By: پژواک , Date:14/08/2019
لښکرګاه (پژواک، ٢٣ زمرى ۹۸): د هلمند د ټاکنو کمېسيون چارواکي وايي چې د نا امنيو له امله د دغه ولايت په شپږو ولسواليو کې ټاکنې نه ترسره کيږي. دغه څرګندونې د هلمند د ټاکنو کمېسيون رييس شبير احمد حامد پژواک خبري اژانس... پاتی برخه
By: نويد احمد , Date:16/04/2019
کابل (پژواک، ۲۷ وری ۹۸): د ټاکنو خپلواک کمېسیون د هلمند ولایت د ولسي جرګې د ټاکنو وروستۍ پایلې اعلان کړې خو د کوچیانو حوزې په ګډون یې د  شپږو نورو ولایتونو د ولسي جرګې د ټاکنو وروستۍ پایلې لا هم نه دي اعلان کړې... پاتی برخه
By: زين الله ستانکزى , Date:24/10/2018
لښکرګاه (پژواک، ٢ لړم ٩٧): د هلمند يو اوسېدونکی ادعا کوي چې وسله والو طالبانو يې د رايې ورکونې له امله يوه ګوته پرې کړې ده. دغه کس حفيظ الله نومېږي او دا مهال د هلمند په بست روغتون کې تر درملنې لاندې دى. هغه د لړم... پاتی برخه

ویډیویی خبرونه

Currently there are no video news of Helmand.To see other videos

لښکرګاه (پژواک، ۳ زمری ۹۴): د هلمند د ولايتي شورا او مدني ټولنو غړي ادعا کوي  چې يو شمېر دولتي چارواکي له انسان تښتوونکو سره لاس لري او هڅه کوي چې انسان تښتوونکي د پوليسو له منګلو خلاص کړي.
د هلمند د مدني ټولنو د همغږۍ دفتر مشر فرهاد داوري د زمري په ٣مه خبريالانو ته وويل چې په دې وروستيو کې د امنيتي ځواکونو له لوري يو شمېر انسان تښتوونکي نيول شوي دي.
هغه وايي چې د سيمه ييز چارواکو تر څنګ ځيني نور دولتي  چارواکي هم هڅې کوي تر څو دغه  انسان تښتوونکي د پوليسو له منګلو وژغوري.
خو هغه په دې برخه کې د چا نوم ياد نه کړ.

لښکرګاه (پژواک دزمري لومړى نيتۀ ۹۴): د هلمند د ولايتي شورا غړي وايي د سيمه ييزو چارواکو د شخصي ګټو او بې پروايۍ له امله د رغونې چارې نه ترسره کېږي، خو سيمه ييز چارواکي بيا دغه څرګندونې ردوي.
د هلمند د ولايتي شورا مشر محمدکريم اتل پژواک خبري اژانس ته وويل چې د  ملي يووالي حکومت چارواکو د نه پاملرنې او د سيمه ييزو چاراکو د بې پروايۍ له امله په ولايت کې د رغونې کارونه په ټپه ولاړ دي.
هغه وايي چې د رغنيزو چارو د نه شتون له امله يو شمېر ځوانان وزګاره شوي او يو شمېر نور بيا د دولت له وسله والو مخالفينو سره يوځاى شوي دي.

لښکرګاه(پژواک،۲۰ چنګاښ۹۴) : د حکومت اجرائيه رييس ډاکټر عبدالله عبدلله  وايي چې د ملي يووالي حکومت دسولې لپاره رښتينې هلې ځلې پيل کړې دي.
عبدالله چې د چنګاښ په ٢٠مه هلمند ولايت تللى، په هغه غونډه کې ګډون وکړ، چې په کې والي، ځايي چارواکو ، جهادي قوماندانانو ، ولايتي شورا او قومي مشرانو برخه اخيستې وه.
نوموړي زياته کړه، حکومت ژمن دی چې ددولت له وسله والو مخالفينوسره په صداقت د سولې پروسه پر مخ بوځي خو له مقابل لوري  څخه هم همدا هيله لري.

لښکرګاه (پژواک، ۱۵ چنګاښ ۹۴): د هلمند د کجکې ولسوالۍ مواصلاتي لار له تېرو دوو مياشتو را په دېخوا د امنيتي ستونزو له امله تړل شوې او اوسېدونکي يې له ګڼو ستونزو سره مخ دي.
د هلمند د ولايتي شورا غړی عبدالمجيد اخند زاده د چنګاښ ١٥مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې په کجکي ولسوالۍ امنيتي ستونزې وروستې بريد ته رسېدلي دي.
هغه وايي: ((له لښکرګاه سره د  کجکې لار له تېرو دوو مياشتو راهيسې  د طالبانو له خوا بنده شوې ده، چې له امله يې خلک  په سختو ستونزو کې دي، نه خپل ناروغ پر وخت ښار ته  رسولی شي او نه هم خوراکي توکي لري چې ويې خوري.))

لښکرګاه (پژواک، ۱۱چنګاښ۹۴): په تېرو درېيو مياشتو کې د روانو جګړو امله شاوخوا ٦٠٠ کورنيو د هلمند ولايت د کار او ټولنيزو چارو په رياست کې د حقوقو د ترلاسه کولو په موخه د نوم ليکنې غوښتنه کړې ده.
د هلمند د کار او ټولنيز چارو رياست مشر محمد نادر وطنوال د  چنګاښ په ١١مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې د تېرو کلونو په پرتله سږکال په دې ولايت کې د کار او ټولنيزو چارو له رياست سره د هغو کسانو د نوم ليکنې شمېره ډېره شوې، چې په روانو جګړو کې يې د کورنۍ غړي وژل شوي او يا هم خپله معلول شوي وي.

Pages

ټاکنیز خبرونه

By: پژواک , Date:14/08/2019

د هلمند په شپږو ولسواليو کې ټاکنې نه ترسره کيږي

لښکرګاه (پژواک، ٢٣ زمرى ۹۸): د هلمند د ټاکنو کمېسيون چارواکي وايي چې د نا امني... پاتی برخه

سرغړونې

By: زين الله س... , Date:29/12/2018

د هلمند معترض نوماندان: زموږ رايې دې د بل ولايت کارکو...

لښکرګاه (پژواک، ۸ مرغومی ۹۷): په هلمند کې يو شمېر معترض نوماندانو د خپلو پلويا... پاتی برخه

د ولايتي شوراګانو

قومي مشران: د هلمند امنیت ورځ تر بلې مخ په خرابېدو دی
By: زين الله س... , Date:30/12/2015

قومي مشران: د هلمن...

لښکرګاه (پژواک، ۹ مرغومی ۹۴): د هلمند د ولايتي شورا ريیس او قومي مشران وايي که... پاتی برخه

ملي شورا

By: زين الله س... , Date:24/09/2018

د هلمند ښځینه نوماندانې: کلتوري او امنیتي ستونزې مو د...

لښکرګا (پژواک، د تلې لومړۍ نېټه ۹۷): له هلمند ولايته د ولسي جرګې راتلونکو ټاکن... پاتی برخه

مرکې

Nad Ali poised to embrace vote: official
By: شمس جلال , Date:15/03/2014
  لښكرګاه (پژواک ٢٢ كب ۹۲): د هلمند د نادعلي ولسوال وايي، چې په دې ولسوا... پاتی برخه

ټاکنيزې مبارزې

By: د ولسي جرګې غړى او ن... , Date:17/10/2018

د ولسي جرګې غړى او نوماند عبدالجبار قهرمان يوه چاودنه...

لومړى تعقيب-لښکرګاه(پژواک،٢٥تله٩٧): د ولسي جرګې غړى او نوماند عبدالجبار قهرمان... پاتی برخه