحثونه وشول او پر سر يې د جرګې دوو ښځينه غړو فزيکي شخړه وکړه.
د عدليې وزارت شاوخوا ٧ کاله وړاندې د لوړو زده کړو قانون مسوده د تصويب په موخه ولسي جرګې ته وړاندې کړه.
په تېرو څو کلونو کې څو ځلې د ولسي جرګې په غونډو کې پر دې طرحه بحث شوى، خو هر ځل په اختلافي توکو د بحث په لړ کې د جرګې د ځينو غړو تر منځ لفظي او څو ځلې فزيکي شخړې شوې دي.
د جرګې يو شمېر غړي ټينګار کوي چې په دري ژبه بايد پوهنتون ته دانشګاه او پوهنځي ته دانشکده وويل شي.

  کابل(پژواک ٤ غبرګولى ٩٢): دکورنيو چارو وزارت اعلان وکړ، چې افغان امنيتي ځواکونه د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو د راتلونکو ټولټاکنو لپاره د رايې ورکوونکو پروسې د امنيت خوندي کولو لپاره پوره چمتووالى لري او په دې برخه کې بايد اندېښنه ونه شي .
 تېره اونۍ د ټاکنو خپلواک کمېسيون د ولسمشرۍ دټولټاکنو او رايې ورکوونکو لپاره دکارتونو وېش پروسې له امنيت څخه اندېښنه ښودلې ده .د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو   لپاره د نوم ورکوونکو دنوم ليکنې پروسه سبا ته ( غبرګولى ٥ مه ) پيلېږي .
 ټاکل شوې ، چې په دغه پروسه کې د رايې ورکولو په شرايطو برابرو څلورميليونه کسانو ته د رايې کارتونه ورکړل شي .

کابل (پژواک، د غبرګولي لومړۍ نېټه ٩٢): ولسي جرګې د ټاکنو د قانون طرحه، چې حکومت تېر کال په مرغومي مياشت کې ور استولې وه، له يو لړ بدلونونو سره د رايو په اکثريت تصويب کړه.
 نن دې طرحې ته د ولسي جرګې په عمومي غونډه کې له حاضرو ١٣٦ تنو څخه ١٠١ يې د تصويب لپاره موافقه رايه ورکړه.
د ټاکنو قانون دغه طرحه په ١٧ فصلونو کې جوړه شوې او ٦٧ مادې لري.
په دې طرحه کې حکومت د ټاکنو د سيستم په اړه وړانديز کړى و، چې د پخوا په څېر دې د نه لېږدېدونکې يوې رايې ټاکنيز سيستم (SNTV ) وي، چې دغه وړانديز د ولسي جرګې له لوري هم ومنل شو.

Pages

ټاکنیز خبرونه

By: جاويد هميم... , Date:25/02/2020

امریکا: په افغانستان کې د موازي بنسټونو له جوړولو دې...

کابل (پژواک، ۶ کب ۹۸) : دامریکا د بهرنیو چارو وزارت له افغان حکومت څخه مننه کړ... پاتی برخه

سرغړونې

By: عزيز الله... , Date:19/02/2020

ډاکټر عبدالله د ټاکنیزو کمېسیونونو کمېشنران ممنوع الخ...

کابل (پژواک، ۳۰ سلواغه ۹۸): د ملي یووالي حکومت اجرایه رییس ډاکتر عبدالله عبدال... پاتی برخه

ګوندونه

By: عزيز الله... , Date:19/02/2019

سیاسي ګوندونو د ټاکنیزو کمېسیونونو د تخنیکي برخې د مس...

کابل (پژواک، ۳۰ سلواغه ۹۷): سیاسي ګوندونه او جریانونه د ټاکنیزو کمېسیونونو د غ... پاتی برخه

د ولايتي شوراګانو

معطلى در تذکرۀ الکترونيکى به ضرر مردم و انتخابات است
By: گل محمد تن... , Date:17/09/2015

د برېښنايي تذکرو ځ...

کابل (پژواک، ٢٦ سنبله ٩٤): د بدخشان ولايتي شورا، د برېښنايي تذکرو په وېش که ځن... پاتی برخه

ملي شورا

By: خواجه بصير... , Date:29/04/2019

«د شورا د پرانیستې په ورځ د ولسي جرګې د څلورو ټاکنیزو...

  کابل (پژواک،۹ غویی ۹۸): فیفا د ملي شورا په مراسمو کې له باور لیکونو پرت... پاتی برخه

مرکې

By: عزيز الله... , Date:01/09/2019
کابل(پژواک،۱۰ وږی ۹۸): د ټاکنو خپلواک کمېسیون په بریالي ډول د هېواد پنځو ولایت... پاتی برخه

ټاکنيزې مبارزې

By: د اشرف غني او فرامرز... , Date:08/12/2019

د اشرف غني او فرامرز تمنا ټاکنیزو ټېمونو ايتلاف وکړ

کابل (پژواک، ١٧ لېندۍ ٩٨): د محمد اشرف غني په مشرۍ دولت جوړوونکي ټېم او د فرام... پاتی برخه