ګردېز (پژواک ٨ لړم ٩٣): د سوېل ختيځو ولايتونو ديني عالمانو له ولسمشره غوښتي چې تر هر څه د مخه دې سولې او له وسله والو مخالفينو سره روغې جوړې ته لومړيتوب ورکړي .
د پکتيا، خوست، پکتيکا او لوګر ولايتونو دغه ديني عالمان چې شمېر يې لسګونه تنو ته رسېده، پرون په پکتيا کې د سولې شورا د سيمه ييز دفتر پر هلو ځلو راټول شوي وو او په بېلابېلو موضوګانو يې خبرې وکړې.
د لوګر يوه ديني عالم مولوي عبدالغفور وويل چې نوی ولسمشر دې د سولې او پخلاينې لپاره جدي کار وکړي او په دې برخه کې دې شته خنډونه له منځه يوسي .