لومړى تعقيب-لښکرګاه(پژواک،٢٥تله٩٧): د ولسي جرګې غړى او نوماند عبدالجبار قهرمان په يوه چاودنه کې و وژل شو او اووه تنه نور ټپيان شول.
د هلمند د والي وياند عمرځواک د تلې په ٢٥مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن له غرمې مخکې د ولسي جرګې د غړي او نوماند عبدالجبار قهرمان د ټاکنيز کمپاين په دفتر کې چاودنه وشوه.
ځواک وايي چې په دې پېښه کې خپله قهرمان وژل شوى او اووه تنه نور ټپيان شوي دي.
هغه وايي:((چاودېدونکي توکي د قهرمان د ناستې په کوچ کې ځاى پرځاى شوي وو چې چاودنه يې پرې وکړه.))
د جبار قهرمان د کمپاين دغه دفتر د ولايت په مېلمستون کې دى چې د ولايت له مقام او د والي له کور سره نښتى دى.
دغه ځاى د هلمند د لومړۍ امنيتي حوزې اړوند دى چې د شنې سيمې په نوم هم يادېږي او هرکس چې دې سيمې ته ننوځي نو لومړى پلټل کېږي.
دغه راز د هلمند امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالرازق يعقوبي هم ياده پېښه او مرګ ژوبله تاييدوي او وايي چې په دې اړه پلټنې روانې دي.
بل لورته په لښکرګاه کې د ايمرجنسي روغتون کارکوونکو پژواک ته وويل چې له دې پېښې څخه د جبار قهرمان جسد او اووه نور کسان په ټپي حالت کې دوى ته انتقال شوي دي.
د دې بريد مسووليت طالبانو منلى دى.
د دغې ډلې وياند قاري يوسف احمدي وايي چې جبار قهرمان د دوى له لوري وژل شوى دى.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.