Add new comment

"ځيني لوړ پوړي دولتي چارواکي له انسان تښتوونکو سره لاس لري"

لښکرګاه (پژواک، ۳ زمری ۹۴): د هلمند د ولايتي شورا او مدني ټولنو غړي ادعا کوي  چې يو شمېر دولتي چارواکي له انسان تښتوونکو سره لاس لري او هڅه کوي چې انسان تښتوونکي د پوليسو له منګلو خلاص کړي.
د هلمند د مدني ټولنو د همغږۍ دفتر مشر فرهاد داوري د زمري په ٣مه خبريالانو ته وويل چې په دې وروستيو کې د امنيتي ځواکونو له لوري يو شمېر انسان تښتوونکي نيول شوي دي.
هغه وايي چې د سيمه ييز چارواکو تر څنګ ځيني نور دولتي  چارواکي هم هڅې کوي تر څو دغه  انسان تښتوونکي د پوليسو له منګلو وژغوري.
خو هغه په دې برخه کې د چا نوم ياد نه کړ.
نن او په تېره اوونۍ په هلمند کې د امنيتي ځواکونو له لوري يوولس انسان تښتونکي نيول شوي دي.
داوري وايي: ((دا يوه ستره ستونزه ده، خلک خپل اولادونه ښوونځي ته نه شي لېږلی، وېره  ډېره  شوې ده، له دې امله له حکومت څخه غوښتنه کوو چې په ريښتني ډول سره تښتوونکي تعقيب کړي او ويې نيسي.))
دغه راز  د هلمند د ولايتي شورا غړي بشيراحمد شاکر هم د چا د نوم له اخيستو پرته وويل چې يو شمېر دولتي لوړپوړي چارواکي له انسان تښتوونکو سره لاس لري او د خلاصون لپاره يې هڅې کوي.
خو هغه زياته کړه: ((موږ هڅه کوو تر څو  دغه انسان تښتوونکي د خپلو اعمالو پر سزا ورسېږي.))
دغه راز د هلمند د امنيې قوماندانۍ له ترهګرۍ سره د مبارزې مشر سمونيار قند اغا وايي چې پوليس هڅه کوي انسان تښتوونکي ونيسي او د قانون منګلو ته يې وسپاري.
ده  هم وويل چې د پوليسو له لوري انسان تښتوونکي نيول کېږي خو کله نا کله د عدلي او قضايي ارګانونو له لوري سزا نه ورکول کېږي.
دغه راز د يو بل خبر له مخې، د هلمند مرستيال والي محمد جان رسوليار پژواک ته وويل چې په دغه ولايت کې د ملي امنيت موظفينو نن د انسان تښتوونکو نهه کسيزه ډله نيولې ده.
هغه وايي چې نيول شوو کسانو پر خپل جرم اعتراف کړى دى.

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.