Add new comment

هلمند کې سلګونه کورنيو د حقوقو ترلاسه کولو په موخه د نوم ليکنې غوښتنه کړې

لښکرګاه (پژواک، ۱۱چنګاښ۹۴): په تېرو درېيو مياشتو کې د روانو جګړو امله شاوخوا ٦٠٠ کورنيو د هلمند ولايت د کار او ټولنيزو چارو په رياست کې د حقوقو د ترلاسه کولو په موخه د نوم ليکنې غوښتنه کړې ده.
د هلمند د کار او ټولنيز چارو رياست مشر محمد نادر وطنوال د  چنګاښ په ١١مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې د تېرو کلونو په پرتله سږکال په دې ولايت کې د کار او ټولنيزو چارو له رياست سره د هغو کسانو د نوم ليکنې شمېره ډېره شوې، چې په روانو جګړو کې يې د کورنۍ غړي وژل شوي او يا هم خپله معلول شوي وي.
د ده دمعلوماتو له مخې، په تېرو درېيو مياشتو کې ٤٤٠ تنه معلولينو او د ۱۳۴ وژل شويو کسانو کورنيو غړو د  راجستر په موخه دې رياست ته مراجعه کړې ده.
د هغه په وينا، د يادو کسانو شمېره ځکه ډېره شوې، چې د جګړو پرمهال ښکېلې غاړې د ملکي کسانو ژوند ته اړينه پاملرنه نه کوي.
وطنوال وايي: ((تر اوسه چې کومو کسانو موږ ته مراجعه کړې، ټول ملکي کسان دي، ښکېل  لوري تر اوسه نه دي راغلي.))
دغه راز د هلمند د ولايتي شورا منشي حيات الله مايار بيا ياده شمېره کمه بولي او وايي، چې په تېرو درېيو مياشتو کې څو وارې له دې شمېرې څخه په لوړه کچه په دې ولايت  خلکو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
هغه زياته کړه: ((دلته خو يواځې د مرکز خلکو خپل نومونه ليکلي دي، د ولسواليو خلک د همدې ناامنيو له امله په دې نه توانېدلي، چې خپل نومونه راجستر کړي.))
نوموړي د جګړې له ښکېلو لورو غوښتنه وکړه، چې د جګړې له اصولو او قوانينو سره سم د جګړې پرمهال د ملکي خلکو ژوند ته پاملرنه وکړي.
د هلمند د مرکز اوسېدونکى ١٢ کلن نعمت الله وايي: ((دوه مياشتې وړاندې په سنګين ولسوالۍ کې ټپي شوم، ماين را باندې چاودنه وکړه، دواړه پښې مې له منځه ولاړې، کار خو نه شم کولاى، له روحي مشکلاتو سره هم مخامخ يم.))
ده له دولته غوښتنه وکړه، چې په هېواد کې د امنيت د ټينګښت لپاره وروستۍ هلې ځلې وکړي او د روانو جګړو قربانيانو ته دې پوره حقوق ورکړي.
د هلمند د کار او ټولنيزو چارو رياست د معلوماتو له مخې، تراوسه په دې ولايت کې ٧زره د جګړې قربانيانو له دوى سره ځانونه ثبت کړي، چې تر دې دمه دوه زره تنو ته حقوق ورکول کېږي.

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.