ګردېز (پژواک ٣ غبرګولى ٩٣): د ولسمشريزو ټاکنو کانديد ډاکټر عبدالله عبدالله وايي، هېچا ته به اجازه ور نه کړي، چې قومي تعصبونو ته لمن ووهي.
عبدالله دا څرګندونې د غبرګولي په ٣مه پکتيا ولايت کې د يوې غونډې پر مهال وکړې.
دغه غونډه د ګردېز ښار په مرکزي لوبغالي کې جوړه شوې وه، چې د نوموړي کانديد پر مرستيالانو او هغه ته نږدې مشرانو سربېره په کې سلګونه ځايي اوسېدونکو برخه اخيستې وه.
په غونډه کې ويناوالو د همپالنې پر مسايلو خبرې وکړې او له خلکو څخه يې وغوښتل، چې په دويم پړاو ټاکنو کې پراخه ونډه واخلي او د اصلاحاتو او همپالنې ټېم ته رايه ورکړي.
13/06/2014
11/06/2014