Saffron projects succeed in Helmand

لښکرګاه (پژواک ١٥ مرغومى ٩١): د هلمند د کرنې رياست وايي، چې د دغه ولايت په يوولسو ولسواليو کې به کروندګرو ته د زعفرانو بوټي ووېشل شي.
د هلمند د کرنې رييس انجنير عبدالله احمدزي د مرغومي په ١٥مه پژاک اژانس ته په ځانګړې مرکه کې وويل، چې په تېرو دوو کلونو کې يې په خپلو تجربوي فارمونو کې د مسلکي کسانو له خوا د زعفرانو بوټي تجربه کړل، چې ډېره ښه پايله درلوده.
د هغه په وينا، د دغه ولايت له ديشو او باغران پرته به په ١١ ولسواليو کې کروندګرو ته د نمونې په توګه د زعفرانو بوټي ورکړي، ترڅو يې کرنه عامه شي.
نوموړي زياته کړه، چې هرې ولسوالۍ ته د ٢٠ جريبه په اندازه بوټي ورکول کېږي او ٤٠ کروندګرو ته به د کرني رياست د مسلکي مامورينو په لارښوونه تسليم او وکرل شي.
د کرنې رييس وويل: ((د نورو پروګرامو تر څنګ مو د زعفرانو د کر عامولو ته ځکه لومړيتوب ورکړ، چې له يوې خوا به د کوکنارو بديل شي او له بلې خوا به د کروندګرو اقتصاد په پښو ودرېږي.))
د ‌ده په خبره، د زعفران لپاره د هلمند هوا مساعده ده او له بلې خوا اوبه کمې غواړي، يو ځل چې ورکرل شي پنځه کاله حاصل ورکوي او په ښه ډول د کوکنارو بديل هم کېداى شي.
د احمدزي په وينا، د زعفرانو بوټى حلال کښت دى، نړيوال او کورنۍ بازار لري او دغه راز د نورو حاصلاتو په پرتله يې قيمت هم لوړ دى.
نوموړي زياته کړه، چې په دې برخه کې يې کروندګرو او خپلو مامورينو ته د مسلکي کسانو له خوا ورکشاپونه دوام لري او د ١٣٩٢ کال په پيل کې به عملي له خپلو فارمونو څخه د تجربه شوو زعفرانو د بوټو د وېش لړۍ پيل کړي.
په نادعلي ولسوالۍ د ټولنيزې شورا غړي غياث الدين پژواک اژانس ته وويل، چې د کرنې رياست له خوا ورته د ٢٠ جريبه زعفرانو بوټو د ورکړې ژمنه شوې ده.
د ده په خبره، د رياست له خوا دا هم ورته ويل شوي، چې په پيل کې دغه اندازه زعفران ٤٠ ممتازو کروندګرو ته ورکول کېږي او په راتلونکې کې به نورو کروندګرو ته هم د دغو بوټو د وېش لړۍ پيل کړي.
نوموړى هم د کرنې رياست په دغه کار خوشاله دى او وايي: ((دا يو حلال کښت دى، که چېرې دغه بوټي په سيمه کې ښه حاصلات ورکړل، ښايي کروندګر د کوکنارو له کر لاس واخلي.))
د هملند د ناوې ولسوالۍ د عينک سيمې يو کروندګر حبيب الله هم له دغه پروګرام څخه خوښ دى او وايي، چې په ناوه کې له تېرو درېيو کلونو راهيسې کوکنار نه دي کرل شوي.
د هغه په وينا، په تېرو دوو کلونو کې دولت ښه پروګرامونه د کرنې په برخه کې پيل کړي دي، خو تر ټولو زياته اړتيا دا ده، چې ترلاسه شوو حاصلاتو ته بازار موندنه وشي.
نوموړي وويل، چې که چېرې د زعفرانو حاصل ښې پايلې ورکړي، نو کروندګر به يې کرنه عامه کړي.