Herat council chief’s election a coup: Saba

هرات ښار (پژواک ٢٦ سلواغه ٩١): د هرات والي په کابل کې د هرات د ولايتي شورا د مشر ټاکنه د ځان پر وړاندې کودتا بللې او ردوي يې.
د هرات والي ډاکټر داود شاه صبا تېره ورځ ناوخته پژواک اژانس ته وويل، چې دغه ټاکنه د ده  لپاره د منلو وړ نه ده او بايد دغه ټاکنې د هرات د ولايتي شورا د غړو په منځ کې په رڼه توګه ترسره شي.
د هغه په وينا، له سيمه ييزو ارګانونو څخه يو مکتوب ورته راغلى، چې د هرات د ولايتي شورا د ۱۲ غړو ترمنځ د ټاکنو په پايله کې د شورا غړى سيد وحيد قتالي د مشر په توګه ټاکل شوى دى.
نوموړي زياته کړه: ((د سيمه ييزو ارګانونو کار د قانون خلاف دى، ما يې مکتوب له دې امله مسترد کړ، چې د هرات ولايتي شورا ۱۹ غړي لري او پاتې نور په کې حاضر نه وو.))
د هرات ولايتي شورا پخواني مشر ډاکټر عبدالظاهر فيض زاده نن پژواک اژانس ته وويل، چې دى د ولايتي شورا رياست ته يو کانديد و، خو په کابل کې د سيمه ييزه ارګانونو ادارې په ټاکنو کې د ګډون اجازه ورنه کړه.
د هغه په وينا، د ولايتي شورا د ټاکنو قوانين داسې دي، چې ټاکنې بايد په خپل ولايت کې د غړو ترمنځ د بې پرې څارونکو په حضور کې ترسره شي او د ولايتي شورا ټول غړي رايه وکاروي.
د ولايتي شورا يو بل غړي تور محمد ظريفي هم له دغو ټاکنو سره مخالفت وښود او زياته يې کړه، چې ټاکنې په کابل کې هم پټې نه، بلکې د لاس په پورته کولو سره ترسره شوې دي.
د هغه په وينا، د ولايتي شورا په ټاکنو کې د زورواکو او يو شمېر وزيرانو لاس دى او تور يې ولګاوه، چې پيسې په کې کارول شوې دي.
د هرات ولايتي شورا ۱۹ غړي لري او د رياست لپاره يې ټاکنې هغه مهال په ناندريو واوښتې، چې دوه اونۍ د مخه د دې شورا د پخواني رييس ډاکټر عبدالظاهر فيض زاده او سيد وحيد قتالي ترمنځ د ۹  او  ۹ رايو په برابر ټاکنې دويم پړاو ته واوښتې.
خو سيد وحيد قتالي، چې د سيمه ييزو ارګانونو په اداره کې يې ټاکنې ګټلي، يادې ټاکنې رڼې او له هر ډول درغليو پاکې وبللې.
قتالى پژواک خبرى اژانس ته وويل، د شورا له ۱۹ غړو ۱۲ يې کابل ته ورسره ولاړل او د ده په ګټه يې رايې ورکړې.
د سيمه ييزو ارګانونو د ادارې يو مامور د نوم په نه ښودلو پژواک اژانس ته وويل، په هغه صورت کې، چې کوم ولايت کې ټاکنې له ستونزو سره مخ شي، بل ولايت او يا مرکز کې ټاکنې جواز لري.
د هغه په وينا، دا چې هرات کې هم د ولايتي شورا ټاکنې د ځينو اشخاصو له لاسوهنو سره مخ شوې، دوى اړ شول چې ټاکنې په کابل کې ترسره کړي او په دې کې هېڅ ډول درغلي نه ده شوې.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.