ګردېز(پژواک، ٢۵ تله ۹۸):د پژواک موندنې ښيي چې د ولسمشرۍ ټاکنو پرمهال د پکتيا ولايت د امنو ولسواليو پرتله په نا امنو ولسواليو کې ډېرې رايې کارول شوي چې خلکو ته يې شکونه پيدا کړي دي.
د تلې مياشتې د شپږمې ڼېټې په ولسمشريزو ټاکنو کې د پکتيا په مرکز او ١٤ ولسواليو کې ټول ۱۹۴ ټاکنيز مرکزونه وو چې ۳۲ يې د امنيتي ګواښونو له امله تړلي پاتې شول.
په دې ټاکنو کې د پکتيا ولايت له ۹۸۳ پرانيستو محلونو څخه ۱۶۱۶٧٨ رايه وکارېده چې د هېواد په کچه د ډېرو رايو ورکوونکو ولايتونو په کتار کې راغله، خو د تلې په ۲۲مه د ټاکنو کمېسیون د پکتیا د ۶۵۳ محلونو ۳۶۸۲۷ بایومټریک رایې د دغه کمېسیون د اطلاعاتو مرکز «مرکزي سرور» ته لېږدولې دي.
خو ځينو ټاکنيزو ډلو د دغه ولايت په رايو اعتراض وکړ او په ټاکنو کې يې د درغلۍ تورونه پرې پورې کړل.
په دې اړه پژواک خبري اژانس څېړنه کړې او د دغه ولايت د ځينو ولسواليو رايې، يې  سره پرتله کړې دي.
د بېلګې په توګه په دغه راپور کې د پکتيا د امنې ولسوالۍ شواک او ناامنو ولسواليو زرمت او روحاني بابا رايې سره پرتله شوې دي.
د پکتيا د ټاکنو خپلواک کمېسيون د شمېرو له مخې په شواک ولسوالۍ کې د ټاکنو لپاره ۸۵۶۹ تذکرې سټېکر شوې وې چې د ټاکنو په ورځ د درې ټاکنيزو مرکزونو په ۲۶ محلونو کې يې ۴۱۸ رايې کارېدلې دي.
خو په زرمت ولسوالۍ کې د ټاکنو لپاره ۳۳۳۲۰ تذکرې سټېکر شوې وې چې د ټاکنو په ورځ په ۱۸ ټاکنيزو مرکزونو او ۹۷ محلونو کې ۲۴۸۳۶ رايې کارېدلې دي.
همدارنګه په روحاني بابا ولسوالۍ کې د ټاکنو لپاره ۱۳۴۶۶ تذکرې سټېکر شوې وې، چې په ياده ورځ په ۸ مرکزونو کې ۹۹۹۹ رايې کارېدلې دي.
په زرمت ولسوالۍ کې د ناامنۍ له امله د ۲۲ ټاکنيزو مرکزونو له ډلې څلور مرکزونه چې ۱۳ محلونه کيږي، بند و او په روحاني ولسوالۍ کې د نهو مرکزونو له ډلې څخه چې ٤٤ محلونه کېدل څلور محله يې تړلي وو.
د پکتيا اوسېدونکي د دغه ولايت پر رايو اعتراض او د درغليو پر ادعا کوونکو نيوکه کوي چې له شواهدو پرته دې د خلکو پر رايو بې بنسټه ادعا نه کوي.
د دوی له ډلې د پکتيا ولايت د قومونو د سراسري شورا يو تن مشر حاجي دوا جان وايي چې ټاکنيزې ډلې او ګوندونه بايد د ټاکنو په ورځ د ګواښونو سربېره د خلکو د راوتلو او رايې ورکولو قدرداني وکړي.
دواجان پژواک ته وويل چې تر ټاکنو وړاندې د پکتيا د ډېری سيمو او قبيلو مشرانو په ګډه ناسته کې په ټاکنو کې د پراخ ګډون پرېکړه کړې وه.
ده زياته کړه چې د امنيتي ستونزو او د رایې ورکوونکو په نوملړ کې د نومونو د نشتون له امله ګڼ شمېر کسان له رايې ورکولو پاتې شوي دي.
دواجان وايي: "پاکې، سپېڅلې رايې مو کارولې دي؛ رايه ورکول پر موږ واجب و او موږ خپل واجبات صفا، سُتره ادا کړي دي. موږ د قومي مشرانو د رايې ورکولو په شرايطو پوره کسان راغوښتي او رايه مو ورکړې."
د زرمت ولسوالۍ قومي مشر احمدالله صابري وايي چې د دې ولسوالۍ لوی جغرافيوي موقعيت او د نفوس ګڼوالي ته په کتو لا هم کارېدلې رايه کمه ده.
صابري پژواک ته وويل چې زرمت ولسوالي په ګڼو برخو کې محرومه پاتې شوې او د يادې ولسوالي مشرانو او ځوانانو خپلې سيمې ته د حقونو د ثابتولو لپاره په خورا سختو شرايطو کې خلک زيات ګډون ته راوبلل او رايه يې ورکړه.
نوموړی وايي: "زرمت پرنفوسه ولسوالۍ ده، د پکتيا په څوارلس ولسواليو کې تر ټولو لویه ولسوالۍ زرمت ده. زرمت هر وخت قرباني ورکړې او همېشه قرباني ته تيار دي، څوک چې وايي چې رايه نه ده استعمال شوې، دا سل فيصده غلطه ده، زه خپله هلته موجود وم. دا د زرمت يوه مينه او اړتيا ده چې دولت ته يې ښکاره کړه."
له زرمت څخه د نوې بېلې شوې روحاني بابا ولسوالۍ يو اوسېدونکی تيمور اورياخېل ټينګار کوي چې د خلکو رايې ته بايد درناوی وشي او زياتوي چې بې ثبوته خبرې يوازې په ټاکنيزه پروسه باور ته زيان اړوي.
اورياخېل وايي چې د ځينو ټاکنيزو ټيمونو د اړوند کسانو له خوا د درغلۍ ځينې دستوري انځورونه او ويډيوګانې اخيستل شوي چې په خبره يې اصل او نااصل يې بايد کره شي.
ده زياته کړه: "زرمت په دې جګړه ييزو حالاتو کې ثابته کړه چې ډېره لويه او پرنفوسه ولسوالۍ ده او ډېر حقونه لري چې تر اوسه نه دي ورکړل شوي. که څوک کومه ادعا، شک او شکايت لري چې دا رايه ناپاکه ده، نو دوی دې مهرباني وکړي، ثبوت دې وړاندې کړي چې ټول يې وويني او که ثبوت نه لري، نو دا شکايتونه ناسم او بې ځايه دي."
د پکتيا والي شميم خان کټوازی په ټاکنو کې د پکتيا د اوسېدونکو پراخ ګډون تاریخي بولي او وايي چې د ټاکنو ښه تر سره کېدو لپاره له وړاندې ښه چمتووالی نيول شوی و.
کټوازي زياته کړه چې د ځينو سيمو خلکو پر وسله والو طالبانو فشار راوړی و چې د خلکو د رايې ورکولو مخنيوی دې نه کوي.
نوموړي پژواک ته وويل: "ښه خبره دا وه چې زموږ په ځينو ناامنه ولسواليو کې قومي تړونونه وشول او دا تړونونه په دې خاطر و چې د هغو ولسواليو خلک له جنګه په تنګ شوي او رښتيا هم په جنګي حالاتو کې توجه نه ده شوې؛ هغوی فکر کاوه چې که دا ځل هم په انتخاباتو کې برخه وانخلو، نو د دولت توجه نوره هم راته کمېږي، نو له مخالفينو سره يې هم خبرې وکړې او يو ډول قرباني يې هم ورکړه، لکه زرمت، روحاني بابا، د ځاځي اريوب، سيدکرم او احمدابا ځينې سيمې؛ نو په ځينو ناامنه سيمو کې په همدې خاطر لا زيات خلک راووتل او رايه يې ورکړه چې د دولت توجه ځان ته جلب کړي، تر څو په اينده کې له دولت څخه غوښنه برخه واخلي."
خو د وسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد دا خبره ردوي چې ګواکې دوی دې په کومه سيمه کې خلک رايې ورکولو ته پرېيښي وي.
بل لورته د پکتيا د ټاکنو خپلواک کمېسيون مشر نقيب الله حيدري پژواک ته وويل چې په دغه ولايت کې د ټاکنو لپاره شاوخوا ۴۱۳ زره کسانو نومليکنه کړې وه چې په خبره يې د امنيتي ګواښونو له امله د ياد شمېر له نيمايي زياتو کسانو رايه ورنه کړه.
حيدري ولسمشريزې ټاکنې رڼې بولي او ټينګار کوي چې د ټاکنو د ښه مديريت له امله نړيوالې ټولنې هم يادې ټاکنې بریالۍ بللې دي.
نوموړی په ځينو ولسواليو کې د زياتو رايو کارېدو يو لامل په ګردېز ښار کې د وسله والو طالبانو له خوا د لويو بريدونو ګواښ بولي او وايي له دې امله په مرکز کې د رايو شمېر کم، خو په ځينو لرې سيمو کې زيات و.
دی وايي: "په پکتيا کې اوس هم ډېر خلک نه دي راوتلي، خو نسبت نورو ولايتونو ته دا ګډون هم زیات و. دلته قومي جوړښتونه دي، د پکتيا لويې شورا د ټولې پکتيا په سطحه ډېر کار وکړ او خلکو ته يې وويل چې په ټاکنو کې برخه واخلي؛ متاسفانه چې د پکتيا لپاره ځينې دښمنان موجود و، نه تنها مخالفين، بلکې په رسنيو او نورو برخو کې يې هم دښمنان درلودل، خو هر څه يې چې وکړل، بريالي نه شول. "
د پکتيا ولايت د ټاکنيزو شکايتونو خپلواک کمېسيون مشر مجاهد رحمتزی هم ولسمشريزې ټاکنې د پارلماني هغو په پرتله رڼې بولي او وايي چې د پکتيا ولايت د ټاکنو په اړه د ۲۷ مرکزونو او محلونو په اړه ور سره ټول نږدې ۱۵۰ شکايتونه ثبت شوي دي.
رحمت زي پژواک ته وويل چې د يادو شکايتونو له ډلې يې ۷۰ په پکتيا کې ثبت شوي او پاتې هغه يې د پلازمېنې کابل په مرکزي دفتر کې ثبت او دوی ته لېږل شوي دي.
نوموړی وايي چې د ثبت شويو شکايتونو له ډلې يې ۹۰ څېړلي چې د رايې ورکولو په لېستونو کې د خلکو د نومونو د نشتون او ټاکنيزو مرکزونو د ناوخته پرانيستل کېدو يا وختي تړل کېدو په اړه دي.
د ده په خبره، پاتې ٦٠ شکايتونه د ټاکنيزو مسايلو په اړه دي چې تفتيش برخې ته يې لېږلي او د ټاکنو د لومړنيو پايلو تر ورځو به يې په اړه پرېکړه وکړي.
مجاهد رحمت زي پژواک ته وويل: "پکتيا ولايت کې د تېرو ټاکنو په پرتله دا ځل انتخابات ښه او شفاف و. موږ ته په مختلفو برخو کې تقريبا ۱۵۰ شکايتونه درج شوي دي. څرنګه چې زموږ کمېسيون خپلواک دی، انشاالله موږ به د قانون په رڼا کې عمل کوو او هر هغه شکايت چې هغه مستند اسناد او شواهد ولري، موږ به هغه ته لاسرسی او د پکتيا د خلکو د يوې، يوې رايې څخه به دفاع کوو."
ومو غوښتل چې په دې اړه د ناظرو بنسټونو نظرونه هم واخلو، خو د فيفا ولايتي مسوول د ثبات او همګرايي ټاکنيزې ډلې ته د کارکولو په تور له دندې ګوښه شوى او د ټيفا ټاکنيزې ناظرې ادارې مسوول د امنيتي ملحوظاتو پر اساس په دې اړه له رسمي څه ويلو ډډه وکړه.
زرمت د پکتيا تر ټولو لويه ولسوالي ده او د نورو غرنيو ولسواليو برعکس هوارې ځمکې لري چې له دې امله نفوس هم زيات دى.
سره له دې چې تېر کال له زرمت څخه د روحاني بابا په نوم ولسوالي بېله او خپلواک اداري واحد شو بيا هم د زرمت ولسوالۍ پراخوالی د نورو څو ولسواليو سره برابر دی.

 

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.