Helmand Interviews

 
لښكرګاه (پژواک ٢٢ كب ۹۲): د هلمند د نادعلي ولسوال وايي، چې په دې ولسوالۍ کې تر عملياتو وروسته امنيتي وضعيت ډېر ښه شوى دى.
د نادعلي ولسوال انجنير محمدابراهيم له پژواک خبري اژانس سره په ځانکړې مرکه کې وويل، اوس په دې ولسوالۍ کې د ټاکنو د ترسره کېدو تر څنګ دا زمينه هم برابره شوه، چې پوليس د کوکنارو د کرکيلې مخنيوى وکړي.
ولسوال زياته كړه، چې اوس په دې ولسوالۍ كې ټولې ادارې فعاله شوي او د سيمې اوسېدونكې اړتيا نه لري، چې د خپلو ستونزو د حل په موخه ولايت ته ولاړ شي.

لښکرګاه (پژواک ١٥ مرغومى ٩١): د هلمند د کرنې رياست وايي، چې د دغه ولايت په يوولسو ولسواليو کې به کروندګرو ته د زعفرانو بوټي ووېشل شي.
د هلمند د کرنې رييس انجنير عبدالله احمدزي د مرغومي په ١٥مه پژاک اژانس ته په ځانګړې مرکه کې وويل، چې په تېرو دوو کلونو کې يې په خپلو تجربوي فارمونو کې د مسلکي کسانو له خوا د زعفرانو بوټي تجربه کړل، چې ډېره ښه پايله درلوده.
د هغه په وينا، د دغه ولايت له ديشو او باغران پرته به په ١١ ولسواليو کې کروندګرو ته د نمونې په توګه د زعفرانو بوټي ورکړي، ترڅو يې کرنه عامه شي.

 
لښکرګاه (پژواک، ٥ ورى ٩١): د هلمند د کجکي ولسوال وايي، چې د کار د نه شتون او غربت له امله خلکو د دولت پر وړاندې په وسله وال مخالفت لاس پورې کړى ، خو وايي که چېرې د کار زمينه ورته برابره شي د دولت ملاتړ به يې وکړي.
د کجکي ولسوال ملا عبدالرازق مظلوميار دغه څرګندونې له پژواک خبري اژانس سره د يوې ځانګړې مرکې پر مهال وکړې.
هغه زياته کړه، چې د  تېرو لسو کلونو پر مهال په  دې ولسوالۍ کې د پام وړ يوه  پروژه هم نه ده پلې شوې.