ګردېز (پژواک، ٨ تله ٩٨): د پکتيا ولايتي چارواکي وايي چې په دغه ولايت کې غوره ټاکنې تر سره شوې او خلکو په شفاف ډول د خپلې خوښې نوماند ته رايه ورکړه.
دوی په يوه خبري کنفرانس کې ښه امنيتي تدابير، د ټاکنو کمېسيون نسبتا ښه چمتووالی او د قومي جوړښتونو له مخې د خلکو ګډون د ټاکنو د روړنتيا په برخه کې مهم وباله.
په دغه غونډه کې د پکتيا والي شميم خان کټوازي د وړمې ورځې ولسمشريزې ټاکنې تاريخي يادې کړې او ويې ويل چې د وسله والو مخالفينو د ګواښونو سربېره لسګونه زره خلک راووتل او رايه يې ورکړه.
کټوازی وايي: ((له نېکمرغه په پکتيا کې ښه انتخابات تر سره شول. پکتياوالو ډېره مېړانه او حماسه وښودله او رايو ته راووتل. امنيتي ځواکونو واقعا دا وښودله چې د خپلو خلکو او انتخاباتو ښه امنيت نيولی شي.))
شميم خان کټوازی دا ټاکنې د روڼتيا له اړخه هم غوره يادې کړې او د ځينو ادعاوو په ځواب کې يې وويل له هغو دولتي کارکوونکو سره به قانوني چلند وشي چې په ټاکنو کې يې لاسوهنه کړې ده.
نوموړي وویل: ((قانون واضح دی، هر څه چې د شکايتونو خپلواک کمېسيون له خوا ثابتيږي، د هغه پر اساس به اقدام کيږي، هغه که هر دولتي چارواکی وی.))
دغه راز د پکتيا د ټاکنو خپلواک کمېسيون مشر نقيب الله حيدري وايي چې د لومړيو شمېرو له مخې په پکتيا کې ۱۶۳۳۲۳ رايې کارول شوې، چې ډېری يې د انلاين سيسټم له لارې مرکز ته لېږل شوې هم دي.
حيدري زياته کړه چې په پکتيا کې د ټاکنو لپاره له څلور سوه زياتو کسانو نومليکنه کړې وه، خو د امنيتي ستونزو او د ټاکنو په پروسه کې د ځينو ملحوظاتو له امله په دې ټاکنو کې د رايې  ورکوونکو شمېر کم و.
ده زياته کړه: ((هېڅ مرکز له خپله ځايه نه دی انتقال شوی. موږ ته مرکزي کمېسيون ويلي و، که چا د مرکز بدلولو غوښتنه وکړه، له موږ سره يې شريک کړئ او موږ په دې برخه کې هدايت در کولای شو، خو موږ ته هېڅ داسې غوښتنه رانغله او نه کوم مرکز انتقال شوی دی.))
همدارنګه د پکتيا امنيه قوماندان سمونوال محمدعثمان جانباز وايي، د ټاکنو په ورځ د وسله والو مخالفينو په بريدونو او چاودنو کې اتلس تنه ملکي او نظامي کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې او په مقابل بريدونو کې د وسله والو طالبانو نږدې ٣٠ تنه وژل شوي او ټپيان دي.
جانباز وويل: (( ګډو امنيتي ځواکونو په منظم پلان او همغږي د ټاکنو لپاره خوندي چاپېريال رامنځته کړی و. د انتخاباتو په ورځ ١١ بريدونه وشول، شل ماينونه مو خنثی کړل، څلورو چاودنه وکړه. په ټوله کې امنيت ډېر ښه و، دښمن کوشش کاوه چې په هر رقم وي دا ملي پروسه مختل کړي، خو الحمدلله ناکام شول.))
د يادونې ده چې د تلې په شپږمه په ټول هېواد کې د راتلونکي ولسمشر د ټاکلو په موخه ټاکنې ترسره شوې.
 

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.