Fair polls to be happiest day in my life: Karzai

کابل (پژواک ١٥ مرغومى ٩٢): ولسمشر حامد کرزي د ولسمشرۍ له ټولو کانديدانو سره د کتنې په ترڅ کې ويلي، چې په ښه توګه د ټاکنو ترسره کېدل به د ده د ژوند تر ټولو ښه ورځ وي.
د ولسمشرۍ له مطبوعاتي دفتر څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ولسمشر حامد کرزي د مرغومي په ١٥مه، ارګ کې د ولسمشرۍ له يوولسو کانديدانو او د هغوى له مرستيالانو سره وکتل.
د ولسمشرۍ راتلونکو ټاکنو ته د ولسي جرګې پخوانی غړی او جهادي مشر عبدالرب رسول سياف، د امنيتي لېږد بهير پخوانی مشر اشرف غني احمدزی، د ملي ايتلاف مشر عبدالله عبدالله، د ولسمشر حامد کرزي ورور قيوم کرزی، د ننګرهار پخوانی والي ګل اغا شېرزی، پخوانی مشر وزير هدايت امين ارسلا، د افغانستان د دفاع پخوانی وزير عبدالرحيم وردګ، د افغانستان د بهرنيو چارو پخوانی وزير زلمی رسول، د اسلامي حزب يو غړی قطب الدين هلال، د سردار محمد داود د ورور لمسی سردار محمد نعيم شامل دي.
خبرپاڼه ليکي، چې په دې ناسته کې د ولسمشرۍ پر کانديدانو او د هغوى پر مرستيالانو سربېره د ټاکنو د خپلواک کميسيون او د ټاکنو د شکايتونو د کميسيون رييسانو او غړو او د دارالانشاء رييسانو، د ملي دفاع او کورنيو چارو وزيرانو، د ملي امنيت رييس او د ملي امنيت سلاکار هم شتون درلود.
په خبرپاڼه کې زياته شوې، چې کرزي د دغې کتنې برخه والو ته وويل، چې په هېواد کې د رڼو ټاکنو ترسره کېدل به د افغانستان د ملت لپاره ستر برياليتوب وي.
ده ويلي: "زما د ژوند تر ټولو ښه ورځ به هغه وي، چې په افغانستان کې د جمهوري رياست انتخابات په ښه ډول ترسره شوي وي او د هېواد چارې نوي جمهور رييس ته په برياليتوب سره انتقال شي."
د خبرپاڼې په حواله، په دې کتنه کې د ولسمشرۍ يوولسو کانديدانو خپل نظريات او اندېښنې هم بيان کړې. دوى د رڼو او امنو انتخاباتو د ترسره کېدو او په هغو کې د حکومتي چارواکو پر بې پلوۍ باندې ټينګار کړى دى.
هغوى د تېرې يوې لسيزې د برياليتوبونو په ساتنې او د دغوکاميابيو په لاپياوړي کولو باندې د ټينګار په ترڅ کې ويلي، چې ټول کانديدان بايد د هېواد له ملي يووالي څخه ساتنه وکړي.
دوى همداراز زياته کړې، چې د ولسمشرۍ د کانديدانو کمپاين بايد په يوه اخلاقي حريم کې ترسره شي.
د سرچينې په وينا، په دغې ناسته کې د ټاکنو د خپلواک کمېسيون او د ټاکنو د شکايتونو د خپلواک کمېسيون رييسانو ولسمشر کرزي او کانديدانو ته ډاډ ورکړ، چې د ښو او رڼو ټاکنو د ترسره کېدو لپاره به په پوره بې پلوۍ کار وکړي.
د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، ولسمشر کرزي په دې ناسته کې ويلي، چې حکومت به په ټول قوت سره زيار وباسي، چې ټاکنې په بشپړې بې پلوۍ او په شفافه توګه ترسره شي.
نوموړي د ولسمشرۍ له کانديدانو غوښتي، چې په ۱۳۹۳ لمريز کال کې د رڼو او برياليو ټاکنو د ترسره کېدو او په هغو کې د حکومتي چارواکو د لاسوهنې د مخنيوي لپاره خپله ګډه طرحه د انتخاباتو د کميسيون له لارې په ليکلې بڼه د جمهوري رياست مقام ته وړاندې کړي.
ولسمشر د دې په ترڅ کې چې د ټاکنو د بهير لپاره يې د امنيت ټينګښت مهم وباله، څرګنده يې کړه، چې د ملي دفاع وزارت له چارواکو او جنرالانو سره په هغې کتنه کې چې نن يې په ارګ کې درلوده، ده ته ډاډ ورکړل شو، چې افغان امنيتي ځواکونه کولاى شي د انتخاباتو امنيت په ښه ډول تامين کړي.
حامدکرزي ويلي، چې افغان امنيتي ځواکونه د رڼو ټاکنو د ترسره کېدو لپاره پوره چمتووالى لري.
تمه ده چې د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو ټاکنې د ۱۳۹۳ لمريز کال د وري په ۱۶مه ترسره شي.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.