کابل (پژواک، ۲۸ وری ۹۸): د ولسمشرۍ ټاکنو یو نوماند وايي چې هېڅوک د ملي بهیرونو د انحصار واک نه لري خو ولسمشر غني د سولې د مشورتي لویې جرګې په ترسره کولو خپل ټاکنیز فعالیتونه پر مخ وړي.
د ۱۳۹۸ کال د ولسمشرۍ ټاکنو احتمالي نوماند عنایت الله حفیظ د میدان وردګو ولایت د بهسودو ولسوالۍ اوسېدونکی او په قوم هزاره دی، د سوداګرۍ په برخه کې د ماسټرۍ سند لري او څو کاله یې د ترانسپورټ وزارت د مشاور په توګه دنده ترسره کړې، نوموړي په خپل ټاکنیز ټکټ کې جنت خان فهیم لومړی مرستیال او عبدالجلیل شیراني د دویم مرستیال په توګه ټاکلي دي.
محمد اشرف غني، عبدالله عبدالله، محمد حنیف اتمر، رحمت الله نبیل، زلمی رسول، نورالحق علومي، شیدا محمد ابدالي، احمد ولي مسعود، فرامرز تمنا، ګلبدین حکمتیار، لطیف پدرام، حاجي محمد ابراهیم الکوزی، غلام فاروق نجرابي، محمد حکیم تورسن، سید نورالله جلیلي، محمد شهاب حکیمي، نور رحمان لېوال او عنایت الله حفیظ د ۱۳۹۸ کال د تلې د شپږمې ولسمشرۍ ټاکنو ته احتمالي نوماندان دي.
حفیظ له پژواک خبري اژانس سره په یوه ځانګړې مرکه کې د ملي یووالي حکومت د سولې او امنیت د ټينګښت، اقتصادي پرمختګ او ملي یووالي په برخو کې ناکام وباله او ویې ویل، ولسمشر غني د هېواد له مخدره موادو، نا امنۍ او بې وزلۍ څخه د وتلو او د اقتصادي پرمختګ لپاره قوي طرحې لرلې خو په عملي کېدو کې یې پاتې راغی.
نوموړی سوله یوه ملي او ټول شموله پروسه بولي او وايي، په هېواد کې د سولې د ټینګښت لپاره له هر ګام څخه ملاتړ کوي خو هېڅ بنسټ او ډله د دغه ملي بهیر د انحصار واک نه لري.
هغه د سولې د مشورتي لویې جرګې د جوړوونکي کمېسیون پر جوړښت نیوکه وکړه او ویې ویل، د یادې جرګې د ترسره کېدونکي کمېسیون د غړو په معرفۍ کې د ولسمشرۍ ټاکنو له احتمالي نوماندانو سره مشوره نه ده شوې.
هغه ټینګار وکړ چې د ولسمشرۍ ټاکنو نوماندان په دې شرط په لویه مشورتي جرګه کې ګډون کوي چې د سولې عالي شورا غړیتوب ولري، پرته له دې به د سولې په مشورتي لویه جرګه کې ګډون نه کوي.
پر حکومت نیوکه
حفیظ وویل، ولسمشر غني د خپل ټاکنیز کمپاین پر مهال جالبې او رغوونکې طرحې لرلې، خو د کمزورې رهبرۍ له امله یې په عملي کېدو کې پاتې راغی او هېواد یې شاته بوت.
نوموړي د دې په روښانولو چې یو ولسمشر باید ۹۵ سلنه د رهبرۍ او پنځه سلنه مدیریتي مهارتونه ولري، زیاته کړه: ((له بده مرغه چې ولسمشر غني برعکس عمل کوي، د رهبرۍ مهارتونه نه لري، د وزیر، والي، امنیه قوماندان او نورو په چارو کې مداخله کوي او ټول کارونه خپله مدیریت کوي او پر هېچا باور نه شي کولای.))
نوموړي له امنیه قوماندانانو، ولسوالانو او نورو ټيټ رتبه دولتي کسانو سره د ولسمشر پر اړیکو نیوکه کوي او وايي، د غني دغه کار په چارو کې د ستونزو رامنځته کېدو او د ولایتي مسوولینو د صلاحیتونو د کمېدو لامل کېږي.
دی وايي، ولسمشر غني د هېواد ادارې ته د ذزه بیني مدیریت (Micro management) له سیستم څخه استفاده کوي چې د دغه سیستم څخه استفاده د یوه هېواد په اداره کې ګډوډي رامنځته کوي خو کومه ګټه نه لري.
ذره بیني مدیریت (Micro management) د کمزوري مدیریت نمونه ده چې د کارکوونکو له اندازې د زیات کنټرول او کاري جزیاتو ته د مدیر د پاملرنې ښکاروندويي کوي او د ((Micro management لرونکي مدیران په وړو مسایلو کې د ډوبېدو له امله د ټول سیستم د تحلیل توان او ټولیزو ګټو ته پام نه لري، دوی سربېره پر دې چې کلیات د جزیاتو قرباني کوي تر خپل واک د لاندې کسانو احترام هم له لاسه ورکوي.
حفیظ په هېواد کې د نا امنۍ پر زیاتېدو اندېښنه څرګنده کړه او ویې ویل: ((کله چې ولسمشر غني د ولسمشرۍ دنده پیل کړه د افغانستان شاوخوا ۷۵ سلنه خاوره د دولت تر کنټرول لاندې وه خو اوس دغه سلنه ۵۰ ته راټيټه شوې ده.))
سربېره پر دې، نوموړی ولسمشر غني په هېواد کې د سولې او امنیت د ټينګښت په برخه کې ناکام بللی او وايي: ((له هغې ورځې چې غني په څوکۍ ناست دی یوه ورځ ولسوالۍ سقوط کوي او یوه ورځ کنډک کلابند کېږي او ...))
د ولسمشرۍ ټاکنو دغه نوماند د امنیتي سرتېرو د کمزورتیا او ماتې لامل په امنیتي بنسټونو کې د فساد موجودیت ګڼي او وايي، قوماندانان د امنیتي سرتېرو د ډوډۍ د پیسو پر غلا بهرنیو هېوادونو ته په چکر ځي خو سرتېري له ډېرې لوږې د خپلو وسلو مرمۍ پر وسله والو مخالفینو پلوري.
نوموړي دې ته په اشاره چې د ۸۰ سلنه دولتي چارواکو کورنۍ له هېواده بهر ژوند کوي، روښانه کړه، د هېواد په داخل کې د لوړ پوړو دولتي چارواکو د کورنیو نه موجودیت د هېواد امنیت او اقتصاد ته قوي ضربه رسولې ده.
هغه وویل: ((ولسمشرۍ څوکۍ ته د بریالیتوب په صورت کې به د هېڅ دولتي چارواکي کورنۍ ته اجازه ورنه کړم چې له هېواده بهر ژوند وکړي، د ټولو دولتي چارواکو کورنۍ باید د دوی تر څنګ وي څو د کورنۍ د خوندیتوب لپاره د نورو هېوادوالو امنیت هم وساتي او دغه راز خپلې پیسې په هېواد کې د ننه مصرف کړي.))
نوموړي زیاته کړه: ((د تېرو او اوسني حکومت چارواکي چې له هېواده بهر ژوند کوي د نړیوال قانون مطابق راغواړم او د هغو پیسو په اړه ترې پوښتنه کوم چې له هېواده بهر یې انتقال کړې او په دې ډول به د فساد مخه ونیسم.))
هغه روښانه کړه، که د ولسمشرۍ په ټاکنو کې بریالی شي د هېوادوالو په مشوره او همکارۍ به شته ګواښونه له منځه یوسي.
کورنی او بهرنی سیاست
حفیظ وویل، په بهرنیو بازارونو پورې د افغانستان تړاو، د ډیورنډ پر کرښه د نظر اختلاف او د اوبو د حق وېش هغه عمده مسایل دي چې د افغانستان په چارو کې د ایران او پاکستان د لاسوهنې لامل شوي دي.
نوموړی د سیمې، نړۍ، ګاونډیو هېوادونو په ځانګړې توګه له امریکا سره ښې اړیکې مهمې وبللې او زیاته یې کړه: ((ځينی وخت حکومتي مسوولان بې ځایه شعارونه ورکوي او د سیمې او ګاونډیو هېوادونو سره  د هېواد اړیکې خرابوي.))
نوموړي وویل: ((له امریکا سره دوستي موږ ته اړینه ده او له دغه هېواد سره باید خپلې اړیکې معنا لرونکې او قوي کړو؛ ځکه د قوي وسله والو قواوو پر نه شتون سربېره مو ګاونډیان د افغانستان تر څنګ د امریکا له حضوره ډارېږي.))
د ولسمشرۍ ټاکنو دغه احتمالي نوماند د امریکا په څېر له قوي هېواد سره د امنیتي تړون لرلو ته په اشاره وویل، د امنیتي تړون مطابق به امریکا تر ۲۰۲۴ کال پورې له افغان حکومت سره همکاري کوي.
نوموړي له امریکا سره د امنیتي تړون پر غځېدو د ټینګار تر څنګ د افغانستان له ځمکني او هوايي حریمه ساتنه او دفاع مهم وبلل او ویې ویل، په دغو دوو برخو کې باید لازمه همکاري وشي.
حفیظ زیاته کړه: ((د هېواد د امنیتي او دفاعي بنسټونو مسوولینو تر اوسه له امریکا سره امنیتي تړون نه دی لوستی، له همدې امله هغه جدي نه نیسي، که د ولسمشرۍ په ټاکنو کې بریالی شم، هغه جدي نیسم او باید تطبیق شي.))
د لومړي وزیر او اجرائیه رییس پسټونه
حفیظ په خپل ټاکنیز ټکټ کې د لومړي وزیر او اجرائیه رییس له پسټونو سره مخالفت وکړ او ویې ویل: ((تر څو چې دقوم پالنې او د قدرت جوړې شوې جزیرې لغوه نه شي، د اجرایه ریاست موجودیت او یا د ریاستي نظام تغییر د خلکو په ګټه نه دي.))
د ولسمشرۍ ټاکنو یاد احتمالي نوماند ریاستي نظام د هېواد د اوسني وضعیت سزاوار وباله خو ویې ویل، د قدرت د نه متمرکز کېدو طرفدار دی او په دې برخه کې هڅه کوي.
هغه د دې پوښتنې په ځواب کې چې په اوسني وضعیت کې کوم سیاسي نظام د افغانستان په ګټه بولي؟ وویل، اوس د نړۍ په زیاترو هېوادونو کې صدراتي او ریاستي نظامونه فعالیت کوي او دواړه نظامونه ستونزې او بهترۍ لري.
نوموړي دې ته په اشاره چې د افغانستان په څېر په وروسته پاتې هېوادونو کې د صدارتي او فدرالي نظام جوړول ګډوډي رامنځته کوي او وايي، د هغه بحثونو په اساس چې د افغانستان په داخل کې ترسره شوي ریاستي نظام زیات پلویان لري ځکه چې د صدارتي او فدرالي نظام لپاره شرایط برابر نه دي.
حفیظ دې پوښتنې ته په ځواب کې چې ایا د ولسمشرۍ ټاکنو له نورو نوماندانو سره به ايتلاف وکړي او که نه؟ وویل، د ولسمشرۍ ټاکنو له نورو احتمالي نوماندانو سره ښې او دوستانه اړیکې لري، نو د نورو نوماندانو په ګټه له نوماندۍ د تېرېدو لپاره تصمیم نه لري.
د افغانستان د مشر په ټاکلو کې د بهرنیو هېوادونو رول
هغه وايي، شاید ځیني بهرني هېوادونه په ځانګړې توګه امریکا د زیاتو لګښتونو، په افغانستان کې د سرتېرو د شتون او مخالفو هېوادونو ته د ضربې ورکولو په خاطر له ځانګړو نوماندانو ملاتړ وکړي.
نوموړي وویل، د بریالیتوب په صورت کې به د حکومت د قوي کېدو او نظام د ثبات لپاره له نورو هغو هېوادونو سره چې اقتصادي او امنیتي همکاري لري، اړیکې قوي کوي.
نوموړي په تاسف سره وویل، پخوا دغه اړیکې ډېرې کمزورې او له ستونزو سره مخ وې.
حفیظ په دې تړاو چې له هېواده د بهرنیو ځواکونو د وتلو په اړه څه نظر لري؟  وویل: ((د بهرنیو ځواکونو وتل له د افغانستان په تاوان دي او موږ د بهرنیو ځواکونو شتون ته اړتیا لرو، څو چې د محاربوي ماشینونو او هوايي قوې په ملاتړ یوه منظمه اردو ونه لرو، له هېواده د بهرنیو ځواکونو د وتلو ادعا نا عقلانه ده.))
د ولسمشر غني د ټېم له لوري د ټاکنو مهندسۍ په اړه اندېښنه
حفیظ په دې اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې چې د ټاکنو اوسني غړي د راتلونکو ټاکنو د ترسره کېدو وړتیا لري او کنه؟ وویل، اوس د ټاکنو یو منظم سیستم او جوړښت نشته نو له دې امله د ټاکنیزو کمېسیونونو غړي د هېوادوالو او په ټاکنو پورې اړوند بنسټونو ملاتړ ته اړتیا لري.
نوموړی وايي: ((که د ټاکنو د ملي بهیر څخه ملاتړ وشي هېڅوک پکې نفوذ نه شي کولای، ممکن د درغلۍ هڅه وشي خو له دوی (حکومتي مشرانو) مو هیله وکړه چې د کمېسیونونو په چارو کې له لاس وهنې ډډه وکړي.))
هغه روښانه کړه، د ولسمشرۍ ټاکنو ټول نوماندان په همغږۍ کار کوي څو رڼې، له نفوذ او مهندسۍ پرته ټاکنې ترسره شي.
د حامد کرزي له حکومت سره د ملي يووالي حکومت پرتله
حفیظ وايي: ((د حامد کرزي د حکومت دوره له جګړې وروسته وه او د کرزي یوه ښېګڼه د نوموړي ظاهري ملیتوب و چې د خلکو مشرانو ته زیان نه رسوي او د خلکو احساسات نه خرابوي.))
نوموړي نشه یي توکي له طالبانو او داعش خطرناک وبلل او ادعا یې وکړه چې د کرزي حکومت د نشه يي توکو د کرلو او قاچاق په مخنیوي کې ناکام و او د دې برخې ملاتړ یې کاوه.
هغه د ملي یووالي د حکومت پر مشرتابه نیوکه وکړه او ویې ویل: ((له بده مرغه غني نه یوازې د ملي یووالي ساتنه ونه وکړه او د ځينو هغو بندونو پایې چې د ولسمشر له خوا یې پرانسته کېږي هم مخکې جوړې شوې وې.))
د هغه په خبره، همدا اوس هر کال د میلیونونو ډالرو په ارزښت د افغانستان د سیندونو خوږې اوبه ګاونډیو هېوادونو ته ځي خو له بده مرغه حکومت نه دی توانېدلی چې د اوبو په بدل کې له ګاوڼدیو هېوادونو څخه امتیاز واخلي.
هغه روښانه کړه چې که د افغانستان اوبه کنټرول شي هر کال به زیاته اندازه پیسې د دولت خزانې ته زیاتې شي او له هغو په استفادې کولای شو د هېواد ټولې شته ستونزې حل کړو.
د ولسمشرۍ ټاکنو دغه نوماند زیاته کړه: ((که زموږ ټېم په ولسمشرۍ ټاکنو کې بریالی شي، لومړۍ هڅه کوو چې تر یوې اندازې اوبه کنټرول کړو او د پاتې هغو اوبو د کنټرول په بدل کې چې ګاونډیو هېوادونو ته ځي، د نړیوال او بین الدول قانون مطابق چلند وکړو.))