ګردېز، پلخمري (پژواک، ٢٩ مرغومى ٩٧) : د پکتيا او بغلان معترضنو نوماندانو ددغو ولايتونو د ټاکنو کمېسيونونو دفترونه وتړل.
له پکتيا څخه د ولسي جرګې ځينو معترضو نوماندانو د ګردېز ــ کابل لويه لاره او د ټاکنو د خپلواک او ټاکنيزو شکايتونو کمېسيونونو دروازې يې وتړلې.
د دوی له ډلې انجنير تاج محمد ګردېزى وايي چې په ټاکنو کې پراخې درغلۍ شوې دي، خو په اړه يې ثبت شوي شکايتونه سم نه دي څېړل شوي.
هغه پژواک اژانس ته وويل :((د ټاکنو او شکايتونو کمېسيون دې د پکتيا ټولې رايې د بايو مټريک او چک لېسټونو پر اساس بيا په شفاف ډول وشمېري.))
بل معترض نوماند سميع الله احمدزی بيا وايي چې اوسنيو ټاکنيزو کمېسيونونو خپل باور له لاسه ورکړی او د ټاکنو د مديريت او سمو پرېکړو ظرفيت نه لري.
احمدزي زياته کړه :((د شرم وړ خبره ده چې د ټول ملت هغه باور چې په ټاکنيزو کمېسيونونو و، هغه يې له لاسه ورکړ. کوم کسان چې اوسمهال په کمېسيونونو باندې کار کوي، د کار ظرفيت نه لري. که غواړي چې رياست جمهوري انتخابات سم تر سره شي، دا ټول کسان دې څارنوالۍ ته معرفي او پر ځای دې يې نوي کسان مقرر شي.))
انجنير رحمت الله ځلاند، صديق احمدخېل او حفيظ الله مبارز د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون له نوماندانو د پيسو په اخيستلو تورنوي او وايي چې د ځينو نوماندانو رايې په غير قانوني ډول زياتې يا کمې شوې دي.
بل خوا خلک او د ګردېز ــ کابل د لويې لارې مسافر د لارې په تړل کېدو له زياتو ستونزو سره مخ شوي او وايي چې په سړه هوا کې ښځې، ماشومان او مريضان له سخت ګواښ سره مخ کيږي.
د دوی له ډلې  يوتن حاجي معصوم جان پژواک ته وويل:((موږ له کابل نه راغلو، مريضان راسره دي، يوه ساعت کيږي چې په دې لار کې انتظار ولاړ يو، موږ دوی د انتخاباتو له کارونو نه منع کوو، خو اوس دې موږ ته لاره خلاصه کړي چې مريضان مو په تکليف دي.))

خو د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون ولايتي مشر هدايت الله عصمتي يې په اړه د معترضو نوماندانو تورونه ردوي او وايي چې ټاکنيز شکايتونه يې په سم ډول څېړلي دي.
هغه پژواک ته وويل:((د ځاځي اريوب او لجه منګل ولسواليو په اړه د مرکزي کمېسيون نهايي پرېکړې صادرې شوي. د ټاکنو په ورځو چې کوم شکايات شوي وو، هغو ته مو مکمله رسيدګي کړې ده،. ))
بلخوا د بغلان ولايت دوو معترضو نوماندانو ددې ولايت د ټاکنو د کمېسيون دروازه تړلې ده.
له بغلانه ولسي جرګې ته نوماندې فرزانه فرهمند پژواک اژانس ته وويل ، ټاکل شوې وه چې د بغلان دټاکنو کمېسیون به ټولې جعلي کارول شوې رایې باطلې اعلان کړي، خو تر دې دمه يې نه دي کړي.
نوموړې ګواښ وکړ چې که کمېسیون دنوموړې پرګټه کارول شوې رایې ونه شمېري د مدني حرکتو نو پرمهال به دکابل – شمال لویې لارې تړلو ترڅنګ  کابل ته غځېدلي د برېښنا مزي به هم  غوڅ کړي .
بل معترض نوماند عبيد الله اکبري هم ورته اعتراض لري  نوموړي پژواک ته وویل  چې اعلان شوې لومړنۍ پايلې  ورته د منلو نه دي  او که غوښتنې يې ونه منل شي لوى مدني حرکتونه به پيل کړي.
خو دبغلان دټاکنو کمېسیون رييس عبدالقاهر وهاب صافي پژواک ته وویل  چې د بغلان  دټاکنو کمېسیون کارکوونکي  غواړي ټولې  پاکې رايې  حساب کړي  خو دڅو معترضو نوماندانو له خوا پرې بې ځایه نیوکې  کیږي  چې  له امله یې د شمېرلو پروړاندې دخنډ ترڅنګ نن  دهغوى داعتراض په ترڅ کې درایو شمېرنې دفتر  دروازه  هم وتړل شوه .
وهاب زیاتوي،  درایو شمېرنې  بهیر یې بند کړ او ترهغه چې دبیا شمېرنې  زمینه نه وي  برابره شوې بغلان کې به درایو شمېرنې بهیر همداسې بند وي .

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.