وسله والو د هلمند د کجکي لار تړلې

لښکرګاه (پژواک، ۱۵ چنګاښ ۹۴): د هلمند د کجکې ولسوالۍ مواصلاتي لار له تېرو دوو مياشتو را په دېخوا د امنيتي ستونزو له امله تړل شوې او اوسېدونکي يې له ګڼو ستونزو سره مخ دي.
د هلمند د ولايتي شورا غړی عبدالمجيد اخند زاده د چنګاښ ١٥مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې په کجکي ولسوالۍ امنيتي ستونزې وروستې بريد ته رسېدلي دي.
هغه وايي: ((له لښکرګاه سره د  کجکې لار له تېرو دوو مياشتو راهيسې  د طالبانو له خوا بنده شوې ده، چې له امله يې خلک  په سختو ستونزو کې دي، نه خپل ناروغ پر وخت ښار ته  رسولی شي او نه هم خوراکي توکي لري چې ويې خوري.))
د اخندزاده د معلوماتو له مخې، د کجکي اوسېدونکي په ډېرو ستونزو يوه پنځوس کيلويي بوجـۍ وړه په ٦ زره افغانۍ ترلاسه کوي.
هغه زياته کړه: ((طالبان اول خلکو ته قسم ورکوي چې دا وړه خو به پوليسو ته نه وړئ، بيا وروسته له هغه يې پرېږدي چې وړه واخلي.))
هغه وايي، له تېرو څو مياشتو راهيسې د کجکي امنيتي حالات ترينګلي شوي چې کله نا کله په کې د امنيتي ځواکونو او طالبانو تر منځ جګړه کېږي او له امله يې عامو خلکو ته مرګ ژوبله اوړي.
دغه راز د کجکي ولسوالۍ اوسېدونکي عبدالله پژواک ته وويل چې د دې ولسوالۍ يواځې تنګي سيمه له امنيتي ځواکونو او پاتې نور سيمې يي له وسله والو طالبانو سره دي.
هغه زياته کړه: ((ټولې سيمي دلته له طالبانو سره دي او سلګونه نا اشنا طالبان ښکته پورته په دې ولسوالۍ کې ګرځي امنيتي حالات ډېر خراب دي.))
هغه وايي که په دې سيمه کې پراخ پوځي عمليات ونه شي امکان لري چې د کجکې ولسوالۍ د وسله والو طالبانو په لاس سقوط وکړي.
خو د هلمند د والي وياند عمر ځواک پژواک ته وويل چې امنيتي ځواکونه هڅې کوي د کجکي او نورو ولسواليو امنيتي ستونزې هوارې کړي.
ځواک وايي چې د هلمند ولايتي چارواکو له امنيتي ارګانونو سره په همغږۍ د يوه امنيتي پلان طرحه جوړه کړي چې ډېر ژر به پلې شي.
خو هغه په دې اړه نور جزئيات ورنه کړل.
دا په داسې حال کې ده چې تېره اوونۍ د هلمند والي او د دغه ولايت  شمېر نورو چارواکو کجکې ولسوالۍ ته سفر کړى و  او له خلکو سره يې ژمنې وکړې چې ډېر ژر به په دې ولسوالۍ کې د امنيتي ستونزو د حل په موخه پوځي عمليات پيل او مواصلاتي لار به يې خلاصه کړي، خو تر اوسه دغه کار نه دى شوى.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.