Add new comment

Paktia residents urge next president to bolster peace

 
ګردېز (پژواک  ١٢وږى ٩٣): د پکتيا ولايت اوسېدونکو له راتلونکي ولسمشره  غوښتنه وکړه، چې د سولې پروسې د عملي کولو تر څنګ دې د اداري فساد مخنيوى وکړي.
دوى غوښتنه کوي چې راتلونکى ولسمشر بايد په دغه ولايت کې د بيارغونې، پوهنيز سکټور ودې او  روغتيايي اسانتياوو ته ځانګړې پاملرنه ولري.
د ګردېز اوسېدونکی محمدشکور کامران پژواک خبري ژانس ته وويل چې په لومړى قدم کې دې نوى ولسمشر په ښې رهبرۍ سره د هېواد اقتصادي کرکېچ په کابو کې راولي.
هغه وايي: ((هيله لرو چې نوى ولسمشر به پکتيا ولايت ته خاصه پاملرنه وکړي، دلته ښوونځي کم دي، روغتيايي اسانتياوې نشته. ځيني سړکونه خراب او پروژې نيمګړې پاتې دي.))
د دغه ولايت د حليمه خزان لېسې د دوولسم ټولګي زده کوونکې خاطره له نوي ولسمشره د ښځو د ستونزو په له منځه وړو کې د کوټلي اقدام غوښتنه کوي.
نوموړې وايي چې په تېرو١٣کلونو کې د مېرمنو لپاره يو څه کار شوى؛ خو بيا هم ځينې ستونزې شته چې نوی ولسمشر يې بايد حل کړي.
خاطره وايي چې د ښځو پر وړاندې تاوتريخوالى، زده کړو ته يې نه لاسرسى او کلتوري ناسم دودونه د مېرمنو پر وړاندې سترې ستونزې دي.
هغه وايي: ((په پکتيا کې سلګونه داسې مېرمنې شته چې په روانو جګړو کې يې مېړه  او يا زامن  وژل شوي اوس د خپلو بچيانو د نفقې پيدا کولو لپاره هيڅ چاره نه لري.))
د څمکنيو ولسوالۍ قومي مشر حاجي مامور پژواک ته وويل چې په تېرو د ١٣ کلونو کې په پکتيا کې اساسي کار نه دی شوی خو تر دې وروسته بايد ورته پاملرنه وشي.
دى وايي: ((يواځې يو څو ښوونځي او روغتونونه جوړ شوي او په ولسواليو کې ملي پيوستون څه نا څه کارونه کوي خو يوه پروژه هم پايداره نه ده.))
نوموړی وايي، پکتيا د زون مرکز دی بايد په دغه ولايت کې فابريکي، بندونه او لويې لارې جوړې شي.
د دغه ولايت د احمدابا ولسوالۍ قومي مشر حاجي زيارت ګل وايي چې نوی ولسمشر بايد لومړی هغه پروژې پلې کړي چې کارونه يې په ټپه ولاړ دي.
ده وويل: ((دګرېز – زرمت او د ګردېز-خوست د سړکونو جوړولو چارې درېدلې. د مچلغو بند د جوړولو چارې تش په نوم پر مخ روانې ديؤ دا کارونه بايد ګړندي شي.))
بلخوا د ګردېز ښار يو اوسيدونکی محمد الله بيا په قضايي ارګانونو کې له فساده سر ټکوي او په دې ادارو کې د اصلاحاتو غوښتونکى دى.
دی وايي: ((د قضايي ادارو ځيني  مشران او مامورين بډې اخلي. دوى د بډو اخيستو له امله ناسمې پرېکړې کوي. الله دې د غريب سړي کار ورته نه بندوي.))
نوموړی وايي که چېرې راتلونکی ولسمشر د دغو کارونو مخنيوى ونه کړي؛ نو له حکومت سره به د خلکو فاصله نور هم زياته شي.
د زرمت ولسوالۍ اوسېدونکی نيازولي وايي، چې راتلونکی ولسمشر دې په کور دننه او بهر د سولې خبرې پيل کړي.
دى وايي تېر حکومت هم د سولې په اړه ډېرې هڅې وکړې خو د ده په وينا د سولې شورا د ناسم مديريت له امله يې پايلې نه درلودې.
نوموړى وايي چې خلک له جګړې ستړي شوي او نوی ولسمشر دې د سولې په راوستو کې له خلکو  مرسته وغواړي.
 

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.