VOTER VOICES & DEMANDS

 
د ننګرهار د شېرزادو ولسوالۍ زلزله ځپلي وايي چې که څه هم شوې ژمنې  ورسر ه نه دي عملي شوي ، خو په راتلونکيو ټاکنو کې برخه اخلي او له راتلونکي ولسمشر څخه د خپل ژوند او ستونزو حل ته پاملرنه غواړي .
 د شيرزادو ولسوالۍ د جلال آباد ښار لوېديځ ته په شاوخوا ٥٠ کيلومترۍ کې د سپين غره په لمنه کې پرته ده .
په دغې ولسوالۍ کې د روان کال د وري په وروستيو کې قوي زلزله وشوه، چې له امله يې ٢٠ تنه ووژل شول ، ٥٢ ټپيان ، ٣٠٠ کورونه ړنګ په سلګونو نور زيانمن او ٦٠٠ څاروي  مړه شول .  

 
د نورستان يو شمېر اوسېدونکي وايي چې په تېرو پنځو کلونو کې په ژوند کې يې هېڅ کوم مثبت بدلون نه دى راغلى، ولايت ته يې پاملرنه ده شوې، خو په دې نيت به رايه ورکړي، چې راتلونکى واکمن يې ستونزو ته پام واړوي .
د ٧ ولسواليو لرونکى دغه سرحدي ولايت د هېواد په ختيځ کې پروت دى، چې له ګاونډي پاکستان سره  هم ګډه پوله لري.
دنورستان ولايتي شورا ٩ څوکۍ لري، چې ٣ يې د مېرمنو دي او په ولسي جرګه کې ٣ څوکۍ لري.
د راتلونکيو ټولټاکنو په اړه، دغه راپور د نورستان د  مرکز او  ٥ ولسواليو د ٨   اوسېدونکيو ( چې ٢ يې مېرمنې دي ) په مرکو، په روانه اونۍ کې چمتو شوى دى .

 
د مرکزي ولايت لوګر اوسېدونکي ناامني تر ټولو ستره ستونزه بولي او له بريالي ولسمشر څخه ددغې ستونزې هوارى غواړي .
د شپږو ولسواليو لرونکى دغه ولايت ، چې د کابل ښار سوېل ته په شاوخوا ٦٠ کيلومترۍ کې موقعيت لري ، نږدې هره ورځ د يوې ناامنى شاهد وي .
دلوګر ولايتي شورا ( ٩ ) غړي لري، چې درې يې ښځينه دي .  سږنيو ټاکنو کې دغې شورا ته د ټولټاکنو د خپلواک کمېسيون د وروستي نوملړ له مخې، ٤٨ تنو ځانونه کانديد کړي، چې لس يې ښځې دي . 

 
د ختيځ سرحدي ولايت کونړ اوسېدونکي په ټاکنو کې برخې اخيستلو ته چمتو دي ، دوى ډېرى له راتلونکي ولسمشر څخه د کونړ پر سيند د برېښنا بند جوړول اوپه سيمه کې امنيت غواړي .
 کونړ چې له ګاونډي هېواد پاکستان سره ٢٦٠ کيلومتر ه ګډه پوله لري ، د  ١٤ ولسواليو لرونکى ولايت دى .
دغه ولايت په ولايتي شورا کې  ٩ څوکۍ لري، چې درې يې د مېرمنو دي ، سږ کال  د ولايتي شورا ټاکنو ته ٥٧ تنو   ځانونه کانديد کړي ، چې يواځې درې يې مېرمنې دي .
دغه راپور په روانه اونۍ کې ددغه ولايت د مرکز او پنځو  ولسواليو  د لسو  اوسېدونکيو  د مرکو په اساس جوړ شوى، چې درې يې ميېرمنې دي .              

 
د خوست يو شمېر خلک امنيت او د سړکونو نشتوالى خپلې مهمې ستونزې ګڼي او له  راتلونکي ولسمشر څخه د همدغو ستونزو هوارى غواړي .
په سوېل کې پروت د ١٢ رسمي ولسواليو او درېيو نورو اداري واحدونو ( چې د ولسواليو معادل ګڼل کېږي )  لر ونکى  دغه ولايت په ولايتي شورا کې  ٩ څوکۍ لري، چې درې يې د مېرمنو او پاتې يې د نرانو دي .
 لاندينى راپور د همدغه ولايت د مرکز ، درېيو ولسواليو له شپږو اوسېدونکيو ( دوه مېرمنې )  او يوه کوچي سره د مرکو په بنسټ ، په تېره يوه او نۍ کې  چمتو شوى دى 
يوه ښاري مېرمن : له امريکايانو په تنګ يوو.

پژواک خبري اژانس د جمهوري رياست د ټاکنو په اړه په ولايتونوکې دخلکو نظر پوښتنه پيل کړې ده .
 
په دې لړ کې دهرات ولايت ديو شمېر اوسېدونکيو نظرونه له لوستونکيو سره شريکوي .
 
په دې نظرونو کې، په ټاکنو کې د خلکو د ونډې اخيستنې، له حکومت څخه دهغوى غوښتنې او پر حکومت دهغوى نيوکې شاملې دي .
 
دهرات دصنعتګرو ټولنې دمرستيال توريالي غوثي دمعلوماتو له مخې، په تېرو اوو کلونو کې په دې ولايت کې نږدې ٣٠٠ توليدي فابريکې جوړې شوې دي، چې ډېرى يې په صنعتي ښارګوټي کې فعاليت کوي .
 

په کابل کې مېشت هلمندي کډوال که څه هم له اوسنۍ ادارې څخه خوښ نه دي، خو وايي چې هرو مرو به د ولسمشرۍ په راتلونکيو ټاکنو کې برخه اخلي .
دغه کډوال، چې شمېر يې شاوخوا ٨٠٠ کورنيو ته رسيږي، د ښار لوېديځ ته د قمبر څلور لاري  په يوه ډاګ کې تر شلېدليو خيمو لاندې، چې کوچني ديوالونه يې ترې را چاپېرکړي دي، ژوند کوي .
دغه کډوال له تېرو دوو کلونو راهيسې د جګړو له امله کابل ته را کډه شوي دي .
 لاندې راپور په روانه اونۍ کې ددغه پنډغالي، له څلورو کډوالو سره د مرکو پر بنسټ  جوړ شوى    دى .

 د مرکزي ولايت غزني يو شمېر اوسېدونکي په ټاکنو کې برخې اخيستنې ته چمتو دي ، دوى له نا امنيو او بېکارۍ سر ټکوي او وايي چې ددغو ستونزو اوارى يې مهمې غوښتنې دي .
 د ١٨ ولسواليو لرونکى دغه ولايت ، چې د کابل  ښار سوېل ته په نږدې ١٥٠ کيلومترۍ کې موقعيت لري، په ولايتي شورا کې ١٩ څوکۍ لري ، چې ٥ يې مېرمنو ته ځانګړې شوې دي .
په راتلونکيو ټاکنو کې دغو څوکيو ته  ٩٣ تنه ولاړ دي ، چې ٩ يې مېرمنې دي .
ناوه ، د غزني هغه ولسوالۍ ده ، چې د راتلونکيو ټاکنو له ورځې څخه  پوره يو کال وړاندې ( د زمري په ٢٩ مه ) د طالبانو لاسته ورغلې او اوس هم ورسره ده .

که څه هم دننګرهار د مرکز او ددغه ولايت د ولسواليو اوسېدونکي له راتلونکي ولسمشره بېلابېلې غوښتنې لري، خو د امنيت ټينګښت، بېکاري او اداري فساد ختمول، هغه غوښتنې دي، چې له ډېرو اورېدل کېږي .
 د ٢٢ ولسواليو دغه سرحدي ولايت، چې د هېواد په ختيځ کې پروت او له پاکستان سره ګډه پوله لري، په ولايتي شورا کې ١٩ او په ولسي جرګه کې ١٣ څوکۍ لري .
 په دغه راپورکې، چې له بريالي ولسمشر څخه د يواځينۍ غوښتنې په اړه چمتو شوى، ددغه ولايت له مرکز ( جلال آباد ښار ) او ٥ ولسواليو له ١٠ تنو څخه د چنګاښ په وروستۍ اونۍ کې پوښتنې شوې دي .
هټيوال : ناامني د ټولو بدبختيو سرچينه ده

د پکتيکا يو شمېر خلک  د ځينو نورو ولايتونو په څېر د ولسمشرۍ له ٤١ کانديدانو څخه يواځې دوه يا درې تنه پېژني .
د دې يو لامل دادى چې دغو ټاکنو ته نوې څېرې را مخکې شوې دي او ټاکنزې مبارزې يې هم يواځې په مرکز کې محدودې دي .
څرنګه چې بريالى ولسمشر د ټولو رايې ورکوونکيو له نيمايي څخه د ډېرو رايې ترلاسه کولو ته اړتيا لري ، نو دغه نه شناخت به د رايو په ترلاسه كولو كې  ستونزه را منځ  ته كړي .

Pages