Data Gathered Date: 

Sunday, March 31, 2013 - 13:30

 
د مرکزي ولايت لوګر اوسېدونکي ناامني تر ټولو ستره ستونزه بولي او له بريالي ولسمشر څخه ددغې ستونزې هوارى غواړي .
د شپږو ولسواليو لرونکى دغه ولايت ، چې د کابل ښار سوېل ته په شاوخوا ٦٠ کيلومترۍ کې موقعيت لري ، نږدې هره ورځ د يوې ناامنى شاهد وي .
دلوګر ولايتي شورا ( ٩ ) غړي لري، چې درې يې ښځينه دي .  سږنيو ټاکنو کې دغې شورا ته د ټولټاکنو د خپلواک کمېسيون د وروستي نوملړ له مخې، ٤٨ تنو ځانونه کانديد کړي، چې لس يې ښځې دي . 
 د سړک دغاړې ماينونه ، راکټي  او مخامخ وسلوال بريدونه، د بهرنيو ځواکونو له خوا خپلسري عمليات ،د خلکو نيول او وژل  هغه څه دي ، چې ددغه ولايت د يو شمېرخلکو ژوند يې له ګواښ سره مخ کړى دى .
خو له دې سره – سره بيا هم ددغه ولايت ځينې خلک غواړي ، چې خپلې رايې وکاروي او د خپلې خوښې ولسمشر او ولايتي شورا غړي وټاکي .
که څه هم دغه خلک بېلابېلې غوښتنې لري، خو  هغه څه چې د ټولو اواز ګڼل کېداى شي هغه دامنيت ښه کول او له مخالفو وسلوالو سره روغه او جوړه ده .
 په دغه راپور کې د مرکز او درېيو ولسواليو له ٦ سړيو او ٣ مېرمنو سره د چنګاښ په دويمه اونۍ کې مرکې ترسره شوې دي .
دولتي مامور: ناامني لويه ستونزه ده
حاجي سر دار اغا پنځوس کاله عمر  لري او د پل علم اړوند د کجې سيمې اوسېدونکى دى.
دغه دولتي مامور د پژواک خبري اژانس ددې پوښتنې په ځواب کې چې ژوند يې په تېرو پنځو کلونو کې څه تغير کړى؟ وويل  : (( پنځه کاله وړاندې امنيت ښه و، اوس ډېر خراب شوى او ژوند مو ور سره هم خراب شوى دى . ))
هغه د خپلې سيمې لومړۍ ستونزه امنيت وبلله او ددې پوښتنې په ځواب کې، چې له راتلونکي ولسمشر څخه د ده يواځينۍ غوښتنه څه ده ؟ وويل : (( امنيت دې ښه کړي . ))
هغه اداري فساد دويمه ستونزه وبلله او د ورکېدو غوښتنه يې وکړه.
سر دار اغا،ددې پوښتنې په ځواب کې چې په ټاکنو کې ولې ګډون کوې ؟ وويل : (( ددې لپاره چې دغه نظام بدل شي . ))
خو هغه د ناامنيو له امله د ټاکنو په ترسره کېدو باوري نه دى .
نالوستې مېرمن: په ټاکنو  او ولسمشر باور نه لرم
د ناامنه ولسوالۍ خروار اوسېدونکې ٤٥ کلنه زرينه هم خپل ژوند د پخوا په پرتله تريخ بولي .
 هغه وايي : (( پخوا مې ژوند ښه و ، اوس مې بچيان له وېرې کور کې شپې نه شي سبا کولى . ))
دغه نالوستې مېرمنه ، چې له اوسني ولسمشر حامد کرزي نه پرته بل کانديد نه پېژني ، له دغه ايکي يوه کانديده هم ناخوښې ده .
 هغه په ټاکنو کې برخه  نه اخلي او په دې اړه وايي : (( زموږ حکومت نه دى ، خارجيان راغلي دي ، جنګونه کوي او موږ وژني . ))
هغه په دې باور ده، چې دلته ولسمشر  خارجيان ټاکي ، نو ځکه انتخاباتو باندې عقيده نه لري .
 زرينې ، ددې پوښتنې په ځواب کې چې اوسني حکومت ورته څه کړي ؟ وويل : (( يواځې موږ يې نارامه کړي يوو ، امنيت يې خراب کړى . ))
دغه مېرمن له راتلونکي ولسمشر څخه غواړي، چې امريکايان له هېواده وباسي او له طالبانو سره روغه جوړه وکړي .
دولسم پاسه : ژوند ښه شوى
اتلس کلنه ايزد فنا د مرکزي سيمې کولنګار اوسېدونکې ، چې تازه له ١٢ ټولګي څخه فارغه شوې ، خپل ژوند د پخوا په پرتله  غوره ګڼي .
هغې ددغه ښه والي په اړه وويل : (( ماشومان مو ښوونځيو ته ځي او اقتصاد مو هم ښه شوى دى . ))
فنا چې له ٤١ کانديدانو څخه د پنځو له نومونو سره اشنا ده وايي چې د خپلې خوښې کانديد يې هغه څوک دى ، چې د ښځو په حقونو عقيده ولري او په جنګي جرمونو ککړ نه وي.
هغه که څه هم د ټولټاکنو په روڼوالي او امنيت  پوره باوري نه ده، خو په ټاکنو کې برخه اخلي او په دې نيت، چې ددې په وينا، د ښځو حقونه ثابت کړي او د خپلې خوښې کانديد بر يالى کړي .
فنا، وايي چې موجوده حکومت کې يې د نجونو لپاره ښوونځي جوړ شوي دي .
د هغې هم له ولسمشر څخه مهمه غوښتنه د امنيت ټينګښت ، ښځو ته حقونه ورکول او مخالفينو سره روغه او جوړه ده .
کليواله : ښوونځيو او د ښځو حقونو ته دې پاملرنه وشي
 د محمداغې ولسوالۍ د کتب خېلو اوسېدونکې پنځه ويشت کلنه مريم، چې تراووم ټولګي پورې يې زده کړې کړي ، وايي چې په تېرو پنځو کلونو کې يې ژوند ښه شوى دى 
خوهغه وايي چې په سيمه کې ناامني ده ، په کلي کې ښوونځي کم دي ، ماشومان لرې ځايونو ته ځي او دا به  په ټاکنو داسې چاته رايه ورکړي ، چې امنيت ،  ښوونځيو او د ښځو حقونو ته ډېره پاملر نه وکړي .
هغه ، خپل کلي ته د سړک او د برېښنا پروژې جوړول د موجوده حکومت مهم کار بولي .
نوموړې په دې عقيده ده ، چې که چېرې ټولې مېرمنې په انتخاباتو کې ونډه وانخلي، نو مشروعيت به يې تر پوښتنې لاندې راشي .
موټرچلونکى :   يواځې د ولايتي شورا په ټاکنو باوري يم
 د خوښۍ ولسوالۍ اوسېدونکى ٣٢ کلن محمد هارون، چې موټر چلونکى دى، وايي چې ژوند يې له پنځه کاله پخوا څخه خراب شوى دى .
هغه ناامني او بېکاري تر ټولو مهمې ستونزې ګڼي .
هارون ، مني چې حکومت ورته سړکونه جوړ کړي او د څښلو پاکې اوبه يې ورته چمتو کړې دي .
نوموړي وايي چې د ولسمشرۍ په ټاکنو کې به ونډه نه اخلي ، خو د ولايتي شورا په ټاکنو کې برخه اخلي . 
هارون په دې اړه زياته کړه : (( ولسمشر زموږ په خو ښه نه ټاکل کېږي ، نو ځکه يې په ټاکنو کې برخه نه اخلم ، خو ولايتي شورا باندې باور لرم ، چې غړي يې زموږ په خوښه ټاکل کېږي . ))
د پوهنې مامور : د نجونو ښوونځي دې ډېر شي
د خروار ولسوالۍ اوسېدونکى ٣٦کلن سيد نقيب الله، چې په خپله ولسوالۍ کې د سواد د زده کړې مدير دى، وايي چې اوس درې واړه وروڼه کار کوي او ژوند يې ښه شوى دى .
 هغه که څه هم د امنيتي اندېښنو له مخې، پوره باوري نه دى ، چې په سيمه کې به يې خلک د رايې ورکولو مرکزونو ته لاړ شي ، خو وايي چې که ممکن و، نو رايه به ورکړي او د خپلې خوښې کانديدان به وټاکي .
 هغه له امنيت وروسته د ښوونځيو په ځانګړې توګه د نجونو د ښوونځيوکموالى د خپلې سيمې د يوې  ستونزې په توګه ياد کړل .
نوموړى که څه هم په خپله سيمه کې له شوي کاره ر اضي نه دى ، خو وايي چې د کليوپراختيا وزارت د ملي پيوستون له لارې ځينې کارونه شوي دي .
سوداګر : امريکايي پوځيان دې ووېستل شي
د مرکزي کلي پورک اوسېدونکى محمد زمان وايي چې د پنځه کاله پخوا په پرتله يې ژوند ښه شوى ، خو حکومت ورته نه دى ښه کړى، خپله شخصي کاروبار کوي .
هغه په ټاکنو کې برخه نه اخلي او باوري دى، چې د هېواد مشر د خلکو رايې نه، بلکې امريکا ټاکي.
 هغه د امريکايانو له خوا خپلسرې تالاشۍ ، ناامني او د سړکونو خرابوالى د خپلې سيمې ترټولو مهمې ستونزې وبللې .
زمان زياته کړه چې لومړنۍ غوښتنه به يې له راتلونکي ولسمشر څخه دا وي چې امريکايان وباسي .
 هغه ددې پوښتنې په ځواب کې چې حکومت يې کلي ته کوم مهم کارونه کړي ؟ وويل : (( قسم په خداى هيڅ يې نه دي کړي . ))
په سعودي کې کارکونکى : حکومت له خلکو سره په مرسته کې پاتې راغلى
 د خروار ولسوالۍ اوسېدونکى ٢٦کلن سيف الله ځدراڼ وايي چې حکومت ددوى په ژوند هيڅ اغيز نه دى کړى ، هغوى په سعودي عربستان کې پخوا هم کار کاو او اوسې يې هم کوي .
 هغه چې په وينا يې له خپل کلي څخه تر ولسوالۍ پورې يو ساعت پلې لاره وهي ، وايي چې سړکونه، نه شته او له امنيت وروسته يې دا دويمه ستونزه ده .
  دغه ځوان وايي چې په انتخاباتو کې به هغه وخت ګډون وکړي، چې د رايې ورکولو کومه څانګه يې کلي ته نږدې پرانېستل شي .
 خو هغه زياتوي چې تر اوسه يې د خپلې خوښې کانديد نه دى پيدا کړى .
 ځدراڼ ،داهم وايي چې د خپل پلار په خوښه به د کانديدانو په اړه پرېکړ ه کوي .
د ملي راډيو تلويزيون کارکونکى : سوله غوښتونکى ولسمشر غواړم
د ملي ر اډيو ټلويزيون مامور  شهير ، چې د ليسانس تر کچې زده کړې لري، وايي چې د خپلې خوښې کانديد يې هغه څوک دى، چې زغم ولري ، سوله غوښتونکى وي ، ملي او نړيوال شخص وي .
 هغه له امنيت وروسته د ښوونځيو کموالىي هم د يوې ستونزې په توګه ياد کړ او زياته يې کړه چې وريرونه يې ډېر لرې ښوونځيو ته ځي .
هغه په ټاکنو کې  برخه اخلي او  باوري دى .
 نوموړي زياته کړه : (( په ټاکنو باوري يم ، ځکه زموږ خپل هېواد او د ټاکنو کمېسيون مو هم خپل    دى . ))
هغه له راتلونکي ولسمشر څخه د کابينې د اصلاح ، ښوونې او روزنې ته د پاملرنې او امنيت د ښه کولو غوښتنه وکړه .
شهير ، وويل چې په موجوده حکومت کې يې په کلي کې پلونه ، سړکونه جوړ شوي او د ملي پيوستون له لارې ورته برېښنا هم برابره شوې ده .