Add new comment

Fewer reconstruction projects executed in Helmand

لښکرګاه (پژواک دزمري لومړى نيتۀ ۹۴): د هلمند د ولايتي شورا غړي وايي د سيمه ييزو چارواکو د شخصي ګټو او بې پروايۍ له امله د رغونې چارې نه ترسره کېږي، خو سيمه ييز چارواکي بيا دغه څرګندونې ردوي.
د هلمند د ولايتي شورا مشر محمدکريم اتل پژواک خبري اژانس ته وويل چې د  ملي يووالي حکومت چارواکو د نه پاملرنې او د سيمه ييزو چاراکو د بې پروايۍ له امله په ولايت کې د رغونې کارونه په ټپه ولاړ دي.
هغه وايي چې د رغنيزو چارو د نه شتون له امله يو شمېر ځوانان وزګاره شوي او يو شمېر نور بيا د دولت له وسله والو مخالفينو سره يوځاى شوي دي.
اتل د ملي يووالي له حکومت او سيمه ييزو چارواکو غوښتنه وکړه چې له ژمنو سره سم په دغه ولايت کې د رغنيزو پروژو چارې پيل کړي تر څو په د نا امنيو مخه هم ونيول شي.
دغه راز د هلمند د ولايتي شورا منشي حيات الله مايار هم وايي چې له يوې اوږدې مودې راپديخوا په دغه ولايت کې رغنيزي پروژې نه دې پلې شوې او په ځينو پروژو کې فساد هم شوى دى.
هغه زياته کړه: ((د کليو پراختيا رياست ويلي چې په کجکي او سنګين ولسواليو کې ځينې پروژې پلې کړې دي هلته نا امني ده، دا پروژې يواځې د کاغذ پرمخ دي، هلته نه دې پلې شوي.))
د مايار په وينا، د کليو پراختيا رياست له دې شورا سره د څارنې په برخه کې هم اړينه مرسته نه کوي.
خو د هلمند د کليو پراختيا مشر محمد عمر قانع پژواک ته وويل چې د دغه ولايت په بېلابېلو برخو کې د ملي پيوستون پروژې د پلې کېدو په حال کې دي.
هغه د کجکي او سنګين د پروژو په اړه وويل: ((په دې ولسواليو کې سږ کال نه تېر کال موږ پروژې پلې کړې دي او هغه مهال امنيت ښه و.))
قانع د دغه ولايت په پروژو کې په ټوليزه توګه اداري فساد رد نه کړ خو زياته يې کړه چې د ولايتي شورا د غړو تر څنګ خلک بايد له دوى سره د فساد د مخنيوي په برخه کې مرسته وکړي.
ده وويل: ((مرسته دې راسره وکړي په هغو ځايونو کې چې کيفيت ټيټ وي را په ګوته دې کړي ترڅو څه چاره ورته وکړو او د مفسدينو مخه ونيسم.))
د هلمند د والي وياند عمرځواک هم مني په دغه ولايت کې رغنيزو چارو خونده نشته خو زياتوي چې سيمه ييز چارواکي هڅه کوي تر څو يو ځل بيا په دغه ولايت کې په پراخه کچه د بيارغاوې چارې پيل کړي.

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.