کابل (پژواک، ۲۶ کب ۹۷): د ولسمشرۍ ټاکنو اوو احتمالي نوماندانو د «مشورتي جرګې» په جوړېدو د افغانستان د خلکو په استازيتوب د سولې په خبرو کې د منځګړيتوب او ګډون غوښتنه وکړه. 
د ولسمشرۍ ټاکنو احتمالي نوماندانو فرامرز تمنا، نور رحمان لېوال، غلام فاروق نجرابي، عنایت الله حفیظ، محمد ابراهیم الکوزي، محمد حکیم تورسن او محمد ابراهیم الکوزي نن د دې جرګې د جوړېدو پر مهال وویل، د سولې بهیر مبهم شوی او دوی باید د خلکو په استازيتوب په دې پروسه کې ګډون ولري.
د مشورتي جرګې یاد مهم غړي وايي، دوی د ټولنې له منځه پورته شوي او لاسونه یې د خلکو په وینو نه دي سره او غواړي د مشورتي جرګې په جوړېدو د افغانستان د خلکو په استازيتوب د سولې په خبرو کې ګډون ولري.
د ولسمشرۍ ټاکنو احتمالي نوماند فرامرز تمنا دې ته په اشاره چې تر اوسه د هېواد د سولې خبرو په بهیر کې ملي اجماع نه تر سترګو کېږي، وویل، د ملي اجماع په نه شتون کې سیمه ییزې او نړیوالې اجماع ته رسېدل ناشوني دي او په دې برخه کې به ټولې هڅې بې پایلې وي.
هغه زیاته کړه: ((افغان حکومت د سولې بهیر ګډوډوي، امریکا خپلې ګټې لټوي او طالبانو د سولې خبرو ته جدي نیت نه لري، نو له دې امله دا جرګه جوړه شوې چې په ناستو کې منځګړيتوب وکړي.))
نوموړي د دې په روښانولو چې بهرني لوبغاړي د سولې په بهیر کې خپلې ګټې لټوي وویل، د افغانستان د سولې په بهیر کې که د لوبغاړو شمېر هر څومره زیاتېږي، په هغه اندازه یې ابهامات زیاتېږي.
تمنا زیاته کړه: ((لس کاله مخکې په افغانستان کې د سولې خبرو له پیل وروسته د ناسمو تصمیمونو پر اساس له افغانستانه بیرون ادرسونه او سیمې وټاکل شوې چې د اړوندو هېوادونو تر منځ د ګټو د اختلاف او په افغانستان کې د سولې بهیر د پېچلتیا لامل شو.))
د ولسمشرۍ ټاکنو یاد نوماند د افغانستان په چارو کې د بهرنیو هېوادونو لاسوهنې ته په اشاره د افغانستان په داخلي چارو په ځانګړې توګه د سولې په بهیر کې د بهرنیانو د لاسوهنې د پای ته رسېدو غوښتنه وکړه.
د ولسمشرۍ ټاکنو بل نوماند غلام فاروق نجرابي د سیمې او نړۍ پر هېوادونو نیوکه وکړه او ویې ویل، د ګاونډیو هېوادونو، امریکا او روسیې ترمنځ د ناسمو رقابتونو له امله اوس هره ورځ د افغانانو وینه تویېږي.
د ولسشمرۍ ټاکنو بل نوماند محمد حکیم تورسن له طالبانو سره سولې ته د ارادې د نه لرلو له امله د ملي یووالي پر حکومت نیوکه وکړه او ادعا یې وکړه چې د نظام  ننه ځينې کړۍ خپلې ګټې په جګړه کې ویني، له دې امله سولې ته لېوالتیا نه لري.
د ولسمشرۍ ټاکنو بل نوماند عنایت الله حفیظ وویل: ((سر له ننه د افغانستان له خلکو، سیاسي ګوندونو او مدني ټولنې سره په مشوره په جګړه کې له ښکېلو لوریو سره د سولې خبرې پیلوي او نظرونه یې راټولوي او له خلکو سره به یې په اړه جزئیات شریک کړي.))
نوموړي له ولسمشرۍ ټاکنو مخکې د سولې ټينګښت اړین وباله او زیاته یې کړه، د سولې په نه شتون کې به د رڼو او سرتاسري ټاکنو ترسره کېدل ناشوني وي.
د ولسمشرۍ ټاکنو احتمالي نوماند محمد شهاب حکیمي وویل، د افغانستان خلکو ته د سولې بهیر لومړيتوب لري او له سولې مخکې د ولسمشرۍ ټاکنو د ترسره کېدو لپاره هر ډول هڅې د شک وړ دي.
د ولسمشرۍ ټاکنو بل احتمالي نوماند محمد ابراهیم الکوزي د سولې د ټينګښت په برخه کې د ولسمشرۍ ټاکنو د نوماندانو اغېز مهم وباله او ویې ویل، له بده مرغه چې هېوادوال مو تر اوسه د سولې خبرو له پایلو نه دي خبر.
د ولسمشرۍ ټاکنو بل نوماند نور رحمان لېوال د سولې په برخه کې هڅې پېچلې وبللې او ویې ویل، د سولې بهیر د لوریو تر منځ د منځګړي د نه شتون له امله دغه بهیر ډېر پېچلی شوی دی.
هغه روښانه کړه: ((د ولسمشرۍ ټاکنو نوماندان غواړي د مشورتي جرګې په جوړېدو د افغانستان د خلکو په استازيتوب د سولې خبرو ته دننه شي او د سولې خبرو د لوریو تر منځ منځګړیتوب وکړي.))
د ولسمشرۍ ټاکنو د نوماندانو له خوا د جوړې شوې مشورتي جرګې په مطبوعاتي خبرپاڼه کې راغلي: ((تر اوسه چې افغان حکومت، ملګرو ملتونو، ځينو اسلامي هېوادونو او د افغانستان نړیوالو متحدینو په ځانګړې توګه امریکا د سولې په برخه کې کومې هڅې کې د پام وړ پایله نه لري.))
د مشورتي جرګې غړو په دې خبرپاڼه کې د سیمې له ټولو هغو هېوادونو چې د افغانستان د سولې او ثبات لپاره یې هڅې کړې مننه کړې او ویلي یې دي: ((د ولسمشرۍ ټاکنو د احتمالي نوماندانو مشورتي جرګه په دې اند ده چې د سولې د تامین لپاره سیمه ییزو میکانېزمونه نه یواځې زموږ د هېواد لپاره د پام وړ پایله نه لري، بلکې د ښکېلو هېوادونو د ګټو اختلاف د افغانستان د سولې پېچلتیا زیاته کړې ده.))
د خبرپاڼې په حواله، د مشورتي جرګې غړي کولای شي د افغانستان د منازعو د ښکېلو لوریو ترمنځ په ښه ډول منځګړیتوب وکړي او دغه منځګړیتوب یواځې په هېواد کې د ناامنۍ د پای ته رسېدو او د سولې په مخ کې د شته ستونزو له منځه وړل دي.

 

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.