Wolesi Jirga OKs SNTV system

کابل (پژواک ٩ غويى ٩٢): ولسي جرګې د ټاکنو د وروستيو پايلو داعلان واک د ټاکنو خپلواک کمېسيون ته ورکړ او پرېکړه يې وکړه ، چې هر ولايت بايد يوه ټاکنيزه حوزه و. د ټاکنو قانون دغه طرحه د ١٧ فصلونو او ٦٧ مادو درلودونکې ده، چې د تېر کال په مرغومي مياشت کې د حکومت له خوا ولسي جرګې ته وړاندې شوه. د يادې مسودې د څلورمې مادې شلمه فقره او د اوومې مادې لسمه فقره نن د بحث او تصويب لپاره د يادې جرګې د تقنين کمېسيون له لوري د جرګې عمومي غونډې ته وړاندې شوه. د ولسي جرګې د تقنين د کمېسيون رييس قاضي نذير احمد حنفي وويل، د دې طرحې په څلورمه ماده کې حکومت وړانديز کړى ، چې د ټاکنو وروستۍ پايلې دې د ټاکنو کمېسيون له لوري اعلان شي . خو د ده په وينا، د تقنين کمېسيون غوره بولي، چې دغه واک د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون ته ورکړل شي ، ځکه ، چې د ټاکنو کمېسيون د ټاکنيزو شکايتونو د څېړلو واک لري . په دې اړه تر ډېرو بحثونو وروسته د ولسي جرګې غړو د رايو په اکثريت پرېکړه وکړه ، چې د ټاکنو وروستۍ پايلې دې د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون له خوا چمتو او د ټاکنو د خپلواک کمېسيون له لوري دې اعلان شي . د ولسمشرۍ او ملي شورا په تېرو دوه ځله ټاکنو کې، چې د تقنيني فرمان له مخې تر سره کېدې ، هم د ټاکنو وروستۍ پايلې د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون له خوا چمتو او د ټاکنو د خپلواک کمېسيون له خوا اعلانېدې . دغه راز د ولسي جرګې د تقنين کمېسيون رييس حنفي وويل، چې د ټاکنو قانون د مسودې په اوومه ماده کې حکومت وړانديز کړى، چې هر ولايت بايد په څو ټاکنيزو حوزو وويشل شي. خو د ده په وينا، د تقنين کمېسيون غوښتنه دا ده ، چې هر ولايت يوه ټاکنيزه حوزه وي. تر ډېرو اوږدو بحثونو وروسته ولسي جرګې وپتيله ، چې هر ولايت بايد يوه ټاکنيزه حوزه وي . د ولسمشرۍ او ملي شورا په تېرو دوه ځله ټاکنو کې هر ولايت يوه حوزه وه ، خو د کوچيانو لپاره ټول افغانستان يوه ټاکنيزه حوزه وه . د ولسي جرګې په نننۍ غونډه کې د کوچيانو لپاره د ټاکنيزې حوزې بحث راتلونکو ورځو ته پاتې شو. ولسي جرګې په تېرو درېيو غونډو کې د ټاکنو قانون په مسوده کې د نه لېږدېدونکې يوې رايې ټاکنيز سيستم تاييد کړى او پرېکړه يې کړې ، چې رايې به د رايې ورکونې په مرکزونو کې شمېرل کېږي . دغه راز دې جرګې پر ياده مسوده د بحث په لړ کې د محکمې له لوري د ټاکنيزو شکايتونو څېړل رد کړي او دغه واک يې د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون ته ورکړى دى . د تقنين کمېسيون د معلوماتو له مخې، د ټاکنو د قانون په مسوده کې شپږ نور اختلافي موضوعات هم شتون لري ، چې د ولسي جرګې په راتلونکيو غونډو کې به پرې بحث وشي. د اساسي قانون له مخې، د قانون مسوده د ولسي جرګې تر تصويب وروسته د تاييد لپاره مشرانو جرګې ته استول کيږي او د ولسمشر تر توشېح وروسته د قانون بڼه غوره کوي.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.