ګردېز (پژواک، ۲۳ وږی ۹۸) د پکتيا ولايت اوسېدونکي وايي چې په تېرو ولسمشريزو او پارلماني ټاکنو کې پر ياده پروسه د خلکو باور خورا زيانمن شوی نو اوس په کار ده چې اړوندې ادارې د دې چارې د ترميم لپاره کار وکړي.
دوی دا خبرې د وږي په ٢٣مه د مدني او د ښځو بنسټونو له فعالانو او سياسي ګوندونو له استازو سره د ټاکنيزو ولايتي کمېسيونونو د مسوولينو په مشورتي ناسته کې وکړې.
مدني فعال عبدالصمد پکتين وويل چې خلک تېرو ټاکنيزو تجربو ته په کتو ډاډه نه دي چې د رايې او ارادې تمثيل به يې وشي.
پکتين وويل: ((باور مهمه موضوع ده، دولت او خپله د ټاکنو خپلواک کمېسيون بايد خلکو ته دا باور ورکړي چې دا ټاکنې به داسې نه وي لکه تېرې پارلماني ټاکنې. که دې باور ترلاسه کولو لپاره خلکو ته عامه پوهاوی او معلومات ورنه کړل شي، خلک به ګډون ته زړه ښه نه کړي.))
دغه راز د ملي محاذ ګوند ولايتي مسوول ګلستان ځدراڼ وويل چې د ټاکنيزو کمېسيونونو د نوې رهبرۍ د بې پرېتوب او په دې بنسټونو کې د راغلو اصلاحاتو په اړه بايد خلکو ته معلومات ورکړل شي.
ځدراڼ وايي: ((انتخاباتي کمېسيونونه او امنيتي ارګانونه په انتخاباتي ستونزو کې دخيل او مسوول دي. دوی بايد په ټاکنو کې د درغلۍ مخنيوی وکړي.))
مدني فعال نورګل نوري په ټاکنو کې د خلکو د پراخ ګډون لپاره د امنيت ټينګښت، د شفافيت لپاره د بايومټريک کارېدو او ښځو ته د ګډون لپاره د شرايطو چمتو کول اړين بولي.
نوري پژواک ته وويل، لا هم ډېر خلک غواړي چې په ټاکنو کې برخه واخلي، خو په خبره يې لومړی بايد د دوی د رايې حق خوندي کېدو او د ولسي اراداې د تمثيل ډاډ ورکړل شي.
ده زياته کړه: ((د خلکو لېوالتيا تر پخوا کمه ده، د خلکو باور بايد بېرته ترميم شي. لومړی بايد امنيت تامين وي، دويم د ټاکنو خپلواک کميسيون د ښو ټاکنو لپاره له خپلو عملي پلانونو خلک خبر کړي او ښځو ته بايد د پراخ ګډون هر اړخيزه زمينه برابره شي.))
يو شمېر نورو کسانو هم ورته څرګندونې وکړې.
د پکتيا د ټاکنو خپلواک کمېسيون رييس نقيب الله حيدري وويل چې د ټاکنيزو مرکزي کمېسيونونو په رهبرۍ کې بدلون راغلی او په خبره يې په يادو بنسټونو کې پراخ اصلاحات د دې ډاډ ورکوي چې راتلونکې ولسمشريزې ټاکنې به د روڼتيا له اړخه ښې وي.
حيدري زياته کړه چې د تېرو ټاکنو په نسبت دغه ځل په پکتيا کې د ټاکنيزو محلونو شمېر د کابو دوه چنده په زياتېدو سره شاوخوا ۱۱۰۰ ته پورته شوی دی.
خو دى زياتوي چې په زرمت، روحاني بابا، جانيخېلو او لجه منګل ولسواليو کې يې ځينې ټاکنيز مرکزونه تر لوړ امنیتي ګواښ لاندې دي.
نوموړی وايي: ((په تېر کې د ټاکنو مرکزي کميسيون کې د مديريت ضعف و او له امله يې موږ ته بد ميراث راپاتې و، خو اوس ډېر مثبت بدلونونه راغلي، ټوله اداره نوې شوې او ريفورم تطبيق شوی او هغه نقص او خلاوې چې وي، هغو ټولو ته ځواب ويل شوی دی. انشاالله دا ټاکنې به له تېرو هغو ډېرې ښې وي او له هغو مشکلاتو سره به مخ نه شو. بايو متريک چک شوی.))
د يادونې وړ ده چې تېرو ولسمشريزو او ورپسې د پارلماني ټاکنو ناندريو او د پايلو د اعلان ځنډ پر ياده ملي پروسه د خلکو باور زيانمن کړی او وايي چې ياد کمېسيون په خپلواک ډول د ټاکنو د پايلو په اړه عمل نه شي کولای.
 

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.