ګردېز ( پژواک، ٣٠ غبرګولى ٩٤ ) : د پکتيا ولايت ولايتي شورا او د مدني ټولنو يو شمېر غړي وايي ، چې اوسنۍ ولسي جرګه دې رخصت شي او د راتلونکو ټاکنو لپاره دې مشخصه نېټه معلومه شي .
دوی وايي ، چې د ولسي جرګې يو شمېر غړو داسې کارونه کړي چې هېواد ته يې د ګټې پر ځای تاوان رسولى او له شتون څخه يې نه شتون ګټور دی .
د ولسي جرګې کاري موده د غبرګولي په ٣١ مه پاى ته رسېږي، خو ولسمشر اشرف غني ديوه فرمان له مخې ولسي جرګې ته اجازه ورکړه چې خپل کار ته دوام ورکړي او په ډاګه يې کړه، چې د ولسي جرګې د ټاکنو نېټه به يوه مياشت وروسته اعلان شي.