کابل (پژواک، ۲۷ وری ۹۸): د ټاکنو خپلواک کمېسیون د هلمند ولایت د ولسي جرګې د ټاکنو وروستۍ پایلې اعلان کړې خو د کوچیانو حوزې په ګډون یې د  شپږو نورو ولایتونو د ولسي جرګې د ټاکنو وروستۍ پایلې لا هم نه دي اعلان کړې.
د ټاکنو خپلواک کمېسیون د اعلان پر اساس، ظفر صادقي، حاجي غلام‌‌ ولي افغان، میرویس خادم، الحاج محمد کریم اتل، عبدالرشید عزیزي، شېرمحمد اخندزاده، نسیمه نیازۍ او شګوفه نورزۍ له هلمند ولایته ولسي جرګې ته بریالي شوي دي.
له غزني ولایت پرته په ټول هېواد کې د ولسي جرګې ټاکنې د تلې په ۲۸مه او ۲۹مه ترسره شوې.
د ټاکنو کمېسیون د رهبرۍ د نوي پلاوي له دندې وروسته د بلخ، پکتیا، غور، هرات، فراه، تخار، ننګرهار، لوګر، هلمند او اهل هندوانو د حوزو د ولسي جرګې د ټاکنو وروستۍ پایلې اعلان شوې دي.
د ټاکنو کمېسیون تر اوسه د لغمان، دایکنډي، سمنګان، جوزجان، بامیانو، پروان، زابل، فاریاب، نورستان، نیمروز، کنړ، کاپیسا، پنجشېر، خوست، بدخشان، سرپل، ارزګان، بلخ، پکتیکا، غور، هرات، فراه، تخار، بادغیس، ننګرهار، لوګر، هلمند او اهل هندوانو د حوزو د ولسي جرګې د ټاکنو وروستۍ پایلې اعلان کړې خو د کوچیانو د حوزې په ګډون یې د کابل، کندهار، میدان وردګو، پکتیا، بغلان او کنذز ولایتونو وروستۍ پایلې تر اوسه نه دي اعلان کړې.
د ټاکنو د مهال وېش له مخې، ټاکل شوې وه چې د ولسي جرګې د ټاکنو لومړنۍ پایلې د لړم په ۱۹ مه او وروستۍ پایلې یې د لیندۍ پر ۲۹ مه اعلان شي خو د شاوخوا شپږو میاشتو په تېرېدو لا هم د ټولو ولایتونو د ولسي جرګې د ټاکنو وروستۍ پایلې نه دي اعلان شوې.
 

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.