ګردېز ( پژواک ٣ تله ٩٣) : د پکتيا قومي مشران او ديني عالمان له نوي ولسمشره په هېواد کې د سولې راوستو لپاره د بهرنۍ مداخلو د مخنيوي غوښتنه وکړه.
دوى وايي چې تېره ورځ ناوخته ( تلې ٢مه ) يې په دې تړاو په مرکز ګردېز کې غونډه لرله يادونه وکړه، چې د سولې په شورا کې وړ کسان پر دندو وګوماري.
په پکتيا کې د سولې شورا د سيمه ييز د فتر مشر مولوي خالق داد وايي نوى ولسمشر دې د سولې راوستو پر وړاندې د بهرنۍمداخلو مخنيوى وکړي.
نوموړی وايي چې افغانان تراوسه د سولې په راوستو کې خپلواک نه و او د بهرنيو په ځانګړې توګه دګاونډيو هېوادونو لاسوهنې ډېرې وې.
هغه زياته کړه ، نوی ولسمشر دې نړيوال ژمن او قانع کړي ، چې سوله د افغانستان ،ګاونډيو او په ټوله کې د نړۍ په ګټه ده.
د پکتيا قومي مشر حاجي خواني جهاني له منتخب ولسمشر ډاکټر اشرف غني څخه غوښتنه وکړه ، چې د کار په لومړيتوبونو کې دې د سولې بهير چټکوالي ته پام وکړي.
جهاني وايي ، داسې کسان بايد د سولې په شورا کې وګومارل شي چې په رښتينې ډول سولې ته ژمن وي.
د پکتيا ولايت قومي مشر حاجي نواز وايي ، چې نوي ولسمشر ته ډېرو خلکو په دې موخه رايه ورکړې ، څو لومړی سولې ته کار وکړي او دافغانستان اقتصاد په پېښو ودوري.
ډاکټر اشرف غني احمدزى د تېرې يکشنبې په ورځ د افغانستان منتخب ولسمشر اعلان شو او ټاکل شوې د راتلوونکې دوشنبې په ورځ د ولسمشر په توګه لوړه وکړي.