Pakistani group in Logar eliminated: Gen. Yaftali

 
ګردېز (پژواک ٤ سنبله ٩٢): د ٢٠٣ تندر قول اردو قوماندان تورن جنرال محمدشريف يفتلي وايي، چې د پاکستاني طالبانو مشر حکيم الله مسعود په لوګر ولايت کې نا امنيو جوړولو ته وسله وال رالېږلي وو.
جنرال يفتلي دغه څرګندونې په ګردېز کې د دغې قول اردو په مقر کې له يو شمېر کورنيو او بهرنيو خبريالانو سره د ځانګړو خبرو پر مهال وکړې.
هغه زياته کړه، چې په پاکستان کې د افغاني طالبانو درې شوراګانې (د کوېټې شورا، پېښور ښورا او ميرانشاه شورا) فعاليت کوي او له هغه ځايه په افغانستان کې دننه د ورانکارۍ فعاليتونه پلانوي او تنظيموي.
نوموړي وويل، چې د پاکستاني طالبانو مشر حکيم الله مسعود د (کاروان حقيقت) په نوم يوه وسله واله ډله د نا امنيو رامنځته کولوپه موخه لوګر ولايت ته لېږلې وه، خو د امنيتي ځواکونو له خوا له منځه يوړل شول.
جنرال يفتلي زياته کړه، چې افغان ملي ځواکونه اوس ډېر روزل شوي، پياوړي او مجهز شوي او د وسله والو مخالفينو هر ډول تهديدات له منځه وړلى شي.
هغه تېره مياشت د سيمرغ عملياتو يادونه وکړه او ويې ويل، چې د افغان ځواکونو په رهبرۍ ترسره شوي تر ټولو لوى او مهم عمليات وو.
د نوموړي په وينا، دغه عمليات چې په پکتيکا ولايت او د لوګر په ازرې ولسوالۍ کې ترسره شوي، درې اهداف يې لرل او درې واړه ترلاسه شوي دي.
ده زياته کړه: ((د دغو عملياتوله ترسره کولو زموږ موخه د خپلو امنيتي ځواکونو ارزونه ، د کابل شاوخوا سيمو کې د وسله والو مخالفينو د ګواښونو له منځه وړل او د زون امنيتي انکشاف او ازرې ته اکمالات کول وو. ))
د ٢٠٣ تندر قول اردو قوماندان وويل، چې د لوګر په خوشي ولسوالۍ کې د وسله والو مخالفينو مهم مرکزونه وو او له دغه ځاىه يې په کابل ولايت کې ځانمرګي او نور بريدونه تنظيمول، چې د عقاب عملياتو په ترڅ کې له منځه يوړل شول.
د هغه په وينا، د سيمرغ عملياتو پر مهال په لوړه کچه ځواکونه وکارول شول، په دغو عملياتو کې د ٢٠٣ تندر قول اردو د پنځو کنډکونو درې زره سرتېرو برخه اخيستې وه.
ده زياته کړه، چې د لومړي ځل لپاره په دغو عملياتو کې اېم يې ١٧ او اېم ٣٥ ډوله چورلکې و کارول شوې او افغان ملي ځواکونو له خپلو استخباراتي سرچينو څخه ګټه پورته کړه.
جنرال يفتلي وويل، چې په ازرې ولسوالۍ کې د ملي اردو ځواکونو ډېره ښه تجربه ترلاسه کړه، دوى له مخالفينو سره ښه مقاومت وکړ او د سيمې د اوسېدونکو مرسته هم ورسره زياته وه.
هغه زياته کړه: ((د سيمې اوسېدونکو زموږ پر ځواکونو ګلونه وشيندل.))
دى وايي، چې د جګړې تر څنګ دوى په سيمو کې د افغانستان د اسلامي دولت پيغام هم خلکو ته رسوي، د مرستو تر څنګ د بيارغونې کارونه هم ترسره کوي.
د ٢٠٣ تندر قول اردو قوماندان وويل، چې د ملي اردو د انجنيرۍ کنډک د لومړي ځل لپاره په دغو عملياتو کې برخه واخيسته، د ماينونو پاکولو ترڅنګ يې سړکونه او پلونه هم ورغول.
جنرال يفتلي په خپل زون کې امنيتي وضعه ډاډمنه وبلله او زياته يې کړه ، چې د دغه زون د لويو لارو امنيت هم د پخوا په پرتله ښه شوى دى.
نوموړي ماينونه د مخالفينو تر ټولو خطرناکه وسله وبلله او زياته يې کړه، چې دغه ماينونه له هېواده بهر جوړېږي او دلته د چاودنو ورکولو لپاره راوړل کېږي.
هغه زياته کړه: ((په افغانستان کې د ماينونو جوړولو فابريکې نشته، ټول له بهر څخه د استخباراتي کړيو په همکارۍ راوړل کېږي.))
خو نوموړي وويل، چې که څه هم د ملي اردو ځواکونو له ٩٠ څخه تر ٩٥ سلنې ماينونه پيدا او شنډوي، خو بيا هم د ملي ځواکونو او ملکي وګړو زياته مرګ ژوبله د ماين چاودنو له امله ده.
جنرال يفتلي وايي، چې په دې وروستيو کې وسله والو مخالفينو لمريز او سولري ماينونو کارول پيل کړي او دوى يې په شنډولو کې له ستونزو سره مخ دي.
خو هغه زياته کړه، چې د نورو ماينونو د شنډولو ترڅنګ دوى هڅه کوي، چې د دغو ماينونو د له منځه وړو وړتيا هم ترلاسه کړي.
نوموړي زياته کړه، چې وسله وال مخالفين له ماتې سره مخ دي، د مخامخ جګړې توان نه لري او ټوله پاملرنه يې ځانمرګو بريدونو او ماين چاودنو ته اړولې ده.
د ٢٠٣ تندر قول اردو قوماندان وويل، چې په تېرو ٥ مياشتو کې په دغه زون کې ١٥٠٠ مخالفين وژل شوي، ټپي شوي او يا هم ژوندي نيول شوي او سلګونه ميله وسله يې هم ترلاسه شوې او يا هم له منځه تللې ده.
هغه د وسله والو مخالفينو په اړه وويل، چې ورځ تر بلې کمزوري کېږي، ځکه چې د ده په وينا، د سيمې اوسېدونکي يې له ملاتړه لاس اخلي، د ځواک او مهماتو له کمښت سره مخ شوي او اقتصادي ستونزې هم لري.
ده زياته کړه: ((دوى هم له خلکو ډوډۍ غواړي او هم پرې ‌بيا ‌‌ظلم کوي، د سيمو اوسېدونکو اوس د هغوى له ملاتړه لاس اخيستى او له خپلو ملي ځواکونو سره مرسته کوي.))
دى وايي، چې ډېرى ماينونه د سيمې د اوسېدونکو په همکارۍ پيدا او له منځه وړي.
د ٢٠٣ تندر قول اردو په زون کې پکتيکا، پکتيا، خوست، لوګر ، غزني، ميدان وردګ او باميان ولايتونه شامل دي.