پکتيا کې د شکايتونو کمېسيون د پرېکړې په غبرګون کې لاريون وشو

ګردېز (پژواک ٢٧ تله ٩٣): د پکتيا د ولايتي شورا د يوه کانديد پلويانو د ټاکنيزو شکايتونو د کمېسيون د رايو د باطلولو د پرېکړې په غبرګون کې لاريون وکړ خو ياد کمېسيون وايي چې دغه کار يې د اسنادو او کره شواهدو پر بنسټ کړى دى.

دوی وايي، د شکايتونو کمېسيون د ښايسته جان احدي ټولې رايې په نا قانونه ډول باطلې اعلان کړې او دغه کار نا عادلانه دی.

د لاريون يو ګډونوال محمدشريف مطمين وايي، د شکايتونو کمېسيون د ولايتي شورا نوماند ښايسته جان احدي ټولې رايې بې له شواهدو باطلې کړې دي.

نوموړی وايي، دوی له ولسمشر اشرف غني غوښتنه کوي چې ياده ستونزه ژر تر ژره هواره کړي.

مطمين دا هم وايي، که چېرې د شکايتونو کمېسيون او نورو ادارو د دوی غوښتنې ونه منلې نو په راتلونکي کې به بيا هم دغه ډول سوله ييزو لاريونونو ته دوام ورکړي.

د ولايتي شورا نوماند ښايسته جان احدي د شکايتونو د کمېسيون پرېکړه نا عادلانه بولي او وايي چې دا د ولسونو رايو ته سپکاوی دی.

نوموړی وايي، د شکايتونو کمېسيون د ده ټولې رايې غير عادلانه او غير قانوني باطلې کړې او هيڅ ډول ثبوت نه پرې لري.

ده له ولسمشره غوښتنه وکړه چې د دوی په رايو کې دې عدل وشي او څه چې قانون ايجابوي هماغه شان پرېکړه دې وشي.

د پکتيا د شکايتونو کمېسيون چارواکي وايي چې د احدي پلويانو په ټاکنو کې پراخه درغلي کړې او د اسنادو او کره شواهدو پر بنسټ يې رايې باطلې اعلان شوې دي.

د ياد دفتر مشر بشير بهرام وايي، له دوی سره ډېر شمېر داسې ثبوتونه شته چې له مخې يې د احدي کسانو درغلي کړې ده.

دی وايي چې د دغو درغليو پر اساس هغه څه چې قانون دوی ته ورکړي، د ښايسته جان احدي ټولې رايې باطلېدلی شي.

خو بشير بهرام دا روښانه نه کړه چې د ښايسته جان احدي پلويانو په ټاکنو کې څه ډول درغلي کړې ده.

د احدي پلويان په داسې حال کې د خپلو رايو د حق غوښتنه کوي چې په نږدې څو ورځو کې به د ولايتي شورا وروستۍ پايلې اعلان شي.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.