Data Gathered Date:
د پکتيکا يو شمېر خلک د ځينو نورو ولايتونو په څېر د ولسمشرۍ له ٤١ کانديدانو څخه يواځې دوه يا درې تنه پېژني .
د دې يو لامل دادى چې دغو ټاکنو ته نوې څېرې را مخکې شوې دي او ټاکنزې مبارزې يې هم يواځې په مرکز کې محدودې دي .
څرنګه چې بريالى ولسمشر د ټولو رايې ورکوونکيو له نيمايي څخه د ډېرو رايې ترلاسه کولو ته اړتيا لري ، نو دغه نه شناخت به د رايو په ترلاسه كولو كې ستونزه را منځ ته كړي .
پكتيكا د هېواد په سوېل ختيځ كې پروت پراخ نيمه غرنى ولايت دى، چې ۱۹۵۰۰كيلومتره مربع مساحت لري. دغه ولايت له پكتيا، خوست، زابل او غزني ولايتونو سره نښليدلى او له هېواده د باندې له شمالي او جنوبي وزيرستان او بلوچستان اړوندو سيمو سره د ۳۵۰ كيلومتره په اوږدوالي ګډه پوله لري .
ددې راپور په چمتو کولو کې د کانديدانو د پېژندګلوۍ په اړه د پکتيکا د مرکز په ګډون د دوه ولسواليو د پنځو اوسېدونکيو او دوه کوچيانو نظرونه اخيستل شوي دي.
د کانديدانو د پېژندلو ستونزه :
٥٠ كلن شمس كوچی د پكتيكا له هغو خلكو څخه دی، چی د ولسمشری له کانديدانو څخه يواځی حامد کرزی او اشرف غني احمدزى پېژني .
هغه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه دواړه ځکه پېژني چې يو يې ولسمشر دى او بل يې خپل
کوچى دى . نوموړي ته نور ټول کانديدان نوي دي او په اړه يې هيڅ معلومات نه لري .
د سر روضې ولسوالۍ اوسېدونکى رحمت الله، بيا له حامد کرزي پرته بل کانديد نه پېژني .
هغه ددې پوښتنې په ځواب کې چې ولې نورکانديدان نه پېژني ؟ وويل چې کانديدان دلته نه دي راغلي او نه ورته چا د هغوى په اړه معلومات ورکړي دي .
د مرکز ( ښرنې ) اوسېدونکى ملا محمد نبی، چې د يوه کلي ملادى ، له کرزي پر ته رمضان بشر دوست او ډاکټر عبدالله عبدالله هم پېژني .
نوموړي وايي چې بشردوست يې جومات ته راغلى و ، نو ځکه يې پېژني او د عبدالله نوم يې هم اورېدلى دى .
د مر کز يو بل اوسېدونکى ډاکټر روزالدين چې دکابل له طب پوهنتون څخه فارغ شوى او اوس شخصي معاينه خانه لري ، د نورو په پرتله ډېر کانديدان پېژني .
هغه وايي چې له حامد کرزي سربېره ، رمضان بشردوست ، عبدالله عبدالله ، اشرف غني احمدزى ، ميرويس ياسيني او شنهواز تڼي هم پېژني .
هغه ددې پوښتنې په ځواب کې چې دا نور ولې نه پېژني ؟ وويل :(( ځکه چی ټول کانديدان نوي دي، يوهم نه پېژنم يواځی کمپاينونه يې دکابل په هوټلونوکی ترسره کېږی . ))
د چارباران ولسوالۍ اوسېدونکى ٤٥ کلن خمى چې لارۍ چلوي ، له کرزي سربېره اشرف غني احمدزى او ډاکټر عبدالله ځکه پېژني چې پخوا وزيران وو .
پنځه پنځوس کلنه ګلبخته کوچۍ، يواځې حامد کرزيى پېژني .
هغه چې په وينا يې د طالبانو په ليکه کې شامل يو زوى يې د طالبانو د سقوط په لومړيو کې لادرکه شوى، وايي چې داسې چاته به رايه ورکړي، چې ددې زوى را پيدا کړي او د غريبو غم وخوري، خو ګلبختې ته دا کار ځکه ستونزمن دى ، چې پرته له يوه کانديده نور يو هم نه پېژني .
د چارباران ولسوالۍ اوسېدونکې ٢٨کلنه زينت وايي چې تراوسه يې هيڅ کانديد نه دى ليدلى ، يواځې د کر زي عکسونه يې ليدلي او د څو نورو نومونه يې له راديو اورېدلي دي .