ډاکټر عبدالله : د سولې لپاره رښتينې هلې ځلې کوو

لښکرګاه(پژواک،۲۰ چنګاښ۹۴) : د حکومت اجرائيه رييس ډاکټر عبدالله عبدلله  وايي چې د ملي يووالي حکومت دسولې لپاره رښتينې هلې ځلې پيل کړې دي.
عبدالله چې د چنګاښ په ٢٠مه هلمند ولايت تللى، په هغه غونډه کې ګډون وکړ، چې په کې والي، ځايي چارواکو ، جهادي قوماندانانو ، ولايتي شورا او قومي مشرانو برخه اخيستې وه.
نوموړي زياته کړه، حکومت ژمن دی چې ددولت له وسله والو مخالفينوسره په صداقت د سولې پروسه پر مخ بوځي خو له مقابل لوري  څخه هم همدا هيله لري.
عبدالله وايي : (( جګړه د ستونزو دختم  لاره نه ده، سوله ددواړو غاړو  او ټول ولس په  خير ده او د پلي کولو په موخه  يې له هر ډول امکاناتو څخه ګټه اخلو.))
نوموړي د هلمند په اړه وويل، له وړاندې ددې ولايت په اړه  ځايي مسوولينو ناسم راپورونه ورکول، خو اوس چې يې له خلکو د حالاتو په اړه واورېدل ددې ولايت امنيت منفي لوري ته وران دی.
عبدالله ځايي امنيتي او ملکي مسوولينو ته سپارښتنه وکړه چې دامنيت دټينګښت او وسله والو مخالفينو د پلانونو د مخنيوي په موخه له پخوانيو جهادي قوماندانانو څخه د مشورې ګټه  پورته کړي.
نوموړي زياته کړه : ((مجاهدين په سيمه کې يوسالم  ظرفيت دی، بايد ښه ګټه ترې پورته شي، هغه خلک چې وايي د مجاهدينو دوره ختمه ده، تېروتنه کوي، مجاهدين اوس هم په ټولنه او خلکو کې خپل ځای لري.((
ده  وويل ، دا چې دخلکو او دولت تر منځ  دباور فضا کمه شوې، لامل يې په پراخه کچه د  فساد شتون، د امنيتي ځواکونو تر منځ نه همغږي، په ادارو کې د۱۳ کلونو  د ټېکه دارانو پاتې کېدل او په ولسواليو کې د حکومتولۍ نشتون  دی.
د هغه په وينا، ټول لوړ پوړي چارواکي په کابل او نورو لويو ښارونو کې قيمتي کورونه لري، له دې امله د مسووليت احساس نه کوي، يواځې د ملي پوځ سرتېري دي چې وژل کېږي، خو د مسوولينو له خوا نه يواځې چې له کورنيو سره يې مرسته نه کېږي، بلکې دهغوی معاشونه  په خپل وخت  نه ورکول کېږي ، اعاشه او اباطه  يې هم نيمايي کېږي.
اجرايي رييس زياته کړه،چې ددې ولايت له مسوولينو سره يې د امنيت د ټينګښت په اړه  ځانګړې خبرې کړې دي او ترڅنګ به يې ددې ولايت د پوهنې رياست ستونزې، د پوهنتون د ودانۍ د جوړېدو، د روغتيا او نورو برخو کې  وړانديزونه اړونده وزارتونو ته وسپاري.
د هلمند والي ميرزا خان رحيمي يادې غونډې ته وويل چې وسله والو مخالفينو په دې وروستيو کې خپله زياته پاملرنه ددې ولايت شمالي ولسواليو ته کړې چې له امله يې ددې سيمو امنيت خراب شوى دى.
خو هغه زياته کړه، چې ددې ولايت په سويلي سيمو کې امنيتي حالت ښه دى او پلان يې دادى چې له دې وروسته له دفاعي حالت څخه تهاجمي حالت ته لاړ شي.
هغه زياته کړه چې په دې ولايت کې  د کوکنارو د بديل لپاره دې دولت فابريکې او کرنيز سکتور فعاله کړي او پاملرنه دې ورته زياته کړي.
والي وويل چې په دې ولايت کې سږ کال څلور زره ټنه ترياک توليد شوي چې ډېرى يې د قاچاقبرانو لاسو ته ورځي او ددې ولايت جګړه له  همدې لارې تمويليږي.
نوموړي په دې ولايت کې د بيارغونې د کارونو غوښتنه وکړه.
د هلمند د ولايتي شورا رييس حاجي کريم اتل وويل چې ددوى تر ټولو مهمه غوښتنه امنيت دى او له امنيت پرته حکومت هم نه شي کېداى.
هغه زياته کړه، چې په دې ولايت کې بېکاري ورځ تر بلې زياتېږي او ځوانان د بې کارۍ له امله نشه يي توکو ته مخه کوي.
اتل د پوهنې او روغتيا په برخو کې د ډېر کار غوښتنه وکړه او ويې ويل چې په دې ولايت کې دې کار اهل کار ته وسپارل شي.
سناتور هاشم الکوزي بيا وويل چې په ولسواليو کې امنيت خراب شوى او خلک يې کډو کولو ته اړ شوي دي.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.