ګردېز (پژواک، ٦ زمرى ٩٨): د پکتيا ولايت اوسېدونکي د ولسمشرۍ له نوماندانو او د هغوی له ملاتړو غواړي چې د ټاکنيزو منډو ترړو پر مهال ملي ګټې، ارزښتونه او اخلاقي اصول په نظر کې ونيسي.
دوی ټينګار کوي چې نوماندان دې خلکو ته دروغجنې ژمنې، هوايي خبرې او داسې څرګندونې نه کوي چې په هغه کې د هېواد د قومونو تر منځ درز رامنځته کېږي.

په ولسي جرګه د پکتيا استازی او د دولت جوړوونکي ټاکنيز ټيم د رهبري شورا غړی ډاکټر يارباز حميدي وايي چې اوسني نوماندان بايد کمپايني فرهنګ عام کړي او د ټولمنلو ټاکنو تر سره کېدو سره مرسته وکړي.
ده پژواک خبري اژانس ته وويل چې نوماندان دې د رايو تر لاسه کولو لپاره د هېواد، دولت، يووالي او ملي ادارو په اړه له ناسمو څرګندونو کلکه ډډه وکړي؛ ځکه په خبره يې دا ټولو ملي پروسو ته زيان رسوي.
دی زياتوي: ((کانديدان او د دوی د ټيمونو د رهبرانو او همکارانو څخه زما دا هيله ده چې انتخاباتي فرهنګ داسې مروج کړي، لکه په نوره دنيا کې چې دی. د چا عکسونه او بينرونه تخريب نه کړي، په سوشل ميډيا، تصويري او غږيزو رسنيو کې بل نوماند ډول تخريب نه کړي او يو بل ته متقابل احترام ولري. ټول کانديدان دې ملت ته ملي مبارزې، تګلارې او ستراتيژي داسې وړاندې کړي، چې هر څوک د ځان ترميم وکړي، نه د بل تخريب.))
سياسي فعال ښايسته جان احدي وايي، په افغانستان کې د څو تېرو دورو د پارلماني او ولسمشريزو ټاکنو له تجربو په ګټو اخيستو بايد نه يواځې انتخابات جنجالي نه شي، بلکې په روڼتيا له تر سره کېدو سره يې مرسته وشي.
ده وويل چې خلک دې ټولو نوماندانو ته د قدر په سترګه وګوري، د هېواد د ابادۍ لپاره دې د هغوی برنامې واوري او په پای کې دې په پوره غور خپل انتخاب وکړي.
نوموړي زياته کړه: ((له ټولو انتخاباتي ټيمونو غواړو چې هغه اصول، اخلاق او معيارونه په پام کې ونيسي چې د انتخاباتو لپاره ټاکل شوي؛ په ځانګړې توګه دې ملي ګټې په نظر کې ونيسي او هېڅکله بايد داسې غونډې دايرې نه کړي او داسې نظريات ورنه کړي چې د ملي ګټو، اخلاقو او قانون سره په ټکر کې وي.))

د سيدکرم ولسوالۍ اوسېدونکې صبرينا همت وايي، په هېواد کې له څو لسيزو راهيسې د روانو جګړو يو عمده عامل د يو بل نه زغمل دي چې په خبره يې بايد سياسيون او نوماندان په روانو ټاکنيزو مبارزو کې ياد فرهنګ بدل کړي.
همت وويل: ((يو د بل زغمل د سولې د راتګ عمده ضرورت هم دی، طبعا ټول افغانان له داسې حالاتو او بدبختيو ستړي دي. د ولسمشرۍ نوماندان د دې هېواد مهم مشران دي، بايد هېوادوال سره راټول کړي، نه دا چې پاشلو ته يې لاره هواره کړي.))
د ډنډپټان ولسوالۍ اوسېدونکی عبدالله مسکين وايي چې نوماندان او د هغوی پلويان دې په ټاکنيزو غونډو او ټولنيزو رسنيو کې د نورو نوماندانو خصوصي حريم په پام کې ونيسي او يو د بل سپکاوی دې نه کوي.
ده پژواک ته وويل: ((ټاکنيز ټيمونه دې سالمه سيالي وکړي، داسې مبالغې دي نه کوي چې عقل يې نه مني؛ دې ولس ته بايد نور واقعيتونه وويل شي او په کره ډول ورته وويل شي چې څه لري او د عيني شرايطو په پام کې نيولو سره يې څنګه عملي کوي؟))
نن په ټول هېواد کې د ولسمشرۍ د اتلسو نوماندانو تر منځ د جمهوري رياست لپاره ټاکنيزې مبارزې رسما پيل شوې، چې دوه مياشتې به دوام وکړي.

 

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.