لښکرګاه (پژواک، ٢٣ زمرى ۹۸): د هلمند د ټاکنو کمېسيون چارواکي وايي چې د نا امنيو له امله د دغه ولايت په شپږو ولسواليو کې ټاکنې نه ترسره کيږي.
دغه څرګندونې د هلمند د ټاکنو کمېسيون رييس شبير احمد حامد پژواک خبري اژانس ته د يوې ځانګړې مرکې په ترڅ کې وکړې.
هغه وويل چې په دغو شپږو ولسواليو کې نوزاد، واشېر، سنګين، دېشو، موسى کلا او خانشين شامل دي.
ده زياته کړه: ((په دغو ولسواليو کې د نا امنۍ له امله نه موږ پر تذکرو سټېکرونه لګولي او نه هم ټاکنې په کې ترسره کيږي.))
خو نوموړى زياتوي چې د هلمند په پاتې نورو ولسواليو کې زرګونو کسانو په ټاکنو کې د ګډون په موخه پر خپلو تذکرو سټېکرونه لګولي دي.
حامد دا هم وويل چې د دغه ولايت په پاتې نورو ولسواليو کې هم د ټاکنو مرکزونه له لوړ امنيتي ګواښونو سره مخ دي چې له امله به يې يو شمېر کسان په ټاکنو کې له ګډون څخه پاتې شي.
دغه راز د هلمند د ولايتي شورا رييس عطاالله افغان پژواک ته وويل چې د نا امنيو له امله د دغه ولايت ډېرى اوسېدونکي نه شي کولى په ټاکنو کې برخه واخلي.
د نوموړي په وينا، په مارجې، کجکي، واشېر او ګرمسير ولسواليو کې يواځې نظامي کسان کولى شي چې خپلې رايې وکاروي، ځکه نور کسان د طالبانو له وېرې رايه نه شي اچولى.
خو بل لورته د هلمند امنيه قوماندان سمونوال احسام الدين هلمندي پژواک ته وويل چې د ټاکنو د ښه ترسره کېدو په موخه دوى په يو شمېر ولسواليو کې چاڼيز عمليات پيل کړي دي.
قوماندان دا هم وويل چې د ټاکنو تر را رسېدو پورې به ډېرې هغه سيمې بېرته له وسله والو طالبانو څخه ونيسي چې دا مهال يې کنټرول له هغوى سره دى.
د يادونې ده چې هلمند د افغانستان تر ټولو نا امنه ولايت دى چې دا مهال يې د شپږو ولسواليو بشپږ کنټرول له وسله والو طالبانو سره دى.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.