قومي مشران: د هلمند امنیت ورځ تر بلې مخ په خرابېدو دی

لښکرګاه (پژواک، ۹ مرغومی ۹۴): د هلمند د ولايتي شورا ريیس او قومي مشران وايي که د دغه ولايت د امنيت د ټينګښت په برخه کې بې غوري وشي نو ډېرې بدې پايلې به ولري.
د هلمند د ولايتي شورا مشر کریم خان اتل د مرغومي په ٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې په دغه ولايت کې ورځ تر بلې جګړه زور اخلي، خو امنيتي چارواکي يې پر وړاندې بې پروايي کوي.
هغه وايي چې د دغه ولايت د امنيت د ټينګښت لپاره يواځې د کاغذ پر مخ ليکنې شوې په عملي بڼه هېڅ هم نه دي شوي.
هغه وايي چې په تېرو ورځو کې له سلو کسانو پرته نور تازه دمي سرتېري د دغه ولايت هېڅ سيمې ته نه دي استول شوي.
هغه زياته کړه: ((يواځې یوه سل کسیزه د کوماندو قطعه هلمند ته رسېدلې چې ۶۰ سرتېرو يې په سنګین کې عملیات کړي او نورو سيمو ته يې تازه دمي سرتېري نه دي استول شوي.))
د هغه د معلوماتو له مخې، د سنګين ولسوالۍ د امنيې قوماندانۍ او د ولسوالۍ ودانۍ له حکومت سره او د ولسوالۍ پاتې نورې برخې له طالبانو سره دي.
دى وايي چې د ګرشک، واشير، مارجې او خانشين ولسواليو يو شمېر سيمې له طالبانو سره دي او پاتې نورې يې هم له ګواښ سره مخ دي.
هغه زياتوي: ((په هلمند کې امنيتي چارواکي له يوې خوا سمه رهبري نه کوي او له بل پلوه حکومتي مشرانو ته غلط معلومات ورکوي چې دغه کار به يوه ورځ دغه ولايت له سقوط سره مخ کړي.))
د سنګين ولسوالۍ قومي مشر سيف الدين سنګينوال پژواک ته وويل چې دې ولسوالۍ ته يو شمېر تازه دمي سرتېري تللي خو د عملياتو سيمې ته تر اوسه نه دي رسېدلي.
هغه وايي: ((دغه نوي ځواکونه د حاجي فتح محمد پېچ په نوم سيمه کې بند پاتې دي.))
د ده په وینا، په ولسوالۍ کې مېشت پولیس د جنګي مهماتو تر څنګ د خوراکي توکو له کمښت سره هم مخ دي.
هغه وايي: ((يوه ورځ يو پوليس راته زنګ وواهه چې يو من کچالو موږ ته را ورسوه کنه نوره جګړه نه شو کولاى.))
ده وويل چې د سنګين ولسوالۍ بازار تړل شوى او وسله والو طالبانو په ډېرو سيمو کې ماينونه ځاى پر ځاى کړي دي.
ده هم له امنيتي چارواکو غوښتنه وکړه چې د دغه ولايت د امنيت د ټينګښت په برخه کې بې غوري ونه وکړي.
د سنګين ولسواليو د سيمه ييزو پوليسو يوه ټپي قوماندان بهاءالدين پژواک ته وويل چې د امنيتي چارواکو د بې غورۍ له امله د جګړې پر مهال د ډېرو سيمه ييزو پوليسو مړي او ټپيان پراته وو خو د لېږد لپاره يې مرسته نه کېده.
هغه زياته کړه: ((که موږ ته پر وخت جنګي مهمات او خوراکي توکي رسول شوي واى نو طالبانو دومره پرمختګ نه شو کولاى.))
خو د هلمند امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالرحمن سرجنګ پژواک ته وويل چې امنيتي چارواکي د دغه ولايت د امنيت د ټينګښت په برخه کې بې غوري نه کوي.
هغه وايي چې سنګين ولسوالۍ ته تازه دمي سرتېري رسېدلي او امنيتي چارواکي د طالبانو د پلانونو د شنډلو په موخه پلانونه جوړوي.
ده وويل چې په دغه ولايت کې د جګړې ډېره برخه د نشه يې توکو د قاچاق وړونکو له لوري پر مخ وړل کېږي چې يو شمېر هېوادونه يې هم ملاتړ کوي.
خو هغه د کوم هېواد نوم ياد نه کړ.
هغه وايي چې د نږدې سيمو د امنيت د کابولو لپاره پوره امکانات لري خو هڅې کوي چې لومړى په لرو پرتو سيمو کې امنيت ټينګ کړي.
دغه راز د وسله والو طالبانو وياند قاري يوسف احمدي پژواک ته وويل چې په تېرو څو مياشتو کې يو شمېر سيمې دوی له امنيتي ځواکونو نيولې او اوس هم د دوى په ولکه کې دي.
هغه ادعا وکړه چې په سنګين ولسوالۍ کې په روانه ميلادي مياشت کې ٢٦ افغان سرتېري له وسله والو طالبانو سره يو ځاى شوي دي.
خو د طالبانو دغه ادعا بيا امنيتي چارواکي نه مني.
د يادونې ده، شاوخوا دوه مياشتې وړاندې د هلمند د مرکز په ګډون په ډېرو سيمو کې جګړه پيل شوه او تر اوسه دوام لري.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.