خبريالان: معلوماتو ته مو لاسرسى کم دى

 

 
ګردېز (پژواک  ٢٠  وږى ٩٣): د پکتيا ولايت يو شمېر خبريالان وايي چې معلوماتو ته په سمه توګه لاسرسى نه لري او په ځينو مواردو کې د نامعلومو کسانو له لوري ګواښل کېږي.
دوی دغه خبرې  د وري په ٢٠مه  په هغې غونډه کې وکړې چې د پکتيا د پرېس کلب له لوري د ځينو چارواکو لپاره د مننليکونو د ورکړې په موخه جوړه شوې وه.
په دې غونډه کې د پکتيا امنيه قوماندان پاسوال زلمي اورياخېل، د ټاکنوکمېسيون د عامه پوهاوي مسوول شېرعلي فيضي او د ملکي روغتون سرطبيب ډاکتر حياګل پکتين ته له ژورنالېستانو سره د ښو اړيکو او همکاريو له امله مننليکونه ورکړل شول.
د پکتيا د پرېس کلب مشر احسان الله مهجور وويل، د تېرو کلونو په پرتله يې د خبر په ترلاسه کولو کې د چارواکو همکاري ښه شوې خو لا هم په دې برخه کې ستونزې لري.
دی وايي چې اوسمهال د يو شمېر ملکي ادارو چارواکي نه حاضريږي چې د خبريالانو پوښتنو ته ځواب ووايي او يا په اړوند برخه کې همکاري ورسره وکړي.
نوموړي د خبريالانو د خونديتوب په اړه هم خبرې وکړې او ويې ويل چې اوس هم کله کله نامعالوم کسان ژورنالېستانو ته ګواښونه کوي او د کار مخه يې نيسي.
په ګردېز کې د ″ژوند راډيو″ مسوول  نيازالله اصيل وويل چې د دغه ولايت خبريالان معلوماتو ته په سمه توګه لاسرسی نه لري.
دی وايي، معلوماتو ته نه لاسرسی د دې لامل کېږي چې د دولتي ادارو کړنې او د خلکو ستونزې پټې پاتې شي.
د پکتيا د اطلاعاتو او فرهنګ رييس محمدشفا مشفق په دغه ولايت کې رسنيز ډګر له پخوا پياوړی بولي او د ځينو ستونزو يادونه هم کوي.
د ده په وينا، چې وخت ناوخته يې د نورو ادارو چارواکي هڅولي څو له خبريالانو سره خپل معلومات شريک کړي.
نوموړی  زياتوي، هڅه به وکړي څو په راتلونکي کې د خبريالانو دغه ستونزې له اړوند ادارو او چارواکو سره شريکې کړي.
ياده دې وي چې دا مهال په پکتيا ولايت  کې  د ۲۵ کورنيو او نړيوالو رسنيو استازي کار کوي.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.