کابل (پژواک، ۱۴ وری ۹۷): د ټاکنو کمېسیون نوي مشران د دغه بنسټ په بېلابېلو سطحو کې پر فساد د ککړو کارکوونکو د پېژندو خبر ورکړی او وايي، هغه کسان به له دندو ګوښه شي چې د ۱۳۹۷ کال د ولسي جرګې ټاکنې یې د ستونزو او بحران لور ته وړې وې.
د ټاکنیزو کمېسیونونو د مخکنیو غړو د کړنو او له دندو د ناوړه ګټې اخیستو او دغه راز د ۱۳۹۷ کال د ولسي جرګې پر ټاکنو له سختو نیوکو وروسته حکومت د سیاسي ګوندونو، په ټاکنو پورې د اړوند مدني بنسټونو، حقوق پوهانو او د پوهنتون استادانو په ګډون یوې ګډې کمېټې د ټاکنو قانون پر تعدیل کار وکړ او د ټاکنو قانون له توشيح وروسته ولسمشر غني د ۱۳۹۷ کال د سلواغې په ۲۳مه د ټاکنیزو کمېسیونونو ټول مخکني غړي له دندو ګوښه کړل او د لویې څارنوالۍ له خوا ممنوع الخروج اعلان شول.
تېر کال د کب میاشتې په ۱۰مه نېټه په ارګ کې یوه غونډه وشوه چې د راتلونکو ولسمشرۍ ټاکنو ۱۷ نوماندانو په کې ګډون درلود او ۱۴ کسان یې د ټاکنیزو کمېسیونونو د نوو غړو په توګه وټاکل.
له رایو وروسته ولسمشر د ۱۴هغو نوماندانو له ډلې چې زیاتې رایې یې ترلاسه کړې وې، اووه یې د ټاکنو کمېسیون د غړو، پنځه کسان د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون او دوه نور د یادو کمېسیونونو د دارالانشا د رییسانو په توګه وټاکل.
په ورته وخت کې د ټاکنو کمېسیون د دارالانشا رییس حبیب الرحمن ننګ له پژواک سره په ځانګړې مرکه کې وویل، په ټاکنیزو کمېسیونونو کې د مدیریت کمزورتیا موجوده وه، دغه بهیر له پیله راهیسې د ټاکنو تر ترسره کېدو او نورو مرحلو پورې له ستونزو سره مخ و او ان ټاکنې له مهال وېش سره سم ترسره نه شوې او دغه بهیر له ګډوډۍ سره مخ شو.
نوموړي زیاته کړه، د ولسي جرګې د نوماندانو، سیاسي ګوندونو او مدني بنسټونو تر اعتراضونو او اندېښنو وروسته حکومت د سیاسي ګوندونو او مدني بنسټونو له استازو سره په تفاهم د یادو کمېسیونونو د ځینو برخو د بیا جوړولو په لټه کې شو چې دغه کار د ټاکنو قانون له تعدیل پرته ناشونی و.
 
نوموړي زیاته کړه، د ټاکنو نوي قانون ته په کتو او پر کمېسیون د باور د بیا لاسته راوړلو لپاره به جدي اصلاحات راشي، له فساد سره مبارزه کېږي او «رښتینو او وطندوسته» خلکو ته په دغه بهیر کې د کار زمینه برابرېږي.
ننګ روښانه کړه، فساد د سرطاني غدې په څېر د کمېسیون په هره برخه کې ریښې کړې او د دې ناروغۍ د له منځه وړلو لپاره سختو اقداماتو ته اړتیا ده.
هغه روښانه کړه، د دغه اقدامونو له ډلې یو اقدام پر فساد د ککړو کسانو له دندو ګوښه کول دي.
د ټاکنو کمېسیون دغه لوړپوړي چارواکي په دې اړه چې پر فساد تورن کسان په کومه کچه کې قرار لري او شمېر یې څو تنو ته رسېږي؟ دقیق معلومات ورنه کړل خو ویې ویل: ((دغه کارکوونکي په لوړه، منځنۍ او ټيټه کچو کې ځای لري او موږ هغه کسان له دندو ګوښه کوو چې د ۱۳۹۷ کال د ولسي جرګې ټاکنې یې له ستونزو او بحران سره مخ کړې وې او په هېڅ صورت به یې قراردادونه ونه غځول شي.))
د ده په خبره، پر فساد تورنو مخکنیو کارکوونکو ته د نوي قرارداد لپاره پاڼې نه دي وېشل شوې او پرېکړه شوې چې د دغو کسانو پر ځای مسلکي او وړ کسان پر دندو وګومارل شي.
بایومټریک سیستم
ننګ دې ته په اشاره چې د ټاکنو په قانون کې له بایومټریک سیستم څخه پر استفاده ډېر ټینګار شوی دی زیاته کړه: ((ټول شاهدان وو چې په مخکنیو ټاکنو کې له بایومټریک سیستم څخه استفاده سربېره پر دې چې ګټوره نه، بلکې زیاتې ستونزې یې راپیدا کړې.))
د ټاکنو کمېسیون د دارالانشا رییس وویل، هڅې روانې دي چې د رڼو او عادلانه ټاکنو د ترسره کېدو لپاره د بایومټریک ماشینونو د کارولو جامع طرحه جوړه شي.
نوموړي د ټاکنو کمېسیون د کارکوونکو د حاضرۍ بایومټریک کولو ته په اشاره وویل، دغه کمېسیون په دې ورستیو کې د اداري اصلاحاتو، غوره اجرااتو او کارکوونکو د پابندۍ لپاره د کارکوونکو حاضري برېښنايي کړې ده.
هغه زیاته کړه، دغه ماشین په اتو محلونو کې نصب شوې او په اتومات ډول د ګوتې، سترګې او بدن د پېژندو وړتیا لري.
نوموړي د ټاکنو بهیر د باوري کېدو لپاره د دغه بهیر څار مهم وباله او ویې ویل: ((د ټاکنو د څار له بنسټونو او رسنیو غواړو چې هغه اوازې چې د خلکو ذهنونه ګډوډي خپره نه کړي او هر هغه سند چې د ثبوت لپاره یې اړتیا ولري، موږ یې د دوی په واک کې ورکوو.))
د ۱۳۹۸ کال د ولسي جرګې ټاکنو پایلې
ننګ دې پوښتنې ته په ځواب کې چې ایا د پاتې ولایتونو د ولسي جرګې د ټاکنو د پایلو ځنډېدل د راتلونکو ټاکنو مهال وېش نه اغېزمنوي؟ وویل: ((د پاتې ولایتونو د ولسي جرګې د ټاکنو د پایلو ځنډېدل د راتلونکو ټاکنو پر مهال وېش بشپړ اغېز کوي.))
هغه وویل، د ټاکنیزو شکایتونو له کمېسیون څخه یې په رسمي ډول غوښتي چې ژر تر ژره دې دغه کمېسیون ته د څېړنو پایلې را ولېږي چې د ټاکنو کمېسیون له تطبیق وروسته اعلان او د خلکو انتظار پای ته ورسېږي.
نوموړي روښانه کړه، د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون ژمنه وکړه چې د وري تر ۲۵مې د پاتې ولایتونو د ولسي جرګې د ټاکنو په اړه د خپلو څېړنو پایلې د ټاکنو کمېسیون ته لېږي.
تر اوسه د ۲۶ ټاکنیزو حوزو (لغمان، دایکنډي، سمنګان، جوزجان، بامیان، پروان، اروزګان، زابل، نیمروز، کاپیسا، پنجشېر، سرپل، دایکنډي، سمنگان، جوزجان، بامیانو، پروان، ارزګان، زابل، فراه، غور، بلخ، پکتیکا، هرات، تخار او اهل هنودو) د ولسي جرګې د ټاکنو وروستۍ پایلې اعلان شوې او د کوچیانو حوزې په ګډون د ۹ نورو ولایتونو وروستۍ پایلې لا پاتې دي.
 
د راتلونکو ټاکنو لپاره وړاندیز شوې بودجه
ننګ وویل، د راتلونکو ټاکنو ترسره کېدو لپاره ۱۹۲ میلیونه ډالر اټکل شوي خو تر اوسه وروستي نه دي، تخنیکي ټېم په دې برخه کې کار کوي او شاید په بودجه کې بدلون راشي.
نوموړي دې پوښتنې ته په ځواب کې چې د ۲۰۱۳ کال په ټاکنو ۱۲۷ میلیونه ډالر لګښت شوی و او دې ته په پام د راتلونکو ټاکنو لپاره ۱۹۲ میلیونه لګښت زیات نه دی؟ وویل: ((توپیر دا دی چې په ۲۰۱۳ کال کې دوې ټاکنې وې خو اوس څلور ټاکنې په مخ کې لرو چې دا زیاتې بودجې ته اړتیا لري.))
د ټاکنو کمېسیون د دارالانشا رییس د راتلونکو ټاکنو مهالوېش ته په اشاره وویل، د ټاکنو د ترسره کېدو پر مهالوېش کار روان دی او د قانون له مخې به تر ټاکنو ۱۲۰ ورځې مخکې اعلان شي.
د ټاکنو قانون په ۷۱مه ماده کې راغلي چې کمېسیون د ټاکنو د ترسره کېدو مهالوېش له ټاکنو ۱۸۰ ورځې مخکې اعلانوي. د فرعي ټاکنو ترسره کېدل له دغه امر څخه مستثنا دي. دغه راز په دې ماده کې راغلي، د ټاکنو خپلواک کمېسیون د ټاکنو مهالوېش د ټاکنو له ترسره کېدو لږ تر لږه ۱۲۰ ورځې مخکې خپروي.
د ټاکنو کمېسیون خپلواکي
ننګ د ټاکنو کمېسیون د غړو خپلواکۍ ته په اشاره وویل: ((د افغانستان خلکو ته په ډاډ ویلای شم چې په تېره یوه میاشت کې د ارګ، سپېدار او نورو سیاسیونو لخوا هېڅ ډول فشار، فرمایش او لاس وهنه نه ده شوې او موږ د قانون مطابق خپلې اندې مخته وړو.))
نوموړي هېوادوالو ته ډاډ ورکړ او ویې ویل، که په دې څوکۍ یوه ورځ پاتې شي او یا لس کاله خپلې دندې د قانون مطابق ترسره کوي څو د خلکو د باور وړ رڼې ټاکنې ترسره شي.
هغه روښانه کړه: ((د دارالانشا لخوا اخطار دی چې نه فساد کوم او نه فساد ته اجازه ورکوم او هېڅکله فساد نه شم زغملای او په دې عزتمند شعار خپلې دندې ترسره کوم.))