Data Gathered Date: 

Tuesday, March 19, 2013 - 15:45

که څه هم دننګرهار د مرکز او ددغه ولايت د ولسواليو اوسېدونکي له راتلونکي ولسمشره بېلابېلې غوښتنې لري، خو د امنيت ټينګښت، بېکاري او اداري فساد ختمول، هغه غوښتنې دي، چې له ډېرو اورېدل کېږي .
 د ٢٢ ولسواليو دغه سرحدي ولايت، چې د هېواد په ختيځ کې پروت او له پاکستان سره ګډه پوله لري، په ولايتي شورا کې ١٩ او په ولسي جرګه کې ١٣ څوکۍ لري .
 په دغه راپورکې، چې له بريالي ولسمشر څخه د يواځينۍ غوښتنې په اړه چمتو شوى، ددغه ولايت له مرکز ( جلال آباد ښار ) او ٥ ولسواليو له ١٠ تنو څخه د چنګاښ په وروستۍ اونۍ کې پوښتنې شوې دي .
هټيوال : ناامني د ټولو بدبختيو سرچينه ده
ځوان امان الله، چې د جلال آباد ښار د مخابراتو په څلور لارې کې دوکانداري کوي، پژواک خبري اژانس ته وويل چې که له ولسمشر څخه ورته د غوښتنې موقع په لاس ورشي، نو د امنيت ټينګښت به ترې وغواړي .
 هغه په دې باور دى، چې د ولس ټولې بدمرغۍ د ناامنيو له امله دي او که امنيت ټينګ شي، نو دغه بدمرغۍ به پاى ته  ورسېږي .
سپوږمۍ : له امنيته پرته هېڅ نه شي کېداى
پيغله سپوږمۍ نوري دجلال آباد ښار اوسېدونکې وايي چې يواځينۍ غوښتنه يې د امنيت ټينګوالى دى .
هغې زياته کړه : (( چې امنيت نه وي هېڅ کار نه کېږي . ))
سپوږمۍ باوري ده، چې ټاکنې به وشي، خو زياتوي چې ولسمشر به د افغانانو په رايونه، بلکې د بهرنيانو په خوښه وټاکل شي .
محصل : کار دې اهل ته وسپارل شي
که څه هم ډېرى نظامونه اهل ته دکار د سپارلو شعارونه ورکوي، خو تراوسه لا دغه شعار سمه عملي بڼه نه ده خپله کړې .
د ننګرهار پوهنتون دکرنې پوهنځي د درېيم کال محصل او د کږې ولسوالۍ اوسېدونکى بختيار ساحل، د نظام شته ستونزې په همدې کې ګڼي .
هغه وايي چې يواځينۍ غوښتنه يې داده، چې کار اهل ته وسپارل شي او که دا کار وشي، نو نظام به ښه شي او چې نظام ښه شي، نو د خلکو ژوند به  ورسره په خپله ښه شي .
کليواله مېرمن : ګډوډي نا اهلو جوړه کړې ده
د بهسودو ولسوالۍ اوسېدونکې جميله، چې د درېيو ماشومانو مور ده، هم اهل ته د کار په سپارلو تينګار کوي .
 هغې وويل : ((که له ولسمشر سره مخ شم، نو اهل ته دکار د سپارلو غوښتنه به کوم، ځکه ټوله خرابي همدې کار کړې، چې کار د هغه اهل ته نه دى سپارل شوى .))
ليکوال او ژورنالست : اداري فساد د ټولو ګډوډيو مور ده
د هسکې مېنې ولسوالۍ اوسېدونکى ليکوال او  ژورنالست محمداصف شينوارى د ټولو بدبختيو لامل په اداري فساد کې ويني .
هغه وايي چې يواځينۍ غوښتنه يې د اداري فساد ختمول دي، هغه زياته کړه : (( اداري فساد په هېواد کې د ټولو ګډوډيو مور ده،کله چې فساد ختم شي، نو امنيت راتلى شي، قانون عملي کېداى شي،کار پرمختګ کوي او که فساد وي، نو هېڅ هم نه شي کېداى.))
دى د ټولټاکنو په کېدو باوري دى، خو په روڼوالي يې يقيني نه دى .
 کارګر : بېکاري دې ختمه شي
تېرو درېيو لسيزو جګړو هېواد وران کړى دى، که څه هم دغه هېواد کافي بشري ځواک لري او دغه ځواک ته بشپړه اړتيا شته، خو بيا هم ډېرى ځوانان له بېکارۍ سر ټکوي .
د سره رود ولسوالۍ اوسېدونکى ٣٠کلن ميرويس، چې په جلال آباد ښارکې له لاريو سمنټ ښکته کوي، وايي چې د کار په موندلو پسې سرګردانه وي .
هغه وايي چې له بريالي ولسمشر څخه يې يواځينۍ غوښتنه داده، چې خلکو ته کار پيدا کړي .
 ميرويس زياته کړ ه : (( کور کې رانه  ډوډۍ غواړي او ماته کار نه وي، نو پيسې له کومه کړم او که بېکاري ختمه شي، نو ژوند به مو ښه شي .))
هغه وايي چې تراوسه بېکارۍ ته حکومت پام نه دى کړى، ټول ځوانان بېکاره ګرځي او بهر ته روان دي، چې څه يې په لاره کې مړه کېږي او څه تري تم شي .
کارګر : خلک په نس ماړه کړئ
د چپرهار ولسوالۍ اوسېدونکى  ٢٥کلن واحدالله، چې په همدې ښار کې په يوه نوې جوړېدونکې ودانۍ کې  کار کوي، هم  خلکو ته د کار په موندلو ټينګار کوي .
هغه وايي : (( که چېرې له ولسمشر سره مخ شم، نو لومړۍ غوښتنه به مې ورنه خلکو ته دکار زمينه برابرول وي، خلک چې په نس ماړه وي، هرڅه په خپله جوړېږي، چې وږي شي، نو جنګ، غلا او هرڅه کوي. ))
دغه دواړه مزدوران دا ذهنيت لري، چې راتلونکى ولسمشر امريکا ټاکي، نه ددې ځاى خلک .
د پوهنتون استاد : ملي يووالى تر ټول مهم دى
د هسکې مېنې ولسوالۍ اوسېدونکى او د ننګرهار پوهنتون د ژبو او ادبياتو پوهنځي استاد لال پاچا ازمون، له هرڅه مخکې پر ملي يووالي ټينګار کوي .
هغه وايي چې له راتلونکي ولسمشر څخه يې يواځينۍ غوښتنه داده، چې د ملي يووالي ټينګښت ته کار وکړي .
هغه زياته کړه : (( له ملي يووالي سره سوله، امنيت او بيارغونه راځي. ))
ازمون د ټاکنو پر کېدو يقيني دى، خو د ر وڼوالي په اړه يې ډاډه نه دى .
حکومتي ماموره : ټوپکيان به خلک دخپل زړه رايې ورکولو ته پرېنږدي
د ننګرهار د ښځو چارو رييسه شيلا بابري، چې په وينا يې په ژوند کې يې د پنځه کاله پخوا په پرتله کوم د پام وړ تغيير نه دى راغلى، پخوا هم ماموره وه او اوس هم .
 هغه وايي چې کانديدان ډېر دي، ډېرې ژمنې ورکوي او خلک ترې ستړي شوي دي .
د نوموړي په وينا، ژمنې ټول کانديدان کوي، خو عمل به پرې هېڅوک ونه کړي .
 دغه ماموره له ٤١کانديدانو څخه پنځه تنه پېژني او وايي چې دخپلې خوښې کانديد يې هغه څوک دى، چې لوړې زده کړې ولري، لاسونه يې دخلکو په وينو سره نه وي، جنګ خوښوونکى نه وي، هېوادپال او فعاله وي  .
 د نوموړي په وينا، لومړنۍ ستونزه د سړکونو خرابوالى او دويمه د بېکارۍ ستونزه ده.
 هغه په ټاکنو کې برخه اخلي، خو په روڼوالي يې باوري نه دى .
 بابري زياته کړه : ((  اوس هم هماغه ټوپکسالاران په واک کې دي او نه پرېږدي، چې خلک په خپله خوښه خپل کانديد ته رايه ورکړي. ))
 يوه دنده لرونکې مېرمن : له کانديدانو سره د ملت زور نشته
د هسکې مېنې ولسوالۍ اوسېدونکې تورپېکۍ شينوارې، چې په يوه موسسه کې کار کوي، وايي چې د تېرو پنځو کلونو په پرتله يې ژوند ښه شوى دى، خپله او خاوند يې دنده لري او ماشومان يې ښوونځيو ته ځي .
هغه وايي چې پنځه کاله وړاندې يې ژوند ډېر تريخ و، خو اوس پوره ښه شوى دى .
 هغه د ولسمشرۍ له درې نيم درجن کانديدانو څخه يواځې څلور تنه پېژني .  
شينوارې دکانديدانو په اړه وايي : ((  يو هم د ملت په زور او يا د ملت د خدمت لپاره نه دى ولاړ، بلکې د ډالرو په زور او د پرديو له لوري ولاړ دي. ))
هغه وايي چې دسيمې لومړۍ ستونزه يې دبرېښنا او دويمه يې د سرپناه  نشتوالى دى.
دغه مېرمن په راتلونکيو ټاکنو کې رايې ورکولو ته زړه نه ښه کوي او وايي: ((کانديدان يواځې ژمنې کوي، خو عملي کوي يې نه، نو پر ځاى ددې، چې سبا پر خپلې رايې پښېمانه نه شم، نو هېڅ رايه نه ورکوم .))