By: عزيز الله همدرد , Date:25/02/2020
کابل (پژواک،۶ کب ۹۸): د چارو شنونکي د ولسمشر غني د لوړې مراسمو ترسره کول بیړني او د هېواد د نافذه قانون خلاف ګڼي. ټاکنو کمېسیون د روان کال د سلواغې په ۲۹ مه محمد اشرف غني د ۵۰،۶۴ سلنه رایو په ترلاسه کولو د تېرو ولس... پاتی برخه
By: جاويد هميم کاکر , Date:25/02/2020
کابل (پژواک، ۶ کب ۹۸) : دامریکا د بهرنیو چارو وزارت له افغان حکومت څخه مننه کړې چې د ولسمشر غني د لوړې مراسم یې ځنډولي دي. د بهرنیو چارو وزارت لخوا د افغان ولسمشریزو ټاکنو په اړه له هیلو بر خلاف په ځنډ سره نن د کب... پاتی برخه
By: عزيز الله همدرد , Date:24/02/2020
کابل (پژواک، ۵ کب ۹۸): استاد عبدرب الرسول سیاف او مخکيني ولسمشر حامد کرزي د ارګ او سپېدار ماڼۍ ترمنځ د ټاکنیزو جنجالونو د حل لپاره له غني او عبدالله سره خبرې کړې دي. له ارګ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمش... پاتی برخه

کابل (پژواک ٣١ غويى٩٢): که څه هم چارواکي د نشه يانو د درملنې په برخه کې د بوديجې له کموالي سر ټکوي، خو وايي چې په څلورو کلونو کې به د نشه يانو د درملنې سلنه له نږدې شپږو څخه ٤٨ ته لوړه شي.
د مسوولو سرچينو د معلوماتو له مخې، دا مهال په ټول افغانستان کې پر نشه يي توکو د روږدو شمېر شاوخوا يو ميليون تنو ته رسيږي، چې ١٢سلنه يې هېرويين، ٢٥ سلنه يې ترياک او پاتې نور يې نور نشه يي توکي کاروي.

 کابل (پژواک،٣١غويى٩٢) : د مشرانو جرګې يو شمېر غړيو د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي د منع قانون په اړه  په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي  څرګندونې د افغانستان په چارو کې لاسوهنه وبلله.
 ولسمشرکرزي د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي د منع قانون طرحه په ١٣٨٨ کال کې د تقنيني فرمان له لارې توشېح کړه او ولسي جرګې ته يې د تصويب لپاره ولېږله .
 خو  د تېرې شنبې په ورځ ولسي جرګې د قانون ياده طرحه رد او پرېکړه يې  وکړه ، چې دغه مسوده بايد د ګډ  کمېسيون له خوا تر بحث لاندې ونيول شي او د پرېکړې لپاره بيا عمومي غونډې ته وړاندې شي .

کابل (پژواک ٢٩ غويى ٩٢): مشرانو جرګې د کابل په شاه شهيد سيمه کې شوى ځانمرګى بريد وغانده او له حکومت څخه يې وغوښتل، چې د دا ډول بريدونو د مخنيوي لپاره اړين او کلک تدابير ونيسي.
ياد بريد د غويي په ٢٦مه د يوه کرولا موټر په وسيله د کابل ښار د اتمې امنيتي حوزې اړوند د شاه شهيد پر لومړي سړک رامنځته شو، چې په پايله کې يې شپږ بهرني پوځيان، د درېيو ماشومانو په ګډون ٩ ملکي وګړي ووژل شول او ٤٢ تنه ټپيان وو.
په دې پېښه کې ٣٠ ملکي او دوه د بهرنيو ځواکونو موټر او لس کورونه زيانمن شول.

کابل (پژواک ٢٥ غويى ٩٢): د ځوانانو ځينو بنسټونو ګواښ وکړ، که چېرې د ماليې وزير د ولسي جرګې په غړو لګول شوي تورونه ثابت نه کړي، نو نوموړى بايد په علني ډول محاکمه شي.
دغه بنسټونه نن په کابل کې سره راټول شوي وو او له حکومته يې وغوښتل، چې پر وکيلانو د لګول شوو تورونو د پلټلو او څېړنې په موخه يو کمېسيون جوړ کړي.
د ماليې وزير حضرت عمر زاخېلوال، دوه ورځې وړاندې د ولسي جرګې په عمومي غونډه کې په قاچاق کې د لاس لرلو په تور د شپږو وکيلانو نومونه افشا کړل، چې د ده په وينا، له نوموړي څخه يې ناقانونه غوښتنې کړې دي.

کابل (پژواک ٢٥ غويى ٩٢): د ولسي جرګې شپږو غړو د ماليې د وزير له خوا پر دوى لګېدلي تورونه بېځايه وبلل او غوښتنه يې وکړه چې د دوى او ماليې وزير تر منځ د قضيې تر روښانتيا دې، ماليې وزير ممنوع الخروج شي.
د ماليې وزير حضرت عمر زاخېلوال وړمه ورځ د ولسي جرګې په استيضاحيه غونډه کې د جرګې د ځينو هغو غړو نومونه په ډاګه کړل، چې مخکې يې په قاچاق کې پر لاس لرلو او له ده څخه په ناقانونه غوښتنو تورن کړي وو.

Pages

ټاکنیز خبرونه

By: جاويد هميم... , Date:25/02/2020

امریکا: په افغانستان کې د موازي بنسټونو له جوړولو دې...

کابل (پژواک، ۶ کب ۹۸) : دامریکا د بهرنیو چارو وزارت له افغان حکومت څخه مننه کړ... پاتی برخه

سرغړونې

By: عزيز الله... , Date:19/02/2020

ډاکټر عبدالله د ټاکنیزو کمېسیونونو کمېشنران ممنوع الخ...

کابل (پژواک، ۳۰ سلواغه ۹۸): د ملي یووالي حکومت اجرایه رییس ډاکتر عبدالله عبدال... پاتی برخه

ګوندونه

By: عزيز الله... , Date:19/02/2019

سیاسي ګوندونو د ټاکنیزو کمېسیونونو د تخنیکي برخې د مس...

کابل (پژواک، ۳۰ سلواغه ۹۷): سیاسي ګوندونه او جریانونه د ټاکنیزو کمېسیونونو د غ... پاتی برخه

د ولايتي شوراګانو

معطلى در تذکرۀ الکترونيکى به ضرر مردم و انتخابات است
By: گل محمد تن... , Date:17/09/2015

د برېښنايي تذکرو ځ...

کابل (پژواک، ٢٦ سنبله ٩٤): د بدخشان ولايتي شورا، د برېښنايي تذکرو په وېش که ځن... پاتی برخه

ملي شورا

By: خواجه بصير... , Date:29/04/2019

«د شورا د پرانیستې په ورځ د ولسي جرګې د څلورو ټاکنیزو...

  کابل (پژواک،۹ غویی ۹۸): فیفا د ملي شورا په مراسمو کې له باور لیکونو پرت... پاتی برخه

مرکې

By: عزيز الله... , Date:01/09/2019
کابل(پژواک،۱۰ وږی ۹۸): د ټاکنو خپلواک کمېسیون په بریالي ډول د هېواد پنځو ولایت... پاتی برخه

ټاکنيزې مبارزې

By: د اشرف غني او فرامرز... , Date:08/12/2019

د اشرف غني او فرامرز تمنا ټاکنیزو ټېمونو ايتلاف وکړ

کابل (پژواک، ١٧ لېندۍ ٩٨): د محمد اشرف غني په مشرۍ دولت جوړوونکي ټېم او د فرام... پاتی برخه