Nad Ali poised to embrace vote: official

 
لښكرګاه (پژواک ٢٢ كب ۹۲): د هلمند د نادعلي ولسوال وايي، چې په دې ولسوالۍ کې تر عملياتو وروسته امنيتي وضعيت ډېر ښه شوى دى.
د نادعلي ولسوال انجنير محمدابراهيم له پژواک خبري اژانس سره په ځانکړې مرکه کې وويل، اوس په دې ولسوالۍ کې د ټاکنو د ترسره کېدو تر څنګ دا زمينه هم برابره شوه، چې پوليس د کوکنارو د کرکيلې مخنيوى وکړي.
ولسوال زياته كړه، چې اوس په دې ولسوالۍ كې ټولې ادارې فعاله شوي او د سيمې اوسېدونكې اړتيا نه لري، چې د خپلو ستونزو د حل په موخه ولايت ته ولاړ شي.
نوموړي په دې مرکه کې وويل، د نادعلي په مربوطاتو کې د راتلونكو ولسمشرۍ او ولايتي شورا ګانو د ټاكنو لپاره امنيتي ځواكونه لا له مخکې چمتو شوي دي.
هغه وايي: ((د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو د ټاګنو لپاره ۱۵ مركزونه شته ، چې يواځې يو يې تر منځني ګواښ لاندې دى.))
ولسوال وويل، په تېره ټاکنو کې په نادعلي ولسوالۍ کې يواځې پنځه د رايې ورکولو مرکزونه وو، خو په بشپړ ډول يې امنيت خوندي نه و.
د ده په وينا، چې د نوم ليكنې پر مهال هم د ټاكنو د خپلواک كمېسيون كار كوونكي له هېڅ ډول ستونزې سره نه دي مخ شوي.
د ده په وينا: ((په نادعلي کې د پوهنې بهير هم چټک شوى، په روان ښوونيز كال كې ۱۲ تړلي ښوونځي بېرته پرانيستل شوي او د زده کوونکو شمېر له اته زرو ۱۱۹۰۰زرو ته لوړ شوى، چې ۳۵۰۰ يې نجونې دي.
نوموړي زياته كړه، كروندګرو ته د كوكنارو د بديل په موخه زعفرانو ته د ۵۰ قطعو ځمکه چمتو شوې او هڅې روانې دي، چې په دې ولسوالۍ كې نور داسې پروګرامونه ترسره شي، چې كروندګر په خپله خوښه د كوكنارو له كښت څخه لاس واخلي.
په ورته مهال د نادعلي ولسوالۍ د ټولنيزې شورا يوه غړي وكيل غياث الدين پژواک ته وويل، چې په ياده ولسوالۍ كې امنيت او د پرمختګ لامل له حکومت سره د خلکو د مرستې له امله ده.
نوموړى وايي: ((كه چېرې دولت د بيارغونې او د بې روزګاره خلكو ته د كار په پيدا كولو كې پاملرنه زياته كړي حالت به نور هم ښه شي.))
د ده په خبره، چې د نادعلي په يو شمېر لرو پرتو سيمو کې كوكنار كرل شوي او هلته امنيت هم دومره ډاډمن نه دى.
د نادعلي د مركز لښكرګاه لوېديځ ته په ۲۵ كيلومترۍ كې موقعت لري، چې د كجكي له بند څخه خړوبېږي.
په دې ولسوالۍ کې څه موده مخکې افغان ګډو پوځيانو عمليات پيل کړي وو، څو ياده ولسوالۍ د وسله والو له نفوذ څخه پاکه کړي.
د دغه ولايت امنيتي چارواکو ويلي وو، چې دغه عمليات يې د روانې اونۍ په پيل کې پاى ته ورسول، چې په کې يو شمېر وسله والو ته مرګ ژوبله هم واوښته.