کابل (پژواک، ١٧ لېندۍ ٩٨): د محمد اشرف غني په مشرۍ دولت جوړوونکي ټېم او د فرامرز تمنا په مشرۍ د تدبیر او پراختیا ټاکنیز ټېم د ګډو موخو ترلاسه کولو لپاره ايتلاف وکړ.
دغه مطلب د دولت جوړوونکي ټېم له خوا رسنیو ته په استول شوې خبرپاڼه کې راغلی دی.
په خبرپاڼه کې راغلي، له شک پرته د افغانستان د پرمختګ او پراختیا په بهیر کې باید ټول شخصیتونه او سیاسي جریانونه خپل رول ترسره کړي او د هېواد د پرمختګ لپاره باید هېڅ اراده او عزم کم ونه ګڼي.
سرچینې لیکلي، ټولو ته واضح ده چې د اشرف غني په مشرۍ  دولت جوړوونکي ټېم او د فرامرز تمنا په مشرۍ د تدبیر او توسعې ټېمونه ګډ پروګرامونه لري او د یوه پرمختللي، امن او روښانه افغانستان لپاره چې ټول اوسېدونکي یې تل پاتې ازادۍ او ارامۍ ته مساوي لاسرسی ولري هڅه کوي.
په خبرپاڼه کې راغلي، دواړه ټيمونه پر دې باور دي چې د امنیت تامین، پراختیا، له بې وزلۍ سره مبارزه، د ارامۍ ټينګښت نه یوازې د یوه کس یا ډلې دنده نه ده، بلکې یو کس یا ډله په یوازې ځان نه شي کولای افغانستان د رڼا او پراختیا لوري ته هدایت کړي؛ نو ځکه دا د ډلو او بېلابېلو جریانونو دنده ده چې د یوه ازاد، ودان او سرلوړي افغانستان لپاره د یو او بل ترڅنګ ودرېږي.
سرچینې لیکلي، دغه پاکې هیلې ته د رسېدو لپاره د تدبیر او پراختیا ټېم د دولت ساز ټاکنیز ټېم د همکارۍ او ملاتړ بلنه مني او د امن او پرمختللي افغانستان لپاره د یاد ټېم له رهبرۍ سره خپل مشارکت اعلانوي.
په یاده خبرپاڼه کې د دغه ټېم مشرتابه له ټولو ټاکنیز ټکټونو غوښتي چې قانوني پرېکړو او پروسې ته احترام ولري او ټاکنیز اصول او لوایح مراعات کړي.
سرچینې زیاته کړې: ((له بده مرغه د ټاکنو پایلې پر ټاکلې موده اعلان نه شوې د ټاکنو د پایلو د اعلان ځنډ او دغه راز هر ډول بحران د هېواد په زیان دی او اقتصادي او ټولنیز زیانونه یې پر هېوادوالو متحمل کېږي.))
یادو ټېمونو د ټاکنو له خپلواک کمېسیون غوښتي چې ژر تر ژره د قانون په رڼا کې د تېرو ولسمشرۍ ټاکنو پایلې اعلان شي.
ولسمشرۍ ټاکنې د روان کال د تلې په شپږمه ترسره شوې، ټاکل شوې وه چې لومړنۍ پایلې یې د تلې په ۲۷ مه او وروستۍ پایلې یې د لړم په ۱۶ اعلان شي خو سرور ته د بایومتریک ماشیونونو د معلوماتو د ځنډېدو له امله یادې د پایلو اعلان هم وځنډېده.
د ټاکنو خپلواک کمېسیون د لړم په پنځمه وویل چې د ولسمشرۍ ټاکنو لومړنۍ پایلې د لړم په ۲۳ مه اعلانوي خو تر نامعلومې نېټې وځنډېدې.
 

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.