Data Gathered Date: 

Friday, March 29, 2013 - 11:30

پژواک خبري اژانس د جمهوري رياست د ټاکنو په اړه په ولايتونوکې دخلکو نظر پوښتنه پيل کړې ده .
 
په دې لړ کې دهرات ولايت ديو شمېر اوسېدونکيو نظرونه له لوستونکيو سره شريکوي .
 
په دې نظرونو کې، په ټاکنو کې د خلکو د ونډې اخيستنې، له حکومت څخه دهغوى غوښتنې او پر حکومت دهغوى نيوکې شاملې دي .
 
دهرات دصنعتګرو ټولنې دمرستيال توريالي غوثي دمعلوماتو له مخې، په تېرو اوو کلونو کې په دې ولايت کې نږدې ٣٠٠ توليدي فابريکې جوړې شوې دي، چې ډېرى يې په صنعتي ښارګوټي کې فعاليت کوي .
 
ددې راپور په جوړولو کې د هرات د مرکز د اوو او د ولسواليو ددرېيو اوسېدونکيو له نظرياتو څخه کار اخيستل شوى دى، چې له هغوى سره د چنګاښ په ٢مه، اونۍ کې مرکې شوې دي .
 
صنعتګر : اقتصادي پرمختګ او ننګونې
 
دهرات ښار داومې ناحيې اوسېدونکى او د حقدوست دسيم او کېبل شرکت مرستيال ٣٢ کلن غلام حسين، په ټاکنو کې پر ونډې ا خيستو ټينګار کوي .
 
دى وايي : (( زه په ټاکنو کې ګډون کوم او ددولت جوړونې لړۍ د دوام لپاره رايه ورکوم . ))
 
نوموړي وويل چې دا مهال د افغانستان، په ځانګړې توګه دهرات وضعيت داوو مخکې کلونو په پرتله ښه شوى دى او سلګونه صنعتي فابريکې جوړې شوې، په هرات کې زياته پانګونه شوې ده او دا ټول د منتخب حکومت پايلې دي .
 
غلام حسين هرات ته د ايران او ترکمنستان د برېښنا دغځېدو او په فابريکو کې له هغې څخه د کار اخيستو خبره کوي، خو هغه دحکومت نيمګړتياوو ته هم اشاره وکړه او اداري فساد، دپانګوالو لپاره د ډاډمن امنيت نشتوالى يې د حکومت کمزورتياوې وبللې .
 
دنوموړي په وينا، خلک د ناامنيو له کبله پانګونې ته زړه نه ښه کوي .
 
ودانيز کارکوونکى : بېکاري د ځوانانو ستره ستونزه
 
د پښتون زرغون ولسوالۍ د ماروا دکلي اوسېدونکى او ودانيز کارکوونکى ٢٥ کلن فضل احمد وايي چې تراوسه يې په ټاکنو کې د ونډې اخيستو په اړه پرېکړه نه ده کړې .
 
نوموړي وويل چې په افغانستان کې د زيات شمېر هېوادونو له شتون سره سره اوس هم زيات شمېر ځوانان بېکاره دي او ان اړ دي، چې د کمونستي حکومت په شان د کار لپاره ګاونډيو هېوادونو ته ولاړ شي .
 
فضل احمد وويل چې که چېرې له ولسمشر سره دليدو فرصت ترلاسه کړي، نو هغه ته به ووايي چې که چېرې خلکو ته کار پيدا کړي او دخلکو ګېډې مړې شي، نو جرم او جنايت به کم  او آبادي به زياته شي.
 
خو ددې صنعتي ښار يو شمېر اوسېدونکي وايي چې تراوسه يې په دې اړه، چې کوم نوماند ته رايه ورکړي ، پرېکړه نه ده کړې .
 
محصل : اندېښنه او په ټاکنو کې ونډه
 
دهرات د تخنيک انستيتيوت ددوهم ټولګي محصل ٢٠ کلن الياس وويل چې تراوسه يې پرېکړه نه ده کړې، چې د ولسمشرۍ دکانديدانو له جملې څخه چا ته رايه ورکړي؟
 
که څه هم له اوسني حکومت څخه تر يوه حده خوښ و، خو ويې ويل چې اداري کمزورتيا او درغلي ددې لامل شوى دى، چې پايلې به چندان دقناعت وړ نه وي .
 
نوموړي همدارنګه دامنيت له خرابېدو څخه اندېښنه څرګنده کړه .
 
الياس دخپلو خبرو په اوږدو کې وويل چې د رڼو ټاکنو په ترسره کېدو ډاډه نه دى، خو په ټاکنو کې له ګډون پرته بله چاره هم نشته .
 
دنوموړي په اند، د ټاکنو ترسره کېدل، د ټاکنو کولتور دودوي او دغه کولتور د راتلونکي نسل لپاره ښې پايلې لري .
 
له ايران څخه ستون شوى کس : ژمنې نه پلي کېږي
 
٥٥ کلن حاجي محمد راستون شوى کډوال او دشينډنډ ولسوالۍ د مرکز اوسېدونکى دى .
 
نوموړي وويل چې په ټاکنو کې ونډه اخلي او هغه نوماند ته رايه ورکوي، چې ځوانه مفکوره ولري او طرحې يې د فساد د له منځه وړلو او په هېواد کې دنظم او امنيت په راوستلو کې ګټورې وي .
 
هغه وويل چې د ټولو خلکو عقايدو ته بايد درناوى وشي او له هغو کسانو څخه بايد ملاتړ وشي، چې نوې طرحې او وړتيا ولري .
 
دنوموړي په وينا، اوسني حکومت هغه ژمنې، چې د شينډنډ له خلکو سره يې کړې وې ، پلي نه کړې او په دې ولسوالۍ کې يې د بيارغونې هېڅ دپام وړ پروژه پلي نه کړه .
 
کوچى : بهرني ځواکونه د جګړو لامل دي     
 
دهرات د ګلران ولسوالۍ يوه کوچي ٣٨ کلن غلام رسول، چې د خپلو څارويو د پلورلو لپاره هرات ښار ته راغلى دى، وويل چې تر هغو، چې بهرني ځواکونه په هېواد کې دي، رايه ورکول ښه نه دي .
 
هغه ادعا وکړه، بهرنيان چې هر څوک وغواړي، واک ته يې رسوي او يوه دروغجنه ټاکنه په لاره اچوي .
 
دنوموړي په وينا، دامنيت خرابېدل، د خوراکي او سون توکيو دبيو لوړېدل او په حکومت کې بډې او فساد شتون لري .
 
هغه همدارنګه د بهرنيو ځواکونو په شتون نيوکه وکړه او ويې ويل چې دوى د افغانانو له کولتور او دين سره مخالف دي .
 
خو هغه په ټاکنو کې د نه ګډون په صورت کې بله کومه لاره په ډاګه نه کړه .
 
 دکور مېرمن : د ژوند امکانات ښه شوي دي
 
٢٦ کلنه ثريا، چې د کور مېرمن ده او دهرات ښار په درېيمه ناحيه کې ژوند کوي، وويل چې په ټاکنو کې ونډه اخيستل له اوسني وضعيت څخه د وتلو تر ټولو ښه لاره ده .
 
دنوموړي په وينا، که چېرې ټول خلک په ټاکنو کې ونډه واخلي، امنيت به سل په سلو کې ټينګ شي او هېواد به پرمختګ وکړي .
 
 ثريا،  تلپاتې برېښنا، د څښاک پاکې اوبه، د صنعت په برخه کې پانګونه، دسړکونو جوړول او د تفريحي پارکونو جوړول د اوسني منتخب حکومت برکت وباله .
 
ښوونکې : د ښوونځيو وضعيت ښه نه دى
 
دغوريانو ولسوالۍ دنجونو دلېسې ښوونکې بهار فکوري وايي، چې ددې ښوونځيو زده کوونکي تر سره لمر لاندې اويا په خېمو کې درس وايي او همدارنګه ددرسي کتابونو له کموالي سره مخ دي .
 
هغې وويل چې له راتلونکي ولسمشر څخه غواړي، ترڅو دې ستونزو ته پاملرنه وکړي .
 
هرات، چې دهېواد په لوېديځ کې موقعيت لري، دصنعتي ولايتونو له جملې څخه ګڼل کېږي .