Helmand governor expects higher turnout

لښکرګاه (پژواک ٢٤ غبرګولى ٩٣): د هلمند چارواکي وايي چې د تېرو ټاکنو په پرتله په دويم پړاو ټاکنو کې د هلمنديانو ونډه ډېره ده.
په دغه ولايت کې د رايې ورکولو ټول مرکزونه پرانيستې دي.
د هلمند والي جنرال محمدنعيم د غبرګولي په ٢٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په دغه ولايت کې نن سهار اوه بجې د رايې ورکولو لړۍ پيل شوې ده.
والي وويل، چې د رايې ورکولو د ټولو مرکزونو امنيت خوندي دى او په ټاکنو کې د خلکو ونډه بې سارې ده.
په تېرو ټاکنو کې د هلمند يو سل او لس زره اوسېدونکو ګډون کړى وو.
د هلمند د ټاکنو کمېسيون رييس قدرت الله نقشبندي پژواک ته وويل، چې په دغه ولايت کې د رايو ١٤٧ د رايې مرکزونه شته، چې ټول يې فعال دي.
ده وويل، چې تر اوسه په هېڅ مرکز کې تخنيکي او امنيتي ستونزه نه ده رامنځته شوې.
په ورته مهال د هلمند د امنيت امر لطف الله ګرمسېر پژواک ته وويل، چې له امنيتي ادارو سره ښه همغږي لري او د رايې ورکولو پروسه ښه روانه ده.
ګرمسېر وويل، چې پوليسو د پلان له مخې د رايې ورکونې مرکزونو امنيت نيولى او د ټاکنو په پروسه کې به هيڅ ډول لاسوهنه ونه کړي.
د حفيظ الله په نوم د لښکرګاه يوه اوسېدونکي د رايو په يوه مرکز کې د رايې له کارونې وروسته پژواک ته وويل، خوښ دى چې په ښه امنيت کې يې رايه ورکړه.
ده وويل: ((موږ خو رايه ورکړه، هيله لرو چې د دغو رايو احترام وشي.))
د ولسمشرۍ دويم پړاو ټاکنې نن په ټول هېواد کې پيل شوې دي.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.