Add new comment

Pakistan has issued ID cards to Goshta residents: MPs

کابل (پژواک ١٤ غويى ٩٢): ولسي جرګې پرېکړه وکړه ، چې افغانستان د کوچيانو لپاره په لسو ټاکنيزو حوزو ووېشل شي  ، خو د جرګې ځينې غړي دغه پرېکړه عادلانه نه بولي.
د ټاکنو قانون په طرحه کې د ولسي جرګې له خوا د دې موضوع تصويب وروستۍ پرېکړه نه ده، ځکه چې  د اساسي قانون له مخې، د قانون مسوده د ولسي جرګې تر تصويب وروسته د تاييد لپاره مشرانو جرګې ته استول کيږي او د ولسمشر تر توشېح وروسته د قانون بڼه غوره کوي.
په تېره شاوخوا يوه لسيزه کې د ملي شورا دوه ځله ټاکنې د تقنيني فرمان له مخې تر سره شوې او په دې ټاکنو کې د کوچيانو لپاره ټول افغانستان يوه ټاکنيزه حوزه و.
د ټاکنو قانون طرحه ، چې په ١٧ فصلونو کې ٦٧ مادې لري ،  تېر کال په مرغومي مياشت کې د حکومت له خوا ولسي جرګې ته وړاندې شوه.  
حکومت د دې طرحې د اوومې مادې په شپږمه فقره کې وړانديز کړى و ، چې د کوچيانو لپاره دې ټول افغانستان يوه ټاکنيزه حوزه وي، خو ولسي جرګې نن دغه وړانديز رد کړ .
د يادې اوومې مادې شپږمه  فقره  نن د بحث او تصويب لپاره د يادې جرګې د تقنين کمېسيون له لوري د جرګې عمومي غونډې ته وړاندې شوه.
د ولسي جرګې د تقنين د کمېسيون رييس قاضي نذير احمد حنفي وويل،  د تقنين کمېسيون غوره بولي، چې افغانستان د کوچيانو لپاره په لسو ټاکنيزو حوزو وويشل شي ، ترڅو د کوچيانو استازي وکولاى شي په ښه توګه په ټاکنو کې له يو بل سره سيالي وکړي .
خو په ياده جرګه کې د کوچيانو استازي ملاتره خېل محمدي وويل ، چې افغانستان بايد د کوچيانو لپاره يوه ټاکنيزه حوزه وي .
دى وايي که افغانستان د کوچيانو لپاره په حوزو وويشل شي، نو کوچيانو ته د راېې ورکونې په ورځ ډيرې ستونزې پيدا کيږي .
هغه زياته کړه : ((کوچيان په ژمي کې يوځاى او په اوړي کې بل ځاى وي ، نو نشي کولاى ، چې د ټاکنو لپاره له يو ولايت څخه بل ولايت ته سفر وکړي .))
په ياده جرګه کې د کوچيانو استازي حيدرجان نعيم زوى پژواک خبري اژانس ته وويل ، چې د ولسي جرګې غړيو د کوچيانو د ټاکنيزو حوزو په برخه  کې  له تعصبه ډکه پرېکړه وکړه .
ده هم وويل ، چې کوچيان نشي کولاى د رايې ورکونې په ورځ له يو ولايت څخه بل  ته سفر وکړي .
نعيم زوى هيله وښوده ، چې مشرانو جرګه او ولسمشر به په دې  برخه کې د ولسي جرګې مصوبه رد کړي .
په دې اړه تر ډېرو بحثونو وروسته د ولسي جرګې غړو د رايو په اکثريت پرېکړه وکړه ، چې افغانستان دې د کوچيانو لپاره په لسو ټاکنيزو حوزو وويشل شي .
د ولسي جرکې تر نننۍ پرېکړې وروسته ، په دې جرګې کې د کوچيانو استازي او د جرګې ځينې نور غړي ، چې شمېر يې شاوخوا ٤٠ تنو ته رسېده ، د اعتراض په توګه له خپلو ځايونو پاڅېدل او ويل يې چې دغه پرېکړه عادلانه نه ده .
ولسي جرګې په تېرو څلورو غونډو کې  د ټاکنو قانون په مسوده کې د نه لېږدېدونکې يوې رايې ټاکنيز سيستم تاييد کړى او پرېکړه يې کړې ، چې رايې به د رايې ورکونې په مرکزونو کې شمېرل کېږي .
دغه راز دې جرګې پر ياده مسوده د بحث په لړ کې  د محکمې له لوري د ټاکنيزو شکايتونو څېړل رد کړي او دغه واک يې د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون ته ورکړى دى .
په ياده مسوده کې ولسي جرګې د ټاکنو د وروستيو  پايلو د اعلان واک د ټاکنو خپلواک کمېسيون ته ورکړى او پرېکړه يې کړې، چې  هر ولايت بايد يوه ټاکنيزه حوزه وي.
د تقنين کمېسيون د معلوماتو له مخې، د ټاکنو د قانون په مسوده کې پنځه نور اختلافي موضوعات هم  شتون لري ، چې د ولسي جرګې  په راتلونکو غونډو کې به پرې بحث وشي.

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.